د کانونو مزدوران د “تورې طلا” په لټون کښې ځان خطرو ته مخامخ کوي

0
4968

: Photo By News Lens Pakistan /

وحيد اوريا

کابل : د کار د انتهائى سختوالى او د حکومت د څارنې د نيشتوالى باوجود غريب مزدوران د پيسو ګټلو د پاره ډله-ډله د افغانستان د سکرو کانونو ته مخه کوي.

د سمنګان صوبې د سکرو د تيږو په شتمنې ضلع دره صوف کښې تنکي ځوانان د معدينياتو د مشرانو کارکوونکو په مقابله کښې خصوصى خوبيانې لري. د هندوکش په لمنو کښې پراته دغه د نریو سورنګونو ستره لړۍ کښې د سورې ژورتيا ۱.۷ کیلومټر پورې رسېږي. د سیمه ایزو خلقو په وينا هيڅوک باید ميانه ونه ولري تر څو بې له دې چې ځان کړوپ کړي، د ډبرو سکرو «تورې طلا» رګونو ته ورسېږي. د کان واکمن، یو شخصي سوداګر، د هسکو او تجربه کارو مزدورانو په مقابله کښې د ۱۳ کلن حسن په څېر کسان خوښوي.

چلاخه (بيلچه) په لاس او درې خرونه ورپسې، حسن په ورځ کښې تر ۱۲ بجو پورې کار کوى په هرو ۴۰ منټونو کښې حسن د کانونو د کندو نه د سکرو له تازه بار سره راوځي، د دغه کار په بدل کښې هغه په میاشت کښې ۱۱زره افغانۍ ګټي او ورباندې د ځان او خپلو څاروو ګزاره کوي.

د ملا ماتوونکي کار او د زړه سوي وړ تنخواه باوجود د قطبى افغانستان د سکرو په ۱۱ کانونو کښې چې په قطبى ختیز کښې تر بدخشان او په لويديز کښې د هرات د صوبې پورې غزيدلي، مزدوران د کړپېدلو، معذورانو او په کان کښې د خاورو د لاندې کېدو د خطرو سره مخ دي.

د نړیوالو اندازو ترمخه، افغانستان د سلو نه تر څلور سوه ملينو مټریک ټنه د لوړ حال سکرو کانونه لري، خو د لسیزو جګړو او بې غوریو له کبله ئې د کانونو سوري په نړۍ کښې تر ټولو خطرناک ګڼلے شي. حکومت د کانونو کنستلو ته ډېر لږ پام کوى او په دې ډول د معدينياتو متعلقه کسان پرېږدي چې له ډېرو ابتدائي لارو سکاره راوباسىي. په دغو کانونو کښې مرګ ژوبله، په بوږنوونکي توګه موجوديت لري.

د کان کنستونکى غلام نبي اوس اوس خپل څلور نارینه خپلوان د دره صوف د کان په یوه پېښه کښې په حق ورسيدل. دغه کان ۵۸ کاله عمر لري او د سمنګانو صوبې د مرکز نه ۱۵۶ کیلومټره لرې پروت دے.

د دره صوف کانونه د افغانستان د نورو کانونو په مقابله کښې ښه حالات لري او په سورنګونو کښې ئې د کلکو لرګیو قطارونه شته چې د کانونو د راغورزيدو مخه نیسي.

نبي وائي: «هر کال کم نه کم لس کسان په دغو کانونو کښې مري.»

له دې امله چې کانونه ميکانيزه شوي نه دي، کان کنستونکي د اوږدو وختونو د پاره داسې هوا راکاږي چې له کاربن ډآئى اکسائيډ نه ډکه وي.

د دره صوف د صحت عامه مشر خالد دانش وائې چې دغه شان هوا په انسان کښې د څرمنې ناروغي او د ساه ستونزې پیدا کوي.

