لاهور ( دردانه نجم ) د زمان محسود د پاره درېم نومبر د معمول يوه ورځ وه چې له دې حقيقته خبر وۀ چې هغه د تحريک طالبان پاکستان په پام کښې دے ـ

زمان د کور نه خپله سيمه کښې د بشرى حقونو په خلاف ورزيو يو خبر باندې کار کولو د پاره روان شو ـ هغه چې کله د خپلې علاقې د فوځى چيک پوسټ نه لږ وړاندې لاړو او د ډبرا مهاجر کېمپ ټانک سيمې ته ورننوتو نو نامعلومو وسله والو کسان په هغۀ ډزې وکړې، هغه پينځۀ ډزه ولګېدو ـ دا ټول تفصيلات د زمان محسود ورور اسلم محسود په ګوته کړل ـ

زمان هم يوه ورځ مخکښې په دويم نومبر د خپلو ملګريو پشمول د صحافيانو په ضد له مواخذې پرته د جرمونه کوونکو خلاف نړيواله ورځ نمانځلې وه ـ هغه تر دغه وخته خبر نۀ وۀ چې هغه به هم يو داسې هېواد کښې د خبرو اترو موضوع وګرځى چرته چې د رياست يا مېډيا د ادارو له خوا ډېر کم کوز تحفظ کولے شى ـ د هغۀ د وژنې ذمه وارى تحريک طالبان پاکستان ( سيف الله ګروپ ) په ځان ومنله ـ

زمان محسود د ټرائبل يونين آف جرنلسټس د سويلى وزيرستان څانګې د صدر او ستر سېکتر په توګه خدمات ترسره کړي وو او په دغه ورځو کښې ئې د اردو د ورځپاڼې روزنامه امت او پاکستان کښې د بشرى حقونو د کمېشن د پاره کار کولو ـ

کميټى ټو پروټيکټ جرنلسټس ٢٠١٥ء کښې د مواخذې د نړيوال انډيکس ترمخه پاکستان د هغو هېوادونو په لړليک کښې نهم نمبر باندې دے چرته چې نۀ خو د صحافيانو قاتلان ونيولے شول او نۀ هم هغوئ ته د څۀ قسمه سزاګانې ورکړے شوې ـ

پوهان دا دريځ څرګندوي چې ملزمانو ته د سزاګانو نۀ ورکولو له کبله د صحافيانو په ضد نۀ يوازې زور زياتى کښې زياتوالے راځى بلکې د خبرو د ازادۍ د دښمنانو ډاډګيرنه هم ورسره کيږي ـ

انټرنيشنل فېډريشن آف جرنلسټس ٢٠١٤ء کښې پاکستان د صحافيانو د پاره ډېر زيات خطرناک ملک ګرځولے وۀ ـ

پاکستان سره اړوند د يو غيرسرکارى تنظيم پاکستان پريس فاؤنډېشن له خوا د شوې څېړنې ترمخه د ٢٠٠١ء نه تر اوسه ٧١ صحافيانو او د مېډيا کارمندانو د خپلو پېشه ورو چارو ترسره کولو په مهال د خپل ژوند څڅه لاس وينځلي دي چې پکښې ٤٧ په هدفى وژنو کښې مړۀ شول ـ

د هدفى وژنو په څو ډېرو اهمو پېښو کښې يو په جنورى ٢٠١١ء کراچۍ کښې د ٢٨ کالو د رپورټر ولى خان بابر قتل هم وۀ ـ جون ٢٠١١ء کښې اسلام آباد کښې سليم شهزاد د مړېنې په حالت کښې وموندلے شو ـ اپريل ٢٠١٤ء کښې په حامد مير مرګونې حمله وشوه ـ

اسلم محسود نيو لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پوليس د سيمه نه څو ګواهان په ولقه کښې واخستل ولې د هغې څۀ نتيجه رامنځته نۀ شوه ـ هغۀ ووئيل :” مونږ پوليس سره رابطه کښې يوو څوک چې د مجرمانو پېژندګلو کولو کښې تر اوسه ناکامه شوي دي ـ ” نيوز لينز پاکستان چې کله ډسټرکټ پوليس افسر رسول شاه سره رابطه وکړه نو هغۀ ووئيل چې تر اوسه د هيچا نيول په عمل کښې رانغلل او هغۀ باورى نۀ دے چې نزدې راتلونکى وخت کښې به څوک ونيولے شى ـ هغۀ د دې وېرې څرګندونه هم وکړه چې ممکنه ده قاتل سويلى وزيرستان ته تښتېدلے وى، دا قبائلى سيمې ټانک سره پېوست ده او د پاکستان د پوليس په حدوونو کښې نۀ راځى ـ

