لاهور ( قاسم على ) ٥٠ کلنه بشيرا بى بى يوه کورنۍ ملازمه ده چې د معاش ذريعه ئې د کاغذ لفافې جوړؤل دي ـ د هغې خاوند پينځۀ کاله وړاندې په حق رسيدلے وۀ ـ بشيرا ټوله ورځ د زرو لفافو په جوړولو يوازې ٤٠ روپۍ ګټى ـ د هغې د پاره دا ډيره لويه جټکه وه کله چې هغې ته معلومه شوه چې هغه د تيرو څو مياشتو راسې د تپ دق په رنځ اخته شوې ده ـ

په مخ د اوښکو بهېدو سره بشيرا نيوز لينز پاکستان ته ووئيل ” زۀ د مرګ څخه نۀ ويرېږم ولې کوم څيز چې ما پريشانه کوى هغه زما علاج معالجه ده، ما سره د علاج د پاره پېسې نيشته او زۀ به د خپلو دارو درملو اخستو په ځائے د خپلو لوڼو پالنې ته ترجيح ورکوم ـ” خيچن او غېر صحت مند ماحول کښې د کار کولو له کبله د هغې ناروغى زياته شوې ده ـ څو مياشتې مخکښې د هغې يو خپله او کورنۍ ملازمه تهمينه د کېنسر په ښکار کېدو په حق رسېدلې وه ځکه چې هغې د خپل علاج خرڅونه نۀ شو زغملي ـ

پاکستان کښې مېرمنې د ابادۍ په نيمه برخه مشتمل دي ـ کومو ستونزو سره چې هغوئ مخامخ دي هغې ډېرې لانجمنې او سختې دي ـ ژوند د هغوئ د پاره د ستونزو مرکز جوړ شوے دے ـ ثمينې ووئيل کومه چې لاهور کښې يوه کورنۍ ملازمه ده ـ

د لاهور د خواؤشا سيمې دراوغه والا اوسېدونکې ثمينې نيوز لينز پاکستان ته د کورنيو ملازمانو د کړکېچن حالت په حقله وينا وکړه ـ هغې ووئيل چې د کارمندانو غير رسمى شعبه مقامى او ملکى معيشت کښې ډير زيات اهم کردار ترسره کوى ولې د خفګان خبره دا ده چې د دې شعبې د کارمندانو د پاره د صحت اسانۍ شتون نۀ لري ـ

ثمينې ووئيل چې ” زۀ چې کومه سيمه کښې مېشتۀ يم هلته جينکۍ او مېرمنې په عمومى توګه جامې، بېګونه او پېزار ګنډي او په جامو د سېلمه ستارې لګولو کار کوي چې دا شان دال ډوډۍ وګټلے شي، خو د کار نامناسب ماحول د هغوئ د پاره د سختو زيانونو سؤب ګرځى ـ لږه رڼا، تنګې کوټې، د صحت ناوړه آب وهوا، خيچن ماحول او کورنے دباؤ د هغوئ په ستونزو کښې زياتوالے راولي ـ”

ثمينه دې ستونزو او مصيبتونو سره مخ شوې يوازينۍ جينۍ نۀ ده ، د داسې مېرمنو په زرګونو مثالونه موجود دي کومې چې د ثمينې په شان ستونزو سره مخامخ دي ـ د دې ستونزو کړکېچن شکل د لاهور په خواؤشا کښې ليدے شى، چرته چې په لوے شمير کښې کورنى ملازمانې موجودې دي ـ د کور د امروزه کار روزګار نه علاوه دا مېرمنې د ډوډۍ ګټلو د پاره نور ډېر کارونه هم کوي ـ هغې زياته کړه چې ” زمونږ د قدامت خوښې ټولنې له کبله مېرمنې د زياتې مودې پورې د کور نه بهر نۀ شى پاتې کيدے ، ځکه نو هغوئ بس کور کښې د کار کولو د پاره ټولې ممکنه موقعې لټوي چې دا شان څۀ پېسې ټکې وګټلے شي ـ “

د لږ عمر کشور هم يوه کورنۍ ملازمه ده ـ نيوز لينز پاکستان سره مرکه کښې کشور ووئيل چې د زياتره کورنيو مېرمنو څۀ پېژندګلو نيشته ، هغوي د منظر نه پناه دي او د هغوئ خوارى او هڅې منلے هم نۀ شي ځکه چې د پاکستان په ټولنه کښې د سړو غلبه ده ـ” زمونږ د صحت ستونزې ډېرې سختې دي، د دې مسلو له کبله د يوې کورنۍ ملازمې اوسط عمر د عام تن په مقابله کښې نيم پاتې شوے دے ـ “

 