د ده په وينا، د سيمې حکومت د صحت خدماتو ته د کان کنستونکو د رسائۍ د پاره ډېر لږ اقدامات ترسره کړي، خو بیا هم په کلینیکونو کښې ډېره ګڼه ګوڼه وي او کان کنستوونکي ورته نه شي رسېدلی.

دانش وائي، خلق د روايتى خنډونو له کبله په منظمه توګه کلینیکونو ته نه ځي، خو وائي د هنګامى پېښو د پاره د صحت کارکوونکي شپه او ورځ د سلو نه د زياتو ناروغانو علاج معالجه کوي.

سره له دې چې په دغو کانونو کښې کار کول د بخت ازمايل دي او د سیمې د چارواکو په خبره هره میاشت د دوو کسانو ژوند اخلي، مزدوران د تنخوا د ترلاسه کولو د پاره له سلګونو کیلومټرو لرو سیمو هلته ورځي.

په دې سیمې تکنیکي چېک نشته، چاودنې او اورلګېدنې په کښې مخې ته راځي، یو ځلې مزدورانو په تېروتنه اور ولګولو چې وژلو ئې ۱۵ کاله وخت واخستو.‌

په کانونو کښې ګڼ مزدوران د لرو پرتو کلیو غريبانان دي چې په میاشت کښې د ۱۵۰۰۰ افغانیو د ګټلو د پاره کار کوي.

هغه سکاره چې دوى ئې راباسي، د برېښنا پيدا کولو ځایونو، د خشاک، د اوسپنې د تنورونو او د خښتو جوړولو په بټیو کښې استعمالولے شي.

د دره صوف د کانونو یو کیلوګرام سکاره ۸۵۰۰ کالري ګراموالے پيدا کوي چې د هېواد دننه خرڅيږي او پاکستان ته هم ليږلے شي.

۲۰ کلن محمدرضا چې واده ئې نه دے کړے، له خپل کلي علاوالدین نه تر دره صوف پورې ۲۴ کنټې پخه لار وهي. هغه او دوه ملګري ئې څلور خره لري او د کان بهر په یوه غریبانه کوټه کښې اوسېږي.

که څه هم هغه د کان په سورنګونو کښې موجودې خطرې مني خو وائي د دغه کار نه بغير د غریبۍ بله لاره نه لري؛ ځکه د خپلې کورنۍ د خوراک څښاک يوازينے راوړونکے دے.

رضا وائي: «کله چې مونږ په دره کښې د کندو کنستلو پرېکړه وکړو نو د کار له خاونده طمع کوو چې مونږ ته داسې حفاظتي ستنې راکړي چې کان راباندې را ونه غورزيږى؛ خو که داسې هم ونه کړي، مونږ د خطرو باوجود بیا خپل کار مخ په وړاندې بوځوو.»

د دره صوف ۳۰۰ کانونه په شخصي ملکینو پورې اړه لري. سوداګر په عمومي توګه خواؤشا ۲۰۰ زره افغانې لګوي چې د کان یو نوے سورنګ پرانیزي او په خپله خوښه د منصوبې په نورو چارو کښې اضافي سرمايه کارى کوي.

د دره صوف د ناظم احمدعلي حسیني په وینا، سرمايه کار ۱۰۰۰۰ مزدوران په کار لګوي او ډېر سکاره د ګاډو په ډرائيورانو خرڅوي.

حکومت د دغو کانونو په اړه د «کار ورسره نه لرو» په څېر تګلاره لري. چارواکي د کانونو کار د قانون د نفاذ په ځائے یوازې له هغو ګاډو مالیه اخلي چې سکاره د سيمې نه منتقل کوي.

مخ په وده کار

۴۵ کلن اوزبک-توکمی غلام نبي د خپلو دوو زامنو سره د سلمان په نوم د یو سړي په کان کښې کار کوي.

نبي وائي چې د خپلې کورنۍ د شپږو مزدورانو او څلورو خرو په ذريعه په میاشت کښې تر ۸۰۰۰ ډالر ګټي.

