کراچۍ ( شوکت کورائى ) د ٤٠ کالو فرحان احمد هر سحر کار له د تللو په ځائے د خپلې څلور غړو د کورنۍ د پاره اوبۀ راوړى ځکه چې هغۀ سره دا وېره وى چې د هغۀ دوه واړۀ بچي به د بيخى سختې ګرمۍ له کبله د اوبو د کمى ښکار شي ـ هغوئ د پاکستان تر ټولو لوے ښار کراچۍ کښې د سمندر د غاړې کچه ابادۍ کښې اوسيږي ـ فرحان احمد اکثر کار له ناوخته ځى ځکه چې هغۀ ته خپلې کورنۍ د پاره اوبۀ راؤړل وى ـ
کراچۍ د ګرمۍ د بيخى سختې لړۍ او اوبو کمى سره مخامخ ده ـ فرحان احمد په ابراهيم حيدرى کښې اوسېږى ، دا د ښار تر ټولو زياته پخوانۍ ابادى ده ، په سيمه کښې د څښلو اوبۀ نشته او اړوند سرکارى محکمه د پائپونو په ذريعه د اوبو ورکړه نۀ کوى، کومه چې دا دعوه کوى چې دا سيمه د ښار د مرکز نه ډېره لرې ده او د هغوي په رېکارډ کښې رجسټرډ هم نۀ ده ـ د دې سيمې په د سمندر د غاړې نورو اباديو ته هم د اوړى په موسم کښې د څښلو تر پاکو اوبو موجودې نۀ وى او د اوبو قلت سره ورته مخامخ کېدل وى ـ
تېره هفته د کچه ابادۍ د اوسېدونکو يو لوے شمېر په بيخى سخته ګرمۍ کښې د اوبو د قلت په ضد احتجاج کولو د پاره کوڅو ته راووتو ـ په مظاهره چيانو کښې د ښځو او ماشومانو يو لوے شمېر هم شامل وۀ ـ يو سماجى کارمند کمال شاه ووئيل :” په سيمه کښې د اوبۀ د کمى خلاف مظاهرې عام دي ـ “د سندهـ اسمبلۍ غړى شفيع محمد جاموټ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا سيمه د نسلى تعصب له کبله د اوبو کمى سره مخ ده ـ د اوبو د ورکړے ذمه وار واکمن تعصبى دي او هغوئ د سمندر په غاړه اباد خلق يوازې د نسلى پس منظر له کبله نظر انداز کړي دي ـ هغۀ ووئيل :” د تېرو وختونو حکومتونو د نسلى تعصب په وجه دا سيمه نظر انداز کړې ده ـ”
کراچۍ کښې د اوبو د قلت له کبله تر ټولو زياتې غريبې ښځې او ماشومان ځپلې شي، او په دوئ کښې هم لوے شمېر د هغوئ دے چې په پسمانده سيمو کښې اوسيږي ـ د اوبو هم د دې قلت په وجه ٢٠١٥ء کښې کراچۍ کښې د ګرمۍ د چپې له کبله دې پسمانده سيمو کښې ډېر خلق د مرګ غېږ ته ورغلي وو ـ
٢٠١٥ء کښې کراچۍ کښې د اوړى د موسم په دوران د ګرمۍ په بيخى سخته لړۍ کښې دريو ورځو کښې ١٣ سوه کسان مړۀ شوي وو ـ سمندرى هواګانو نۀ چلېدو او د اوبو بيخى سخت کمى دا تباهى نوره زياته کړه ـ
د کراچۍ د تر ټولو لوے سرکارى هسپتال جناح پوسټ ګريجوېټ ميډيکل سنټر ايګزيکټو ډائرېکټر ډاکټر سيمى جمالى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هسپتال ته په وړومبۍ ورځ هم د هيټ سټروک ځپلي ٢٥٠ رنځوران راوړے شول ـ ٢٠١٥ء کښې په ښاره کښې د ګرمۍ د ډېرې سختې چپې په دوران د ١٠ زرو رنځورانو علاج وکړے شو ـ “
کراچۍ يوه اوچه سيمه ده او دا د انډس ايکو ريجن نه ډېره لرې ده د څۀ له کبله چې دا د اوبو کمى سره مخ ده ـ کراچۍ کښې د ابراهيم حېدرى په څير ١٦٦ ابادۍ داسې دي چې د ښار د ١٢٩ کلوميټر اوږدې سحالى پټۍ په غاړه ميشتۀ دي کومې چې د څښلو د پاکو اوبو پورې رسد نۀ لري ـ د اوبو د ټېنکرو مالکان دې علاقو ته کاروبارى بينادونو باندې اوبۀ ورکوي ولې د ابادۍ اکثريت د بيلابيلو ځايونو نه اوبۀ راؤړى او هغه زخيره کوى ـ
