د پاک افغان پولې په غاړو کښې پوليو مهم، کارمندان ستونزو سره مخ

0
5137

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

چمن (مالک اچکزئى) محمد امين په پاک افغان پوله خپله ماشومه لور لاس نيولې پوليو کارمند له وروسته ـ هغوي په دوستۍ دروازه ولاړ دي چې افغانستان څخه چمن (پاکستان) ته د دننه ورتلو لاره ده ـ د يو کلنې فريده په ګوته نيلا رنګ لګولے شوے دے کوم چې د دې خبرې علامت دے چې هغې ته د پوليو څاڅکي ورکړے شوي دي ـ

چمن کښې محمد امين له پولې پورې د افغانستان سيمه کښې د قائم بوتهـ لورى ته د اشارې په کولو د پوليو کارمند ته ووئيل :” دې ته هلته د پوليو څاڅکي ورکړے شوي دي ـ”

هغه د بلخ، افغانستان نه چمن ته رارسيدلے دے ـ په پاک افغان دوستۍ دروازه د ريګ ډکې هواګانې چليږي چې له امله ئې د هر څيز رنګ مهلے شوے دے ، رکشې او پک اپ انتظار کوي چې له افغانستانه راتلونکي چمن ښار او بيلابيلو ځايونو ته ورسوي ـ

ګاډي له دروازې د دريو کلوميټرو نه په کمه فاصله ولاړ وي ـ افغانستان څخه تلونکو يا راتلونکو کسانو ته دروازې پورې پياده تګ وي چرته چې هغوي په اطرافو کښې د ازغن تارونو ترمنځه جوړې شوې لاره کښې د خپل نمبر په انتظار کښې د ولاړو کسانو په قطار کښې ودريږي ـ هغوي دلته خپلو بچو او سامان سره دا انتظار کوي چې د هغوي د لټون نمبر راشى او له پولې واؤړي ـ

افغانستان ته د تلونکو يا له هغه ځايه د راتلونکو کسانو د پاره دوه بيلابيلې لارې دي ـ دې دروازې سره چرته نه چې هغوي له پولې اوړي، د پوليو دوه کارمندان خدمات ترسره کوي ـ

يو سکيورټى ګارډ په پوليو کارمند ولى محمد اواز راؤباسى چې دا شان هغه له دننه لارې يو خوا ته واؤړى ـ هغه وائى :” آيا تا ته دا نۀ ښکارى چې دلته رش زياتيږي ـ” هغه ولى محمد ته وائى چې هغه دې خلق زر تر زره فارغ کړي چې دا رنګ هغوي له پولې بلې غاړې ته راشي ـ

ولى محمد، چې د صحت د نړيوالې ادارې پوليو ويکسينيشن پروګرام سره اړوند دے ، وائى :” زۀ د دې ټول رش او امنيتى سرتيرو په نګرانۍ کښې خپل کار په قلاره څۀ رنګ کولے شم ؟ تاسو د پوله ايزه ځواکونو رويه وليده ؟ هغوي بيخى هډو مرسته نۀ کوي ـ مونږ د شين اسمان لاندې د نمر په رڼا کښې ماشومانو ته څاڅکي ورکوو او دا په ډاګيزه توګه هدايات شوي دي چې دا څاڅکې دې د نمر له رڼا وژغورلے شي خو داسې ممکن نۀ ده ـ “

ولى محمد ووئيل چې د پوليو کارمندانو سره په وخت هيڅ څيز شتون نۀ لرى ـ هغۀ زياته کړه :” ويکسين او نۀ تنخواه يا سټيشنرى په وخت ترلاسه کيږي ـ مونږ د امن و امان په انتهائى سختو حالاتو کښې کار کوو ـ پوليو ډله تيره مياشت په پاک افغان پوله د شوې بم چاودنې د ځائے نه يوازې ٢٠ کلوميټره لرې وه ـ خو د دې باوجود کوم پوليو کارمند له کار کولو لاس په سر نۀ شو ـ “

هغوي سړو او ښځو پسې زغلي او زر زر د هغوي د ماشومانو په ګوتو او تندى افغانستان کښې د هغوي د ويکسينيشن کيدو څخه وروستو د لګولے شوو نخښو اندازهلګوي ـ

پوليو ډلې ته د ويکسينيشن د پاره د ورکړے شوې کوټې دروازې ته تالا لګيدلې ده ـ پوليو رضا کار د شين اسمان لاندې کار کوي او د پولې پورې غاړې د پاکستان سيمه کښې د رش او سکيورټى له امله د پيدا کيدونکې بدنظمې په وجه هغوي په مناسب انداز د ويکسينيشن عمل سر ته رسولو کښې کړمو سره مخ کيږي ـ

د پولې پورې غاړې د افغانستان سيمه کښې په هر ديوال د خبرتيا چارټونه او پوسټرې اويزاند کړے شوي دي ـ ٤٨ رضاکار ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو په دنده ګمارلي دي ـ د پوليو څاڅکو ورکونکې عملې ټوپۍ په سر کړي دي او په سينه ئې بيجونه لګولي دي ، دوي ته کوټې او استوګنځي ورکړے شوي دي ـ

افغانستان کښې پوليو ډلې سره اړوند سماجى کارمند محمود الله وائى :” افغان پوله ايز پوليس هغه وخت پورې هيڅ کورنۍ هم ماشومانو سره د افغانستان دننه تګ ته نۀ پريږدي تر کومه چې هغوي خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي نۀ وي ـ هر څو کۀ پاکستان کښې ويکسينيشن ډلې کار کوي ولې مونږ د هغوي له حالاتو خبر يو ، هغوي تل غير حاضر وي او تيره مياشت پورا يوه اوونۍ هغوي سره تر ويکسين شتون نۀ لرلوـ لکه چې مونږ پاکستان ته د رادننه کيدونکو کورنيو بې اساسه پړتال کوو ـ”

محمودالله وائى چې دا مرسته او سخته پيژندګلو ضرورى ده ځکه چې پاکستان ٢٠١٤ء کښې ١٤ کاله پس د پوليو وباء يو ځل بيا په ډيره بده طريقه خپله ولقه کښې اخستے ؤ ـ هغۀ ووئيل :” د پوليو وائرس په اسانه له پولې پورې غاړې ته منتقل کيدے شى ځکه چې خواؤشا خلق خپل منځى قبائلى اړيکې لري او هغوي اکثر او زياتره د پولې دواړو غاړو ته ځي راځي چې له امله ئې افغانستان کښې د وائرس اوړيدو خطرې زياتې شوې دي ـ “

د صحت د نړيوالې ادارې د ګلوبل پوليو اريډيکيشن انيشى ايټو کميونيکيشن افسر ليليا ډورے د نيوزلينز د يوې پوښتنې د اى ميل د لارې ځواب ورکولو کښې ووئيل چې د پاکستان شميره د هغو هيوادونو نه زياته انديښمنه ده چرته نه چې د پوليو وائرس ټوله نړۍ ته او په خاص توګه افغانستان او منځنى ختيز ته منتقليږي لکه څۀ رنګ چې تير کال شوي دي ـ

هغۀ ووئيل :” ١٩ نومبر ٢٠١٤ء پورې پاکستان کښې د پوليو د مرګونى ١ټائپ ٢٤٦ کيسونه رجسټرډ شوي ووـ له دې وړاندې نومبر ٢٠١٣ء پورې دا شمير يوازې ٦٣ ؤ ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here