HomeOther LanguagesPashto Storiesميډيا کوريج، د ترهه ګرۍ ځپلو د تداوى په لاره کښې يو... Pashto Stories ميډيا کوريج، د ترهه ګرۍ ځپلو د تداوى په لاره کښې يو ستر خنډ By Ghulam Dastageer February 10, 2015 0 6310 FacebookXPinterestWhatsApp پيښور(غلام دستګير)ډير خلق به ٢٠٠٧ء د يو داسې کال په توګه يادوي کله چې پاکستان کښې د ترهه ګرۍ په ترسره شوې يوه کارروائۍ کښې بے نظير بهټو شهيده شوه، په دغه کال د ترهه ګرۍ يوه بله حمله شوې وه چې د ليډى ريډنګ هسپتال پيښور د ډاکټر شمس سليمان له ياده ؤنۀ وتله ـ ډاکټرسليمان هغه وخت جنرل آئى سى يو کښې په ډيوټۍ ؤ کله چې د چارسدې ضلعې شيرپاؤ کلى کښې د اختر په جمع د شوى ځانمرګى بريد ځپلي هسپتال ته راوړے شول ـ د دغه ځانمرګى بريد هدف د هغه وخت داخله وزير آفتاب احمدخان شيرپاؤ ؤ چې لږ څۀ کښې بچ شو ـ دغه ځانمرګى بريد کښې د ٥٠ کسانو د ژوند ډيوې مړې شوې او ٩٦ پکښې ژوبل شول ـ کله چې د حملې ژوبل ليډى ريډنګ هسپتال ته راوړے شول نو هرې خوا ته ګډوډے خور شو کوم چې د خيبرپښتونخوا تر ټولو لوے روغتون دے ، دې لړ کښې ډاکټرشمس ته د دې غمژنې پيښې نه پس دا اندازه وه چې داسې صورتحال به پيدا کيږى ـ ولې په ٢١ دسمبر ٢٠٠٧ء د ميډيا د استازو په هسپتال کښې “غيرضرورى” شتون د طبى عملې د پاره د ستونزو لامل ګرځيدو چا چې ژوبلو ته طبى مرسته ورکوله ،د دغه ژوبلو ژوندون طبى عملې پورې اډاڼه ؤ ـ ډاکټرشمس وائى :” کۀ د دې حال په بيخى لنډو ټکو کښې څرګندونه وکړے شى نو دا د بې غورۍ رويه وه ـ هغه وخت کله چې د رنځورانو حالت مرګونے ؤ او هغوي ته د ډاکټرانو د پوره پاملرنې ضرورت ؤ، د ميډيا خبريالانو د ژوبلو په ويډيو او عکسونو جوړولو د طبى عملې پام بل لورى ته اړولو او تر دې چې دا هر څۀ د رنځورانو او ډاکټرانو له خوښې پرته وکړے شول ـ هغۀ ووئيل چې دا د ميډيا د استازو لخوا د کړمو سره د مخ کولو برابر وه ـ هغۀ زياته کړه :” د ټولو روغتونونو انتظاميې ته پکار دي چې د بيړنو حالاتو په مهال د ميډيا د خبريالانو هسپتالونو ته رسد محدود کړي ـ هغوي دې د خپلې اړتيا ترمخه د هر ډول معلوماتو ترلاسه کولو د پاره د هسپتال د انتظاميې له لورى لګولے شوى فوکل پرسن سره تماس ونيسي ـ” ميډيا د اوسنيو کلونو په مهال د ترهه ګرۍ د پيښو د غيرذمه وارانه کوريچ له امله ټکونو سره مخ ده ـ کله چې په هيواد کښې فطرى يا غيرفطرى تباهى راځى نو د ټيلى ويژن په پړدو د نامناسبه عکسونو درز وي او په اکثرو وختونو کښې د بم چاودنې نندارې نيغ په نيغه په سکرين ښودلے شي ـ د هسپتال انتظامى مشر شريف احمد خان وائى چې د ٢٠١٤ء د دسمبر په ١٦ مه د پيښور ليډى ريډنګ هسپتال ته د آرمى پبلک سکول د پيښې د راوړلے شوو ژوبلو ماشومانو ميډيا کوريج د غير اخلاقى رپورټنګ ستر مثال دے ـ شريف احمد را رايادولو ووئيل :” د ١٦م دسمبر په سپيره ورځ کۀ مونږ يو خوا ترهه ګرۍ ځپلو ته د طبى مرستې ورکولو ډيره سخته ذمه وارى ترسره