د اورنګى پائلټ پراجيکټ له خوا ٢٠١٤ء کښې د شوې څېړنې نه دا په ډاګه شوې ده چې د کراچۍ د وروستو پاتې سيمو ٧٠ لکه ابادى د څښلو اوبو ته رسد نۀ لرى ـ
کراچى واټر اينډ سيوريج بورډ په کراچۍ کښې کار کوونکې يوازينۍ محکمه ده چې د ښار دوه کروړه ابادۍ ته د څښلو اوبۀ ورکوي ، د هغې د وېب سائټ ترمخه د ښار د ضرورتونو د پاره روزانه د ١١ ملين ګېلن اوبو ضرورت دے ولې يوازې هم پينځۀ سوه ملين ګېلنه اوبۀ شتون لرى چې د ښار د نيمې ابادۍ د پاره هم ناپوره دي ـ
د کراچۍ کمشنر او د کراچۍ واټر اينډ سيوريج بورډ مشر سيد آصف حېدر شاه وائي :” مونږ د ګرمۍ د چپې په دوران د څښلو د اوبو د ورکړے د پاره ټول ښار کښې ځانګړى انتظامات کړي دي او د ګرمۍ چپې ځپلو ته د طبى مرستې ورکولو د پاره مو ١٧١ فرسټ رسپانس سنټرې جوړې کړې دي ـ “
خو ولې د سندهـ د صوبائى حکومت واکمن، د چا چې دارالحکومت کراچۍ دے، دې وېنا سره ځان د ذمه وارۍ څخه خلاص بولي چې اوبۀ د سره شتون نۀ لرى د کوم له کبله چې دې سيمو ته د اوبو ورکړه نۀ شى کولے ـ
د کوسټل ډويلپمنټ اتهارټى سندهـ وزير ډاکټر سکندر على ميندهرو وائي :” د تېرو کلونو په دوران د لږو بارانونو ورېدو له وجې تالاؤنه په پوره شان ډک نۀ شول، دا هغه بينادى وجه ده د کومې په بنياد چې کراچۍ ته مناسب مقدار کښې اوبۀ نه ترلاسه کيږى ـ دې د پاره چې مونږ د ښار ساحلى ابادى ته د اوبو د ورکړے نه پاتې يوو ولې بيا هم راتلونکو ورځو کښې د ګرمۍ د سختې چپې د اندېښنې په رڼا کښې مو دې سيمو ته د اوبو ورکړه يقينى کړې ده ـ “
د کراچى وائر اينډ سيوريج بورډ منيجنګ ډائريکټر مصباح الدين فريد، څوک چې د خبر خپرېدو نه پس د ذاتى لاملونو په سؤب مستعفى شو، ووئيل :” د اوبو د مقدار ناپوره کېدو له وجې د ښاره ټولو سيمو ته د اوبو ورکړه ممکنه نۀ ده ـ ښار د څښلو ٥٠ سلنه اوبو قلت سره مخ دے او د ابادۍ په شرح کښې د زياتوالى راتللو له کبله دا شرح هم زياتېږى ـ کراچى واټر اينډ سيوريج بورډ فى الحال ساحلى سيمو ته د اوبو ورکولو په بابله څۀ منصوبه جوړه نۀ کړے شوه ـ “
هغۀ زياته کړه چې د سندهـ حکومت د ښار د پاره کے ٤ منصوبه پېل کړې ده د کومې لاندې چې هره ورځ ٦٥٠ ملين اوبۀ ورکولے شي ـ دا منصوبه به په دريو مرحلو کښې ترسره کيږى چې په وړمبۍ مرحله به ئې تر ٢٠١٨ء کار پوره شى ـ
د کراچۍ د سمندر د غاړې په اباديانو کښې او اوسېدونکو خلقو اکثريت په مچى مارانو مشتمل دے ـ د هغوئ د حقونو د پاره د کار کوونکى غير سرکارى تنظيم پاکستان فشر فوک فورم صدر محمد على شاه وائي :” دا سيمه د تېرو څو لسيزو راسې د اوبو د بيخى سخت کمى سره مخ ده ـ د اوړى د موسم په دوران د ګرمۍ د چپې له کبله د هغوئ ستونزې زياتيږي ـ زمونږ ادارې وخت په وخت اړونده ادارو سره رابطه وکړه، خلقو احتجاج وکړو خو واکمنانو د نۀ پاملرنې څرګندونه وکړه او مثبت ردعمل ئې ښکاره نۀ کړو ـ “
هغۀ زياته کړه :” د سمندر د غاړې پټۍ سره د جوړو اباديو اوسېدونکي ٢٠مه پېړۍ کښې د څښلو د پاکو اوبو د اسانۍ څخه بې برخې پاتې شول او دا رجحان په ٢١مه پېړۍ کښې هم دوام لرى ـ دې کښې د هېڅ شک شبهې څۀ ګنجائش نشته چې کراچۍ د اوبو کمى سره مخ ده خو ولې دا سيمې د دې د اوسېدونکو د نسلى پس منظر له کبله هم نظر انداز کړے شوې دي ـ ”