اسلام آباد ( رحمت محسود ) حکومت ملک کښې د انتهاخوښۍ او زور زياتى د مخنيوى په خاطر د ټولو مدرسو د اکاؤنټونو د آډټ کولو په پاليسۍ عملدرآمد ته چمتو دے ـ
د مذهبى چارو وفاقى وزير سردار محمد يوسف نيوز لينز پاکستان سره لنډو ولې جامع خبرو اترو کښې ووئيل چې ټولې مدرسې به د خپل آډټ او نورو خرڅونو په حقله د رپورټ وړاندې کولو پابندې وې ـ خو ولې هغۀ ووئيل چې هغه د حکومت د آډټ کولو د طريقه کار په اړه د څۀ تفصيل ورکولو څخه پاتې دے ـ اولس کښې په عمومى توګه دا تاثر وده مومى چې د ټول ملک دننه د ترهه ګرۍ کېدونکو حملو کښې د ککړو ترهه ګرو تعلق په څۀ نا څۀ ډول مدرسو سره وى ـ سردار محمد يوسف دا هم ووئيل چې حکومت د مدرسو د آډټ کولو د پاره د طريقه کار او ضابطې د ټاکنې منصوبه بندى کوى چې دا شان د هغوي معاشى وسيلې خفيه پاتې نۀ شي او بل لورى ته د مذهبى مشرانو لخوا ” د دې پرېکړې خلاف د سخت مزاحمت ” په حقله خبردارے ورکولے شى ـ مدرسو يا د مسلمانانو مذهبى تعليمى ادارو کښې مسلمانان بچي د خطيب او يا د مذهبى مبلع جوړېدو د پاره داخله اخلي ولې د مدرسو زياتره طالبعلمان خپله تعليمى لړۍ نيمګړې پرېږدي ـ پېنډۍ کښې يوې مذهبى مدرسه کښې د سبق ښودلو ذمه وارۍ ترسره کوونکے ٤٨ کلن استاذ مولوى عباس شاه ويرې اخستے دے، هغه وائي :” دې ګام سره به وروستو پاتې سيمو د اړونده طالبعلمانو لوے شمېر متاثره شى ـ” هغۀ د دې ويرې څرګندونه هم وکړه چې د حکومت له خوا د مدرسو آډټ کېدو سره په دې کښې ځينې بندېدے هم شى ـ
ټول ملک کښې د مدرسو د يو لوے شمېر زور زياتى او انتهاخوښۍ ته د فراختيا ورکولو له کبله نګرانى کولے شى ـ مولوى عباس شاه ووئيل :” آرمى پبلک سکول کښې د شوى قتل عام له کبله حکومت باندې دا دباؤ زيات شو چې هغه دې په ټول هېواد د قائمو زرګونو مدرسو نګرانى وکړى ـ “
هغۀ زياته کړه :” د هغوئ په مدرسه کښې څلور استاذان خدمات ترسره کوي چې پکښې دوه ١٥زره روپۍ تنخواه اخلى ـ دوه استاذان د اسلامى فقهې ماهران دي او پاتې نور يوازې اسلاميات کښې ګريجويټ دي ـ “
مولوى عباس شاه ووئيل چې د هغوئ په مدرسه کښې ١٥٠ طالبعلمان تعليم کوي په کومو کښې چې ١٠٠ د ورځې په وختونو کښې تعليم کوي او پاتې نور ټول مدرسه کښې استوګنه کوي ـ د هغۀ وېنا وه :” دې زده کړه کوونکو ته د مدرسې د انتظاميې لخوا دوه وخته خوراک ورکولے شى ـ “
هغۀ ووئيل چې د مدرسې انتظاميه د جمعې د مونځ په دوران د خلقو نه چنده راغونډوي ” چې د ګټې وټې يوه لويه وسيله ده ـ” هغۀ پوښتنه وکړه چې هر کله کومه مدرسه د ترهه ګرو په مرسته کښې نېغ په نېغه ککړه نۀ ده نو بيا حکومت پکښې ولې د لاس وهنې هڅه کوى ؟

Wide view ofthe sprawling  Jamia Dar-ul-Uloom Waziristan in Wana
Wide view ofthe sprawling Jamia Dar-ul-Uloom Waziristan in Wana