د زمان محسود د وژنې مقدمه د ترهه ګرۍ د مخنيوى د ايکټ لاندې درج کړے شوې ده ـ نيوز لينز پاکستان د ترهه ګرۍ د مخنيوى د محکمې د ټانک سپرنټنډنټ پوليس نور محمد سره رابطه وکړه چا چې ووئيل چې د هغوئ محکمې ته د مقدمې په اړه هداياتو باندې اډاڼه څۀ فائل ترلاسه شوے نۀ دے د کوم له کبله چې هغوئ په دې بابله تفتيش پيل نۀ کړو ـ

نيوز لينز پاکستان سره د پوليس په رويه خبرو اترو کښې د فرنټيئر پوسټ اخبار چيف ايډيټر رحمت شاه افريدى ووئيل چې حکومت اولس ته تحفظ ورکولو کښې بيخى ناکامه شوے دے او خلق تر اوسه کراچۍ او د ملک نورو برخو کښې بې رحمۍ سره وژلے شى ـ

هغۀ زياته کړه ـ ” پوليس تربيت يافته دي او نۀ ورسره جديدې وسلې شته يا په خپلواکه ډول د مقدمو د تفتيش کولو وړتيا نۀ لرى د کوم په سؤب چې عدالتى کارروائۍ متاثره کيږي ـ د حکومت له لورى څو اخبارونو او ټى وى چېنلو ته د حفاظت د پاره سکيورټى ضرور ورکړے شوې ده ـ”

د رپورټرز ودآؤټ بارډرز پاکستان کښې د خبريال اقبال خټک وېنا وه د سزاګانو د نۀ ورکولو د کلچر له کبله د جرمونه کوونکو عناصرو په اسانه د صحافيانو نخښه کولو يا وژلو په حقله ډاډګيرنه کيږى ـ هغۀ ووئيل چې د ٢٠٠٢ء نه تر اوسه خواؤشا سل صحافيان وژلي شوي دي چې پکښې يوازې د ډينئل پرل او ولى خان بابر د وژلو د مقدمو عدالتى کارروائى وشوه ـ

هغۀ زياته کړه چې د تاؤ تريخوالى په سيمو لکه خيبرپښتونخوا، بلوچستان او قبائلى سيمو کښې د پېشه ورو خدماتو ترسره کوونکي صحافيان په خپل اړخيزه توګه د سنسرشپ لورى ته پام راګرځوي ـ

د اقبال خټک وېنا وه :” صحافيان خپلو ځانونو ته د ورپېښو خطرو له کبله خبرونه پټ ساتي ـ د خپل اړخيزه سنسرشپ روايت د خبرو د ازادۍ ضد دے د کوم ټاکنه چې يوې جمهورى ټولنې ته پخپله کول وى ـ کله چې يو صحافى د غېر رياستى يا رياستى عناصرو د وېرې له کبله خبرونه نۀ شى ورکولے نو هغه صورت کښې د خبرونو له لارې د مېډيا د سماجى واچ ډاګ په کردار ترسره کولو سواليه نخښه جوړيږى ـ “

د لدها پريس کلب پخوانى صدر فاروق محسود نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د قومى اېکشن پلان د نافذېدو نه وروستو اليکټرانک او پرنټ مېډيا باندې د کالعدم تنظيمونو په کوريج بندېز لګولے شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې د صحافيانو ژوند ته ورپېښې خطرې اوس نورې زياتې شوې دي ځکه چې د کالعدم تنظيمونو په خيال اولس ته د فوځى عملياتو په دوران د هغوئ د هلو ځلو په اړه د خبرتيا ورکولو د هغوئ د حق خلاف ورزى کيږي ـ

د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس پخوانى صدر مظهر عباس په دې بندېز نيوکې کولو سره ووئيل چې هر کله چې د کالعدم تنظيمونو په کورېج بندېز لګولے شى نو د صحافيانو ژوند په داؤ اېښودے شى ـ هغۀ زياته کړه چې کله چې بلوچستان هائى کورټ د مېډيا په ادارو د کالعدم تنظيمونو د خبرونو خورولو يا چاپ کولو باندې بندېز ولګولو نو هرې کومې ادارې په دې پرېکړه هم ډېر په ګرانه عمل درآمد وکړو ـ رښتيا خو دا دي چې د صحافيانو لوے شمېر د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالتونو کښې مقدمو سره مخ شول ـ هغۀ دليل وړاندې کړو چې د هغوئ د پاره په جيل کښې په ولاړه وخت تېرول د مرګ نه ښۀ دے ـ مظهر عباس په دې خبره زور راؤړو چې د داسې کوم بندېز لګولو نه مخکښې د حکومت او د مېډيا د ادارو د مالکانو دا ذمه وارى وه چې صحافيانو ته ئې تحفظ ورکړے وے ـ