هغې زياته کړه چې ” په جامو د غمى ستارې لګولو په کار کښې مختلف کېميکلز کارولے شى د کومو په مرسته چې غمي په جامو لګولے شي، دا کېميکلز هوا زهرژنه کوى او د غمو لګول په وخت مېرمنې ملازمانې په دغه زهرژنه هوا کښې ساه اخلى او کله چې هغوي خپلو ماشوماته ته پۍ ورکوي او صورتحال نور هم خرابيږى ـ دا مېرمنې د بيلابيلو رنځونو لکه تپ دق، زيړے، د کونډو درد، د نظر کمزورى او سخت سر درد وغيره شکار کيږي ـ ” د هغې وېنا وه چې هغه ډېر افسوس وکړى کله چې سرکارى هسپتالونه او د ذاتى مد تنظيمونه هم د مصيبت په وخت مېرمنو ته اسانۍ نۀ ورکوي بلکې سترګې پرې پټوي ـ

د پاکستان په آئين کښې د اتلسم بدلون نه وروستو د کورنيو ملازمانو حقونه د وفاقى حکومت په ذمه شوي دي ـ ” مونږ ډېر زيات کوششونه کوو چې د کورنيو ملازمانو د پاره مناسبه پاليسى منظور کړے شى او پارليمان کښې په دې قانون سازى وکړے شى، ولې د دومره کلونو باوجود مونږ خپلو هڅو کښې کامياب نۀ شوو ـ ” ماريه کوکب ووئيل څوک چې ،هوم نيټ، کښې سينئر پرواګرام افسره ده ـ ( دا نيټ ورک په هغو تنظيمونو مشتمل دے چې د کورنيو ملازمانو د حقونو تسليمولو د پاره هلې ځلې کوي ) هغې ووئيل چې دا ډېره نامناسبه او عجيبه خبره ده چې حکومت دومره اهمه مسله ځنډوى ـ هر څو کۀ د کورنيو ملازمانو د سم شمېر په اړه هيڅ پته نيشته ځکه چې په دې معامله څۀ څېړنه او شمېر شمېره مرتب نۀ کړے شوه ولې د اندازو ترمخه د دوئ شمېر څو لکه دے ـ دا مېرمنې د صوبه په هره ضلع کښې کار کوي او دوئ ته هيڅ کوم قسم سماجى ګټې تر لاسه نۀ دي ـ دوئ ته په ځانګړى توګه د صحت د خيال ساتلو ضرورت دے او په اسانو شرطونو ورته قرضې هم پکار دي چې دا رنګ څۀ وړووکے شان کاروبار وکړے شى ـ

رابعه ياسين اسسټنټ ډائريکټر ويمن ډويلپمنټ ډيپارټمنټ پنجاب، ووئيل چې ” پنجاب حکومت د مېرمنو د ښيګړې او د هغوئ د پرمختګ د پاره يوه محکمه جوړه کړې ده چې نوم ئې ويمن ډويلپمنټ ډيپارټمنټ دے ـ هر څو کۀ دې محکمې ګڼې منصوبې پيل کړې دي ولې هغې سره د کورنيو ملازمانو د صحت بحران په حقله څۀ ښېګړه ونۀ شوه ـ” د هغې وېنا وه چې محکمې انټرنيشنل ليبر آرګنائزيشن سره په شريکه يو تربيتى پروګرام پيل کړے دے د کوم لاندې چې زرو کورنيو مېرمنو ملازمانو ته تربيت ورکولے شي ـ دې تربيت کښې د کور خيال ساتل، خوراک څښاک پخؤل او د ماشومانو او بوډهاګانو سنبالولو د پاره ځانګړے تربيت شامل دے ـ دا تربيتى پروګرام په ٣٦ورځو مشتمل دے او تربيت اخستونکې هرې مېرمنې ته د ټرنسپورټ د پاره ٣ زره روپۍ ورکولے شى ـ

د هغې وينا وه چې ” دا منصوبه لا اوس په ابتدائى او تجرباتى شکل کښې ده او مونږ به دا په راتلونکې مرحله کښې ټولې صوبې پورې فراختيا ورکوو ـ ٤٠٠ ميرمنو تربيت ترلاسه کړے دے او نورې ٢٠٠ مېرمنې تربيت ترلاسه کوى ـ د دې نه علاوه مونږ ، روزګار، بينک سکيم باندې هم کار کوو د کوم لاندې چې به دې مېرمنو ته قرضې ورکولے شي چې دا شان دوئ خپل کاروبار پخپله شروع کړے شى ـ ” مونږ يوه بله منصوبه د ملازمت پېشه ميرمنو د پاره د ډے کيئر سنټرز او هاسټلز جوړولو هم ده ولې د صحت د ستونزو هوارولو د پاره په هيڅ يوه لويه منصوبه دا وخت غور نۀ کيږى ـ هغې زياته کړه چې ” مونږ به راتلونکې مرحله کښې په دې غور کوو ـ “

پاکستان کښې د کورنۍ ملازم د مياشتے اوسط ګټه د ٣٠ نه ٤٠ پورې د امريکنى ډالرو برابر ده ـ د دومره لږ رقم د پاره ټوله کورنۍ هم د يو چت لاندې کار کوى ځکه چې هغوئ د معاش بله کومه ذريعه نۀ لري ـ بې وزلى ډېره زياته اهمه مسله ده ولې چې د کور د مشر ګټه دومره نۀ وى چې هغه ټول خرڅونه وزغملے شي ځکه نو مېرمنو ته هم لاس مرسته کول وي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here