سندهـ ته د کډوالو بې دريغه راتګ ، په ځائى خلقو د ويرې غږ خور کړو

0
5139

ټهټهه (اقبال خواجه) د افغانانو، بنګاليانو او د جنوبى وزيرستان پشمول د هيواد له نورو برخو د کډوالو سندهـ ته بې تپوسه راتګ د صوبې په عام اولس او ځائى ابادۍ کښې د ويرې لړۍ پيدا کړې ده د کومې څرګندونه چې نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو کولو په وخت ډيرو ځائى اوسيدونکو وکړه ـ

د حيدرآباد رينج پوليس ډى آئى جى ثناء الله عباسى نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې د سندهـ د سول سوسائټۍ د دې ويرې تصديق وکړو او وې وئيل :”بالکل جى! دا کډوال دننه سندهـ کښې د طاقتورو ځائى خلقو لخوا قائم کړے شوو غيررجسټرډ مذهبى مدرسو کښې د پناه په اخستو ځانونه مضبوطوي ـ”

هغۀ ووئيل:” يوازې په کراچۍ او حيدرآباد کښې درې لکه غيرقانونى کډوال ميشتۀ دي چې اکثريت ئې پولټرى، مچى مارۍ، د لاس ګاډو کاروبار او د نشو قاچاق سره تړلے دے ـ”

پوليس افسر دا انکشاف وکړو چې ٢٠٠٧ء پاکستان او ملګرو ملتونو دا پريکړه کړې وه چې افغان کډوال به پاکستان کښې د ١٨ رجسټرډ کيمپونو پورې محدود وي او ورته به د خپل کاروبار روانولو اجازه نۀ وى ـ هغۀ ووئيل دا پريکړه هم شوې وه چې ملګرى ملتونه به د پاکستانى حکومت له لارې د دوي پالنه کوي ـ

د ثناء الله عباسى ترمخه په زرګونو افغان کډوال په څۀ نا څۀ ډول خپلو کيمپونو څخه په تښتيدو کښې بريالي شول او هغوي اوس کراچۍ ، حيدرآباد او د سندهـ د نورو ښارى سيمو خواؤشا ميشتۀ کيږي ـ ډيرو نورو کډوالو هم د دوي په شان دغو سيمو کښې خپلې استوګنې جوړې کړې دي ـ

د ټهټهه سينئرسپرنټنډنټ آف پوليس( ايس ايس پى) فدا حسين نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” کډوال کراچۍ د ټهټهه، بدين، سجاول،ټنډومحمدخان او د حيدرآباد پشمول د سندهـ دننه بيلابيلو ښارونو ته د وتللو د پاره د راه دارۍ په توګه کاروي ، دې سيمو کښې کډوال د خپلو خپلو روايتى جامو په اغوستلو د وسله والو ډلو په صورت کښې د آواره ګردۍ کولو په مهال ليدلے شي ـ”

د جيئے سندهـ محاذ چيئرمين رياض چانډيو دا صورتحال” تشويش ناک” وګرځولو او وې وئيل:” د تبليغى جماعت او د دې ډول نورو ډلو شتون دې ناپيژندګلو خلقو د پاره د نيک مرغۍ لامل دے کوم چې دوي کښې پناه اخلي، دې سره سندهـ کښې د داعش د پاره محاذ چمتو کيدے شى ـ”

د سندهـ د سول سوسائټۍ د استازو تر څنګ سياسى ګوندونه هم دننه سندهـ کښې د امن او امان په اړه تحفظات لري ـ د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر کريم خواجه ووئيل : ” د پاکستان د پاره ترهه ګرى تر ټولو ستر چيلنج دے ـ دې حالاتو کښې سندهـ ته د کډوالو راتګ د انديښنې وړ دے ـ “

د متحدۀ قومى موومنټ لارښود هيرسوهو نيوزلينزپاکستان سره په خبرو اترو کښې دا پوخ باور ښکاره کړو چې کۀ نااشنا خلق د ټولنې په سماجى او معاشى مدونو کښې خپل واک اختيار زياتوى نو هغوي به راتلونکى کښې هر صورت کښې په دننه سندهـ خپلې قبضې کولو کښې بريالي شي ـ هغۀ د ويرې په ښکاره کولو ووئيل :” کۀ د سندهـ حکومت د زمکنيو حقيقتونو ادارک نۀ کوى او نۀ د د مدرسو او کډوالو رجسټرډ کولو څۀ هڅه کولے شى نو دې سره حالات د قابو نه وتلے شى ـ”

د جے ايس ايم وائس چيئرمين نوازشاه بهدائى د دا رنګ نااشنا خلقو په اړه د تفصيلاتو په ورکولو ووئيل:” سپرهائى وے سره تړلي ښارونه جام شوروو ټنډو محمد خان،بدين ، سجاول، دهابيجى، ګجو ، ګهارو او د ساحلى قصبو ګارهو، ميرپور ساکرو، بلال نګر او ټهټهه د بې تپوسه ميشتۀ کيدونکو دې کډوالو مرکزونه جوړ شوي دي ـ” هغۀ ووئيل چې د هغوي لوے شمير د واکمنو په مرسته جعلى شناختى کارډ ترلاسه کولو کښې بريالي دي او ځائى خلق د دې دستاويزاتو په ترلاسه کولو کښې ستونزو سره مخ کيږي ـ

د جيئے سندهـ قومى محاذ(جسقم) ټهټهه ستر سکتر غلام حسين خاصخيلى په ګوته کړه چې دې نااشنا خلقو د مذهبى عسکريت خوښو ډلو له امله ځائى اوسيدونکي ويرولے دي خو ولې حکومت او قانون نافذونکو ادارو دې لورى ته هيڅ پاملرته ؤنۀ کړه ـ

هغۀ ووئيل چې د کډوالو او د هغوي د هلو ځلو د مخنيوى د پاره په پخو بنيادونو د قانون سازۍ ضرورت دے ، بل صورت کښې به په سندهـ ډير زر د عسکريت خوښو ډلو پنجې کلکې شي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here