له قبائلى سيمو کډوالى، ځنګلونه شنۀ او سمسور شول: نوې څېړنه کښې انکشاف

0
4783

اسلام آباد ( رحمت محسود ) د يوې نوې څېړنې ترمخه د پاکستان بارانى قبائلى سيمې شنې او سمسورې شوې دي ځکه چې د فوځ او عسکريت خوښو ترمنځه د کيدونکو جګړو له کبله د سيمې نه د خلقو د ګډو کولو په سؤب ځنګلونه تازه شوي دي ـ

٢٠١٥ء کښې په ماحولياتو ترسره شوې يوې څېړنې څخه دا په ډاګه شوه چې د لرګيو وهوونکيو استونګنوالو په يو لوے شمېر کښې د کډو کولو له کبله د بيلا بيلاو ډولونو د ونو او بوټو افزائش کښې ٩٥ سلنه زياتوالے راغلے دے چې پکښې د زېتون، شاه بلوط، ګوګوا، ديودار او چلغوزو ونې او بوټي شامل دي ـ

د ماحولياتو د نوميالى ماهر ډاکټر لال بادشاه د ” د ونو تحفظ او ترهه ګرۍ په ضد د جنګ د سبزيو په کرونده اثرات” د سر ليک لاندې د تحقيقى مقالې نه دا معلومه شوه چې د ونو بيلا بيلو قسمونو کښې، په ځانګړې توګه هغو سيمو کښې د چرته نه چې ځائى خلقو د امنيتى ځواکونو او عسکريت خوښو ترمنځه د جګړو له کبله د هېواد د نورو علاقو لورى ته کډې کړې دي، په غېرمعمولى توګه ٩٥ سلنه زياتوالے راغلے دے ـ

د ذکر شوې څېړنې ترمخه سيمه کښې د تاؤتريخوالى نه وړاندې به ځائى ابادۍ لرګي نۀ يوازې کورونو بلکې کاروبارونو د پاره کارؤل ـ

له دې څېړنې دا پته هم ولګېده چې د کورنيو د کډو کولو سره رنګارنګ او ډول ډول ځنګلونو او سبزيو باندې ډېر زيات غوره اثرات پرېوتې دي ـ “

نيوز لينز پاکستان کامسيټس يونيورسټى اسلام آباد کښې پروفېسر او د ماحولونو ماهر ډاکټرخالد خان سره رابطه وکړه نو هغۀ ووئيل :” جى! څرګنده ده … د ابادۍ د نۀ شتون له کبله ځنګلونه شنۀ او خېرازه شوي دي ځکه چې اوس د هغې وهلو والا څوک نشته ـ ونې او بوټي هغه وخت فطرت ته زيات نزدې وي کله چې کوم انسان د هغې د سلامتيا د پاره خطرې نۀ راولاړوي ـ “

د هغۀ وېنا وه چې د ابادۍ کډوالى خو ارومرو يو اهم اړخ دے، د ځنګلونو خوندى کول هم دې صورت کښې يقينى کولے شى کله چې خلقو ته د ونو د يو خاص حد پورې د وهلو اجازه ترلاسه وى ـ

ډاکټر لال بادشاه ووئيل چې ٢٠٠٩ء کښې د عسکريت خوښو خلاف د عملياتو نه مخکښې بۀ ځائى ابادۍ د ځنګلونو نه ونې د کور او کاروبارى مقصدونو د پاره وهلې ـ

هغۀ زياته کړه چې ځنګلونه هغه وخت شاړ شول کله چې د ودانيو د مقصدونو په خاطر د ځنګلونو نه د لرګيو وهلو د پاره ټمبر مافيا د ونو وهل پيل کړل ـ

له دې څېړنې دا هم په ډاګه شوه چې د پاکستانى فوځ د طالبانو په ضد د کارروائۍ له کبله د ابادۍ د يو لوے شمېر د کډو کولو په سؤب ” سيمه کښې د سبزيو په کرونده مثبت اثرات پرېوتل ـ”

دې منطقې ته په لويه پېمانه د ترهه ګرو د لانچنګ پيډ په توګه کتلے شول چرته نه چې به نۀ يوازې پاکستان بلکې افغانستان کښې هم افغان او بهرنيو ځواکونو باندې حملې کېدې ـ

٢٠٠٩ء کښې د فوځ د طالبانو خلاف وړومبے فوځى اپريشن پيل شو نو ځائى ابادۍ په سمدستى ډول د ملک دننه کډې وکړې ـ

څېړنې څخه دا هم وبريښېده چې د ځائى خلقو د کډو کولو نه وړاندې ” د ٢٠٠٥ء نه ٢٠٠٨ء په دوران د ونو د مجموعى وهنې حجم خواؤشا ٨٣،٦١٩ ميټرک ټن پاتې وۀ او د ٢٠٠٩ء څخه ٢٠١٤ء په دوران دا شرح غورځېدو سره صفر شوه ـ “

ډاکټر لال بادشاه دا تجويز هم ورکړو چې د ځنګلونو محکمه دې د ځائى ابادۍ په خپلو سيمو کښې د بحالۍ نه وروستو هغوئ ته د يو ټاکلى حد پورې د ونو د وهلو اجازت ورکړى ـ

هغۀ زياته کړه :” يو ټاکلى حد پورې د ونو وهلو مطلب دا دے چې ځائى خلق دا له جرړؤ ونۀ باسى چې ورسره به د ځنګلونو په خېرازۍ او وده کښې لاس مرسته وشى ـ “