پاکستان علما کونسل، د مذهبى مشرانو يو تنظيم دے، د دې لارښود مولانا طاهر اشرفى سره چې کله رابطه وکړے شوه نو هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ به د مدرسو په رجسټرېشن يا د هغې د حساب کتاب په لاره کښې هېڅ خنډ نۀ پېدا کوو ـ مونږ يوازې په دې خبره د فکرمندۍ ښکار يوو چې د مدرسو تقدس تالا ترغه نۀ شى ـ” خو هغۀ د مدرسو د تقدس څۀ وضاحت ونۀ کړو ـ
خو ولې ځينې خپلواکه تجزيه کار دا پېش ګوئى کوي چې د دې پرېکړې په ضد به مدرسو سره د اړوندو کسانو له خوا سخت رد عمل مخې ته راځى ـ
خپلواکه دفاعى او سياسى تجزيه کار ډاکټر حسن عسکرى رضوى ووئيل چې مذهبى مشران به ارومرو خپل رد عمل ښکاره کوي ځکه چې هغوئ دا ګڼي چې آډټ او احتساب د مدرسو په معاملو کښې د لاس وهنې برابر ده ـ
هغۀ زياته کړه :” زما خيال نۀ دے چې د مدرسو د انتهاخوښۍ په فراختيا کښې نېغ په نېغه څۀ کردار دے ولې مذهبى مدرسې ذهنونه جوړوي د کوم په سؤب چې د انتهاخوښو د پاره نرمى پېدا کيږى ـ”
هغۀ ووئيل چې حکومت ته پکار دي چې مدرسې رجسټرډ کړي چې دا شان دا معلومه شى چې دې کښې څوک زده کړه کوى يا دې کښې د سبق ښودلو ذمه وارۍ ترسره کوونکي استاذان څوک دي او د هغوئ د ګټې وټې وسيلې څۀ دي؟
ډاکټر حسن عسکرى رضوى زياته کړه چې حکومت وېرېدلے دے چې نور سياسى ګوندونه به ورسره د مدرسو د قانون دائره کښې د راوستلو په لړ کښې مرسته وکړى هم او کۀ نه ـ هغۀ تجزيه وکړه :” حکومت کښې د مدرسو خواخووږي هم شامل دي ـ د مدرسو رجسټريشن او د هغې په مرکزى دائره کښې رانغښتلو سره به ماحول کښې واقعى ښۀ والے راشى ـ”
خو ولې د مذهبى چارو وزير کومه ټاکلې نېټه ورنۀ کړه چې حکومت کله پورې په دې پرېکړه د عمل درآمد منصوبه جوړوى؟
ولې يوه مرکه کښې، ډاکټر مولوى تاج محمد، چې د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمه وزيرستان کښې تر ټولو لويه مدرسه جامع دارالعلوم چلوي، وائي :” زۀ په ذاتى توګه د مدرسو د احتساب حمايت کوم ـ مدرسو ته د آډټ په معامله مزاحمت کول نۀ دي پکار او هغوي دې د هر ډول خپله سپېځلتيا په ډاګه کړي ـ “
ډاکټر مولوى تاج محمد زياته کړه چې جامعه دارالعلوم وزيرستان کښې ١٧٥٠ طالبعلمان او طالبعلمانې تعليم ترلاسه کوي چې پکښې ١٢٠٠طالبعلمانې دي ـ د هلکانو او جينکو طالبعلمانو د پاره ځانله ځانله هاسټلې جوړې کړے شوې دي ـ هغۀ تفصيل ښودلو سره ووئيل چې د يو استاذ زيات نه زياته تنخواه ١٥ زره روپۍ ده او لږ تعليم يافته استاذ ته يوازې درې زره روپۍ د معاوضې په توګه ورکولے شى ـ
د مدرسې مياشتني خرڅونه خواؤشا ١٥ لکه روپۍ دي چې د زکواة او ميوؤ او سبزيو د باغونو د مالکانو له خوا د ورکړے کېدونکو چندو څخه پوره کولے شى ـ
