د بلوچستان د پوله ايزه بانډو خلقو ته شناختى کارډونه نۀ شي جارى کولے

0
4848

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

چمن (مالک اچکزئى) د پاکستان د غيررجسټرډ افغان کډوالو په ضد پوله ايزه صوبو کښې د روانو عملياتو له امله د ځائى خلقو د پاره هم د پيژندګلوۍ د کاغذونو ترلاسه کول ګران شوي دي ځکه چې واکمنو په دې اړه موجود قوانين سخت کړي دي ـ

پيښور کښې په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د شوې حملې نه پس ، کومه کښې چې د ماشومانو د لوے شمير پشمول ١٤٠ کسان شهيدان شوي وو ، واکمن د افغان کډوالو په حقله له دې شک له امله په سخته رويه خپلولو مجبور شوي دي چې د دوي په کيمپونو او اباديو کښې ترهه ګرو د مهاجرينو په جامه کښې پناه اخستې ده ـ

تر دې چې اوس اوس د رامنځته کړے شوى کمپيوټرائزډ شناختى کارډ ترلاسه کول نسبتاَ اسان وو ولې اوس د دې جارى کيدو کښې څو څو مياشتې لګيږي چې له امله ئې په پوله ايزه قصبه چمن کښې فکرمندى خوره شوې ده چرته چې کډوال د اکثر او زياتره ځائى ابادۍ برخه په نظر راځي ـ

چمن کښې د نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتهارټى(نادرا) د دفتر نه بهر د خلقو اوږدۀ قطارونه د انتظار کولو په مهال ليدے شى چې د ځنډ له امله ګيله من ښکاري ـ

ميرمنې هم د خپلو ځانونو د رجسټرډ کولو د پاره په بيلا بيلو قطارونو کښې په ولاړه انتظار کوي ـ

د چمن اوسيدونکے ٣٠ کلن نياز محمد وائى :” ١٠ مياشتې تيرې شوې دي او زۀ تراوسه د شناختى کارډ ترلاسه کولو لارې سارم ـ هغوي (د نادرا واکمن) وائى چې دا (د دې شک له امله چې هغه افغان دے ) جارى کيدے نۀ شى ـ “

واکمن دې شک شبهې سره مخ دي چې ځائى پښتانۀ، د چا چې د پولې څخه پورې افغانانو سره نۀ يوازې خپلوى ده بلکې ژبنے ورته والے ورسره هم لرى، د کډوالو په خپل خپلوانو څرګندولو د هغوي مرسته کولے شى ـ يا افغان کډوال خپل ځانونه ځائى وګړي څرګندوي ـ “

نيازمحمد وائى چې هغۀ سره ټول اړونده کاغذونه شتون لري خو د هغۀ شناختى کارډ ” د دهوکه بازۍ” له امله جارى نۀ کړې شو ـ هغۀ ووئيل :” ما سره د ځائى انتظاميې لخوا د زيږون جارى کړے شوې پرچى شته ، د پلار شناختى کارډ(١٩٧٤ء کښې جارى شوے ؤ) او پاکستان کښې د خپل جائيداد کاغذونه موجود دي ولې د دې باوجود تراوسه شناختى کارډ جارى نۀ کړے شو ـ”

هغۀ ووئيل چې د نادرا د دفتر له لورى هغه خبر کړے شوے دے چې د هغۀ د کورنۍ کوم تن د شناختى کارډ جوړولو د پاره درخواست ورکړے دے څوک چې ځان د هغۀ ورورو ښائى ولې په حقيقت کښې هغه د هغۀ ورور نۀ ؤ ـ

هغه وائى چې هغۀ ته پته نشته چې چا د خپل ځان د هغۀ د کورنۍ د غړى په څرګندولو د هغۀ د کورنۍ په ريکارډ کښې د خپل نوم ليکلو هڅه وکړه ـ نيازمحمد پوښتنه کوى :” څوک د نادرا د واکمنو له سودا بازۍ پرته دا ډول دهوکه بازى کولے شى ؟ يو عام تن څۀ رنګ د واکمنو د مرسته څخه پرته د نادرا ډيټا بيس پورې رسد ترلاسه کولے شى ؟”

د دې دهوکه بازۍ له امله د هغۀ د کورنۍ د ټولو کسانو شناختى کارډونه له منځه ويستلے شوي دي ـ د هغۀ د کورنۍ هيڅ يو تن اوس شناختى کارډ نۀ شى جوړولے ـ

د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ صوبائى نائب صدر او د قلعه عبدالله ضلعې نه د پاکستان د قامى اسمبلۍ غړے عبدالقهاروډان وائى :” دا يوازې پښتون قام دے چې شناختى کارډونه ئې د نادرا له لورى ختم کړے شوي دي او د هيواد د نورو برخو د پاره قوانين بدل دي ـ “

هغۀ ووئيل چې پښتانۀ د پاکستان د وګړتوب څخه بې برخې کړے شوي دي ـ

د چمن وګړى شاه جهان نيوزلينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د هغۀ پلار په ٢٠٠٤ء کښې حق رسيدلے ؤ خو د هغۀ شناختى کارډ يو نامعلوم تن د خپل عکس په لګولو کارولو ـ