کوله نو بلخوا د کيمره مينانو، فوټرګرافرانو او خبريالانو له امله ډيرو سختو ستونزو سره مخ وو ـ” هغۀ ووئيل چې د ميډيا استازو هغو ډاکټرانو سره د مرکو کولو هڅه هم وکړه چې بيخى سختو ژوبلو ځپلو ته ئې مرسته ورکوله ـ هغۀ ووئيل :” اکثرو وختونو کښې داسې هم وشوه چې هغوي د هسپتال په ټراما هال کښې د ژوبلو د عکسونو ويستلو د پاره د ډاکټرانو او نيم طبى عملې په يوخوا ته کولو سرپه قدرې ؤنۀ کړه ـ” د هسپتال د عملې ترمخه د ملاقات کوونکو په لاسو او مرۍ کښې جراثيم موجود وو چې د ځپلو د څرګندو زخمونو څخه د هغوي په بدن کښې داخليدے شول ـ هغۀ ووئيل چې ټراما هال کښې د ګڼې له امله د رنځورانو د حالت نور خرابيدو انديښنه پيدا شوه ـ د هغو ستونزو نه يو خوا ته کومې چې د ميډيا استاري د هسپتال د انتظاميې د پاره پيدا کوي ، د نيغ په نيغه کوريج له امله د ټى وى په پړدو د وينو لتاړ مړو کتوونکو باندې ژورې نفسياتى اغيزې کيږي ـ پيښور سره اړوند قانون دان عنايت الرحمان وائى:” دا د کوم ويرونکى فلم په رنګ ده خو فرق يوازې دا دے چې دا په رښتياؤ اډاڼه وى چې له امله ئې خلق او په خاص توګه ماشومان د بيخى زياتو منفى اغيزو لاندې راځي ـ” د پيښورد شهيد ې بے نظيربهټو يونيورسټۍ پخوانۍ وائس چانسلره او سينئرکلينيکل سائيکالوجسټ ډاکټرسيده فرحانه جهانګير، د عنايت الرحان دريځ سره متفق ده ، هغه وائى :” خلق په سکول د ترهه ګرۍ د ترسره شوى بريد څخه دريو اوونيو پورې د کورونو نه بهر راؤنۀ وتل ـ” هغې زياته کړه چې ماشومانو د زړۀ بوګنوونکى عکسونه وکتل د کومو چې د هغوي په ذهنونو د اوږدې مودې نفسياتى اثرات پريوتل ـ ډاکټرفرحانه جهانګير وائى چې دا شان عکسونو او فوټو ګراف کتلو سره په ماشومانو کښې فکرمندى، ذهنى دباؤ او د حفاظت د نشتوالى احساس پيدا کيږي ـ هغې ووئيل:” دا د غم له امله رامنځته کيدونکے ذهنى دباؤ ؤ ، د کوم خفګان له امله په مغزو شوې اغيزې د ټول عمرى بڼې وي ـ” د کيپيټل ټى وى نيوز ډائريکټر ناصر ملک وائى چې دا يو حقيقت دے چې ټيلى ويژن د عکسونو څخه پرته نيمګړے دے ـ هغه وائى چې د ټى وى چينلو انتظاميه ځائى خبريالانو ته هسپتالونو کښې د ترهه ګرۍ د کومې پيښې د کوريج وينا کوى خو هغوي په خبريالانو دا زور نۀ راوړي چې هغوي دې ژوبلو سره مرکې وکړي ـ هغۀ ووئيل:” دې لړ کښې تصور کول هم ستونزمن دي ځکه چې داسې کول د نور خفګان لامل جوړيږى ـ” د دې بڼې د پيښو د کوريج د پاره د ميډيا د استازو په اړه د ضابطه اخلاق په تشکيل خبرې کولو سره هغۀ ووئيل: بالکل جى! زۀ دې دريځ سره متفق يم چې ټولو ټى وى چينلو او د هغې سينئرسټاف، چې پکښې نيوز ډائريکټران او نيوز کنټرولران شامل دي، ته ( د داسې ځايونو د کوريج) دې لړ کښې ډاګيزې پاليسى جوړول پکار دي ـ” ناصر ملک په دې باور لرى چې د دې بڼې اخلاقى ضابطې به د بيړنى نوعيت د حالاتو په مهال په هسپتالونو د ميډيا د الغو تلغو په مخنيوى کښې لاس مرسته وکړے شى ځکه چې دا به د