د ډاکټر مولوى تاج محمد وړاندې وېنا وه :” د مدرسې د ګټې وټې يوازينۍ وسيله زکواة او سويلى وزيرستان د هېډ کوارټر وانا د سبزيو او مېوؤ د باغونو د مالکانو له لورى ورکړے کېدونکې نغدې چندې دي ـ د مدرسې له خوا هلکانو او جينکو طالبعلمانو او استاذانو ته دوه وخته ډوډۍ هم ورکولے شى ـ”
د اسلام آباد د انتظاميې او پوليس له خوا د رجسټرډ او غير رجسټرډ مدرسو د پېژندګلو کولو د پاره شوې يوه سروے کښې دا معلومه شوې ده چې يوازې اسلام آباد کښې ٤٠١ مدرسې کار کوي ـ
د دې سروے ترمخه د خواؤشا ١٦٠ مدرسو نه علاوه د ورځې په وختونو کښې د قرآن د تعليم ورکوونکو ٧٢ مرکزونو حکومت سره څۀ رېکارډ نشته ـ
د داخله وزارت يو افسر، د نوم نۀ څرګندولو په شرط ځکه چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نشته، نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” مونږ په آرمى پبلک سکول د حملې نه پس سمدستى د اسلام آباد انتظاميې او پوليس ته وفاقى دارالحکومت کښې د مدرسو د شمېر معلومولو د پاره د سروے کولو احکامات جارى کړي وو ـ “
د فيډرل ډائريکټوريټ آف ايجوکيشن د شمېر شمېرې نه دا برڅيره کيږى چې وفاقى دارالحکومت کښې د سرکارى سکولونو شمېر ٤٢٢ دے ـ
د سروے ترمخه دې مدرسو کښې د تعليم ترلاسه کوونکو طالبعلمانو ټول شمېر ٣١،٧٩٦ دے چې پکښې د ١٧،٤١٩ تعلق برغو ښارونو پېنډۍ او اسلام آباد سره دے او نور ١٤،٣٧٧ طالبعلمان فاټا، ازاد کشمير، ګلګت بلتستان او خېبرپښتونخوا سره اړوند دي ـ
د ذکر شوى افسر وېنا وه چې د قوانينو ترمخه د يوې مدرسې رجسټرډ کېدو د پاره دوه اړخيزه عمل څخه تېرېدل وى لکه چې هغه د يو غېر سرکارى تنظيم په توګه اسلام آباد انتظاميه کښې رجسټرډ وى او دويم، پاکستان مدرسه بورډ کښې د هغې رېکارډ ليکلے شوے وى، اخرى ذکر شوې اداره د مذهبى چارو د وزارت د انتظام لاندې کار کوى ـ
د پېنډۍ په يوه مدرسه کښې تعليم ترسره کوونکى د ١٥ کالو نور محمد ووئيل چې هغوئ بغير له معاوضې خوراک او ډوډۍ ترلاسه کوى او د ذاتى مد يا سرکارى سکول کښې داخله نۀ شى ترلاسه کولے ـ هغۀ پرېشانۍ سره ووئيل :” کۀ مدرسې بندولے شى نو زۀ باورى نۀ يم چې زما راتلونکے وخت به څۀ وى او په دغه صورت کښې به زۀ څۀ کوم ؟”
د نور محمد پلار د ٣٨ کالو بلال خان ووئيل :” هغۀ له دې کبله خپل زوئې په مدرسه کښې داخل کړو چې هغه د نجى سکولونو د درنو فيسونو ورکولو وس نۀ لرى ـ هغۀ پوښتنه وکړه :” ژوند ډېر ګران دے ـ زما پينځۀ بچي دي او ډېر په ګرانه دهغوئ پالنه کوم ـ زۀ څنګه په غوره توګه هغوئ د تعليم په کالى سينګارولے شم ؟”
مارچ ٢٠١٤ء کښې داخله وزير چودهرى نثارعلى خان پارليمان کښې وړومبۍ قومى انټرنل سکيورټى پاليسى وړاندې کړې وه چې مقصد ئې د حکومت له خوا ٢٢ زره مدرسې قانونى دائره کښې راوستل وو ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here