شاه جهان ووئيل:” دا د خدائے شکر دے چې ما دې لړکښې پلټنه وکړه او د پلار له مړينې لس کاله پس د هغۀ مړينې سند مې د نادرا دفتر کښې واړاندې کړو ، بل صورت کښې به له دې هم نۀ خبريدم چې زما د پلار شناختى کارډ کوم بل تن استعمالوى ـ هغۀ دا شناختى کارډونه د غلطو مقصدونو د پاره هم کارولے شي ـ “

هغه دا شکايت کوى چې ” هيڅ يو تن هم د واکمنو له مرستې پرته دا ډول دهوکه بازى نۀ شى کولے ځکه چې نۀ ويريدونکي افغان کډوال چمن کښې د نادرا واکمنو ته (د جعلى شناختى کارډ جوړولو د پاره ) درنې پنګې ورکوي ـ”

يوازې شاه جهان دا ډول ستونزو سره مخامخ نۀ دے ـ د نادرا دفتر ته تګ راتګ کوونکي ډيرو خلقو ” د دهوکې د داسې کيسونو” او د شناختى کارډونو په جارى کيدو کښې د ځنډ ګيله وکړه ـ

عبدالباسط وائى چې د هغۀ مور د مکې د زيارت کولو د پاره پاسپورټ ته اړتيا لرى ـ هغۀ ووئيل :” ولې د هغۀ شناختى کارډ ” د دهوکه بازۍ د کيس” څخه تر اوسه لرې نه کړے شو، تر دې چې مونږ اړونده کاغذونه پوره کړي دي کوم چې يو کال مخکښې د نادرا د پلټنې د کميټۍ په مخامخ وړاندې کړے شوي وو ـ “

د نادرا په سرکارى ويب سائټ د شناختى کارډ ترلاسه کولو د پاره ضرورى ګرځولے شوو کاغذونو کښې ” د زيږون پرچى يا زوړ شناختى کارډ يا د لسم جماعت سند (يوازې د لوستو خلقو د پاره ) يا د نزدې خپلوانو شناختى کارډ يا د داخله وزارت له لورى جارى کړے شوى د وګړتوب سند شامل دے ـ د نالوستو کسانو څخه په وړومبى ځل د شناختى کارډ جوړولو په مهال د عمر د تصديق د پاره د څۀ قسمه څۀ کاغذونه نۀ شى غوښتلے ـ”

عبدالقهار وډان ووئيل :” د پښتنو د پاره د پاکستان د وګړتوب د کارډ ترلاسه کولو په اړه جوړ کړے شوي قوانين نسبتاَ سخت دي او د هيواد د نورو برخو څخه بيخى بدل دي ـ پنجاب ، سندهـ او د بلوچستان صوبې د بلوچو سيمو کښې تاسو په اسانه د پاکستانى وګړى په توګه رجسټرډ کيدے شئ ـ ولې نادرا د خپلو تعصبى قوانينو له امله د بلوچستان د پښتنو اکثريتى سيمو او ټول هيواد کښې سلګونه شناختى کارډونه منسوخ کړي دي ـ ما د قامى اسمبلۍ په فورم دې لړ کښې څو ځله اواز اوچت کړے دے خو نادرا زمونږ (پښتنو) په حواله سخته پاليسۍ کښې هيڅ بدلون ونۀ کړو ـ “

نيوزلينز د نادرا آفس نګران جيلانى سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو هغۀ ميډيا کښې د خپل دريځ ښکاره کولو نه مخ واړولو ـ

ځائى تاجر عبدالظاهر ووئيل چې هغۀ د خپل شناختى کارډ زر تر زره جوړولو د پاره ٢٠ زره روپۍ ورکړې دي ـ هغۀ ووئيل :” زۀ د نادرا واکمنو لخوا د ځنډه ايزه حربو کارولو له امله تر مياشتو او کلونو انتظار نۀ شم کولے ـ زۀ ځائى ايجنټانو او اړونده دفتر کښې په بډو ورکولو مجبور يم ـ”

ځائى وګړى نذيراحمد ووئيل تاسو د پيسو په ورکولو غيرقانونى کارډ ترلاسه کولے شئ ولې اصل کاغذونه لرونکي کسان کړمو سره مخامخ کيږي او هغوي بډو ورکولو ته مجبورولے شي ـ ٤٢ کلن نذيراحمد سره ايجنټانو څو ځله تماس ونيولو او ورته ئې ووئيل چې کۀ هغه غواړى نو د يو خاص رقم په ورکولو شناختى کارډ جوړولے شى ـ

سپينه ټوپۍ په سر ٣٠ کلن ملامحمدعمر ووئيل چې د نادرا له لورى ضرورى ګرځولي شوي د هغۀ ټول کاغذونه پوره دي خو د هغۀ شناختى کارډ تراوسه جارى نۀ کړے شو ـ

هغۀ ووئيل:” د دې لامل غالباَ دا دے چې زۀ د ملا په شان ښکاريږم او شايد چې له دې امله هغوي زما شناختى کارډ نۀ جارى کوى ـ ګنى نو زما د پلار او وروڼو قامى شناختى کارډونه جارى کړے شوي دي ـ تر دې چې زۀ خپل شناختى کارډ نوے کولو کښې هم ستونزو سره مخ شوم کله چې ما د کارډ ترلاسه کولو د پاره څلور کاله وړاندې خپل ټول کاغذونه جمع کړل ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here