Pirghar-hills-in-South-Waziristan-2د لاهور يونيورسټۍ ګورنمنټ کالج سره اړوند يو بل د ماحولياتو ماهر او پروفېسر ډاکټر زمان شير ووئيل چې د سبزيو پاڼې په ماحول ښۀ اثرات غورځوي ـ هغۀ ووئيل :” د پاڼو ټولو سبزيو سره ماحول سپېځلے ساتلو کښې مرسته ترلاسه کيږى ـ “

يو قبائلى مشر نور نواز، د چا کورنۍ چې هم اوس اوس قبائلى سيمه کښې واپس ميشتۀ شوې ده، وائي :” جى بالکل! ځنګلونه شنۀ شوي دي او واښۀ په خېرازۍ دي ولې څنګه چې اوس د ځائى ابادۍ د بحالۍ عمل پيل شوے دے نو هغوئ د مخکښې نه د لرګيو سوزولو د پاره د ونو وهل شروع کړي دي ـ “

خو ډاکټر لال بادشاه وائي چې حکومت دې ته ضرورت لرى چې کومو کورنيو واپس قبائلى سيمو ته مخه کړې ده چې هغوئ ته د ونو د خونديتوب د پاره د ګيس او برېښنا اسانى د بدل خشاک په توګه ورکړي ـ

يو بل قبائلى محمد انور ووئيل چې ټمبر مافيا هم له وړاندې راسې د ونو وهل پيل کړي دي کومې چې ودانيو کښې د کارولو د پاره د هېواد بيلابيلو ښارونو ته لېږلے شي ـ

د ډاکټر لال بادشاه وېنا وه چې د اور بلولو په خاطر د لرګيو ترلاسه کولو د پاره د ځنګلونو وهل د کوم ډېر زيات زيان سؤب نۀ ګرځى ولې د هغې کاروبارى استعمال د منطقې په شاړولو د ځنګلونو د تباهۍ لامل جوړيږى ـ

ډاکټر لال بادشاه او د ماحولونو نورو پوهانو د وزيرستان د پيرګړهـ په غرونو کښې د سبزيو او ځائى نباتاتو په حقله څېړنه کړې ده ـ د پاکستان په بيلابيلو سيمو لکه مانسهره، صحرا ناره، چګهرزئى، چکوال، سوات او کوټلى، آزاد کشمير کښې په دې بابله څېړنه شوې ده ـ

سويلى وزيرستان کښې د ترهه ګرۍ په ضد د جنګ له کبله تر پينځو کالو د ځائى ابادۍ له خوا د ونو د نۀ وهلے کېدو له وجې اوس هر لورى ته سبزۍ خېرازه په نظر راځي ـ د جرړو بوټو، جهاړيو او ونو د بيلابيلو ځايونو نه په ترتيب

کواډريټ لاندې نمونې واخستې شوې ـ 2*10m2 او1*1m2, 2*4m2

نور دا چې ، په سماجى محاذ له دې څېړنې دا په ډاګه شوه چې قبائلى سيمو او سويلى وزيرستان کښې د روان ګډوډى له کبله تعليمى ادارې بندې شوې دي ـ

قبائلى سيمه کښې د فوځى عملياتو او طالبانائزيشن نه وړاندې به يو تن د کور کفيل وۀ او د هغۀ د کورنۍ ټولو غړيو به بس هم په هغۀ معاشى توګه باندې اډاڼه لرله ـ

ياده څېړنه کښې زياته کړے شوې ده چې د ملک دننه او خاصکر سويلى وزيرستان څخه د کډه کوونکو کورنيو غړيو اوس ټيکسى ډرائيورى، دوکاندارى او د امروزه څيزونو خرڅولو کاوربارونه شروع کړي دي ـ

د څېړنې ترمخه د کډو کولو نه وروستو د ځائى کورنيو مياشتنۍ ګټه وټه زياته شوې ده او ” د کډه کوونکې يوې کورنۍ مياشتنۍ ګټه وټه کۀ به د علاقې پرېښودو نه مخکښې اوسطاَ ١٥ زره روپۍ وه نو هغه ٦٠ زره روپۍ شوې ده ـ “

Post exodus Quercus forest in South Waziristan tribal region.
Post exodus Quercus forest in South Waziristan tribal region.

ذکر شوې څېړنه کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې د ونو ذخيرې تر پينځو کالو خوندى کړے شوې دي کومه چې په عمومى ډول د دې د تحفظ يوه مناسبه موده ده ـ

د سبزيو کرونده لوے حد پورې زياته شوه ـ د جهاړيو بوټو څخه ونې جوړې شوې دي، زيتون، بلوط او ګوګوا يو ځل بيا شنۀ او سمسور شوي دي ـ دې څېړنه کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې نباتاتى فلورا يو وارې بيا په شاړه زمکه راټوکېدلي دي او د وښو شين او خېرازه چمن شان خور شوے دے ـ ذکر شوې څېړنه له دې کبله د پينځو نه اوو کالو د پاره د ونو د خوندى کولو تجويز ورکوى د کوم نه وروستو چې قدرتى فلورا واپس راتلے شى ـ

ډاکټر لال بادشاه خپله خبره پوره کولو سره ووئيل :” د يو قام په توګه کۀ مونږ ځنګلونه خېرازه ساتوو نو دې سره به د ماحول پاک صفا ساتلو کښې لاس مرسته ترلاسه کيږى او په سېلاب او زمکې نړېدو باندې به ورسره قابو وموندے شى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here