هغۀ د ملک د عدالتى نظام د وړتيا په نۀ لرلو خبرو اترو کښې د افسوس څرګندونه وکړه او د مېډيا په مالکانو ټکونو کولو سره هغوئ ئې موقع پرست وګرځول ـ هغۀ ووئيل چې د صحافيانو تنخاګانې د هغوئ ژوند او پېشې ته ورپېښو خطرو سره سمون نۀ خوري ـ

د مظهر عباس وړاندې وېنا وه :” فساد ځپلو سيمو لکه فاټا، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کښې کار کوونکي صحافيان په يو وخت د دريو نه څلورو ادارو سره تړلي وي چې ورسره يو خوا خو د هغوئ د کار په معيار بد اثر پرېوځى او بل خوا خطرې زياتيږى ـ”

د کميټى ټو پروټيکټ جرنلسټس د بورډ غړې کيټى مارټن وزيراعظم نواز شريف سره صحافيانو باندې د کېدونکى زور زياتى روا ساتلو په حقله نزدې رابطه کښې پاتې شوې ده ـ د هغې له خوا د قطر يوې نيوز ايجنسۍ ته د ورکړے شوې انټرويو ترمخه د هغوئ تنظيم د خطونو، بلاګس او نورو ذريعو د لارې په نواز حکومت ” مناسب دباؤ ” برقرار ساتلے دے ـ خو ولې هغې ووئيل چې د صحافيانو د قاتلانو د قانون منګولو ته راوستلو د پاره څۀ سنجيده هڅه ونۀ کړے شوه ـ د اطلاعاتو وفاقى وزير پرويز رشيد نيوز لينز سره د هغو ګامونو په حقله خبرې اترې وکړې چې د هغوئ حکومت د صحافيانو د خونديتوب د پاره پورته کړي دي ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ نۀ يوازې د ځانګړى پراسيکيوټرز ټاکنه په عمل کښې راوستلې ده بلکې د يو هاټ لائن قائمولو نه علاوه مو د ګواهانو د تحفظ د پاره يو ځانګړے نظام هم جوړ کړے دے چې دا شان د ولى بابر په مقدمه کښې چې څۀ وشول، هغه ونۀ شى چې ټول ١١ ګواهان ئې وژلي شوي دي ـ “

خو ولې کله چې نيوز لينز پاکستان د اطلاعاتو د وفاقى وزير پرويز رشيد نه د حامد مير کميشن د رپورټ په اړه پوښتنه وکړه نو هغۀ بال د ججانو کورټ ته ورلړه کړو ـ

نوميالى صحافى حامد مير، چې پخپله مرګونې حمله کښې بچ شوے وۀ، د زمان محسود په وژنه ردعمل ښکاره کولو کښې ووئيل چې د ١٨م آئينى بدلون نه پس دا د صوبائى حکومت ( دې معامله کښې خيبرپښتونخوا حکومت ) ذمه وارى ده چې هغه خپله سيمه کښې پېشه ورو خدمتونو ترسره کوونکو صحافياتو ته تحفظ ورکړى ـ ولې هغۀ ووئيل چې اسلام آباد د صحافيانو او ميډيا ادارو د پاره په پوره توګه خوندى دے ـ

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکرټرى عابد مجيد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حکومت د معاشى ستونزو ښکار صحافيانو د مالى مرستې د پاره ” جرنلسټ انډوومنټ فنډ خېبرپښتونخوا ” قائم کړے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ د پېشه ورو خدمتونو ترسره کوونکو صحافيانو په وژنه د هغوئ کورنۍ ته ١٠ لکه روپۍ د ازالې په ډول ورکوو ـ تر کومه چې د زمان محسود د قتل د معاملې تعلق دے نو په دې بابله د هغوئ د اړونده پريس کلب له خوا تر اوسه څۀ رابطه ونۀ کړے شوه ـ مونږ يو ضابطه عمل ټاکلے دے چې د وژلے شوى صحافى کورنۍ ته د مرستې د ورکړے درخواست به اړونده پريس کلب ورکوى ـ “

اخبار کښې د چاپ شوى يو رپورټ ترمخه نصير اعظم محسود او فاروق محسود په ترتيب سره د ډى آئى خان او سويلى وزيرستان څخه د طالبانو له لورى د ترلاسه شوو دړکو له کبله خپلې سيمې پرېښودې او اسلام آباد ته اوړېدلي دي ـ عسکريت خوښو شاه زمان تښتولے دے چې د لداح پريس کلب صدر هم دے ـ نصير اعظم او فاروق محسود ١٥-٢٠١٤ء کښې د نيوز لينز پاکستان د پاره کار کړے دے ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here