ټولو ورځپاڼو او ټى وى چينلو ګډه ذمه وارى شى چې د هغوي خبريالان دې هسپتالونو او په داسې نورو ځايونو رش نۀ جوړوي ـ هغۀ ووئيل :” دې سره به د بريکنګ نيوز چلولو منډه هم له منځه لاړه شى ،چې له امله به ئې د ميډيا استازي د ژوبلو د پاره د کړمو سؤب نۀ ګرځي ـ” د عنايت الرحمان په نظر هسپتال کښې د تداوى لاندې کوم تن ټى وى فوټيج جوړول د هغۀ په ذاتى ژوند کښې د بې ځايه لاسوهنې برابر ده کومه چې د آئين د آرټيکل ١٤ خلاف ورزى ده ـ هغۀ ووئيل :” زما خيال دے چې زمونږ ميډيا کتوونکو ته د زړۀ بوګنوونکو نندارو په ښودلو د هغوي د پاره د ذهنى تيرى لامل جوړيږى ـ هغوي بايد يوازې تر حقائقو او کره کتنې محدود وي ـ” پيښور سره تعلق لرونکى فوټوجرنلسټ عبدالمجيد ګورايه هسپتالونو بلکې په بيلابيلو ځايونو د ترهه ګرۍ د شوو پيښو کوريج هم کړے دے، هغه په ټراما هالونو او د هسپتالونو په وارډونو کښې د صحافيانو د شتون حمايت نۀ کوى چرته چې د رنځورانو علاج کيږى ـ هغۀ ووئيل :” ژوبلو ته په وخت د طبى مرستې ورکولو ضرورت وى او مونږ د خپلو درنو آلاتو سره د خرو په شان په هسپتالونو ورچپه کيږو ـ” د ناصر ملک په رنګ هغۀ هم د ګډې کړنلارې ټاکنې تجويز ورکړو چې دا شان د بريکنګ نيوز او نيوز وائر د پاره تر ټولو وړاندې د عکسونو ويستلو د منډې مخه ونيولے شى ـ عبدالمجيد ګورايه ووئيل :” زۀ په ذاتى توګه د کوريج د پاره روغتونونو ته تلل نۀ غواړم ځکه چې روغتونونو کښې مونږ د خلقو د ژوند په سودا عسکونه اوباسو ـ” FacebookXPinterestWhatsApp Ghulam Dastageer Previous articleوفاقی دارالحکومت میں گیس کی قلت کے باعث شہریوں کی مشکلات میں اضافہNext articleسندهـ ته د کډوالو بې دريغه راتګ ، په ځائى خلقو د ويرې غږ خور کړو RELATED ARTICLES Pashto Stories عمران خان به ۲۵ فبروري روغتون ته لېږدول کېږي Pashto Stories په کی پی کے کې د دريمې جندر خلاف تبعيض توپير Pashto Stories په شمالي وزيريستان کې،ځايي خلک د وحشيانو خنزيرونو له لاسه خپل خوبونه ورکوي Pashto Stories يواځې کور : په خيبر پختون خواه او بلوچستان کې د کورني تاوتريخوالي سر غړونه د قوانينو نشتوالی LEAVE A REPLY Cancel reply Comment: Please enter your comment! Name:* Please enter your name here Email:* You have entered an incorrect email address! Please enter your email address here Website: Save my name, email, and website in this browser for the next time I comment. Must Read Lahore Tops Global Pollution List at AQI 329 as Purifier Sales Diverge Uncategorized Speakers urge fair trials, judicial reform on World Day Against the Death Penalty Uncategorized عمران خان کي 25 فيبروريءَ تي اسپتال موڪليو ويندو Sindhi Stories عمران خان به ۲۵ فبروري روغتون ته لېږدول کېږي Pashto Stories Imran Khan to be shifted to hospital on February 25 English News