د کان د نورو مزدورانو په شان، نبي هم د خپلو خرو ستاينه کوي، د کانونو خره چې په وښو پائي، په هرو څلورو ورځو کښې د یوې لارۍ په اندازه د سکرو بار وړي او د نورو عام خرو په مقابله کښې چې په بازار کښې خرڅېږي، نرخ ئې يو په څلور لوړ وي.

نبي وائي چې دغه ډول خر ۱۵زره افغانۍ بيعه لري او رانیول ئې یوازې هغه وخت ګټه کوي چې درې خرونه په ګډه په کار ولګولے شي.

د یوې لارۍ د بارولو په بدل کښې د نبي په څېر د کان مزدوران د سکرو د حالت سره سم ۱۶۰۰ تر ۲۳۰۰ افغانۍ اخلي.

حکومت ته د ۱۵۰۰ افغانیو د مالیې د ورکولو نه پس، ډرائيوران له درې ورځني سفر نه وروستو مزارشریف ته ځي او د هر ګاډى د بار په سر ۱۰ زره افغانۍ ګټه اخلي.

د حسني په خبره، په داسې حال کښې چې د بې روزګارۍ له امله په کانونو کښې کار کولو ته د خلقو لېوالتيا ډېرېږي، د مالیاتو د اخیستو کچ هم لوړیږي.

د فراخه سمګلينګ د موجودګۍ سره، سره د ۲۰۱۱ کال په مقابله کښې د کانونو په برخه کښې د افغان حکومت د مالیاتو کچ ۲۸ سلنه زیاته شوې ( ۱ ارب نه ۱،۷ اربو افغانیو ته لوړه شوې ده.))

خو د افغانستان د تورې طلا شتمني به د ډېرې مودې لپاره هم داسې په خپل سر پاتې نشي.

محمدرفیع رفیق، د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند افغانستان ټو ډۍ ته وئيلي چې د سمګلنګ او په کانونو کښې د ډېرو پېښو د راپورونو له کبله دغه وزارت د کانونو د ناقانونه کنستلوپه ضد په سختۍ کار پیل کړے دے.

د هغه په وينا، د دې نه وروستو د کار میکانیزم داسې دے چې مزدورانو ته د لنډې مودې پرمټ ورکولے شي، امنیتي ځواکونه په کار لګولے شي او عدالت به د ناقانونه چارو مخه بندوي.

سرچينه زياتوي چې د کار د تړون له مخې د مزدورانو د پاره باید د خوندېتوب ضرورى ګامونه په پام کښې ونيولے شي او د دې باوجود مزدوران باید د صحت اسانتیاوو او ښو مشینونو ته رسائى ولري.

رفیق وائي: «دا به د پيشه ورانه کان کنستلو شروع او د مرګ-ژوبلو پای وي.»

که څه هم د حکومت مداخلت به د سمګلنګ مخه ونيسي، خو د پيداوار کچ او د کار د ذمه واريو سمون ښائي په ادارو، زده کړو او ټيکنالوجۍ کښې بې له نړیوالې سرمايه کارۍ رامنځته نه شي.

د مارچ په میاشت کښې نړیوال بينک په خپل یو راپور کښې وړاندیز وکړو چې د سيمې د پيداوار په وسيلو کښې سرمايه کارى به د افغانستان له قدرتى شتمنیو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کار د موقعو پيدا کولو ور پرانیزي.

راپور وائې چې د دغه رنګ منصوبو نه بغير، د افغانستان د تورو سرو زرو راکنستل به د لسیزو د پاره هم دغسې د خطرې نه ډک او ستونزمن کار پاتي شي.

حسني وائي: «د کانونو او پټرولیم وزارت هر کال خواؤشا ۱،۵ ارب افغانۍ ګټه اخلي خو د خدماتو د سمون او د مرګ ژوبلې د کمولو د پاره ئې کار نه دے کړے. انجنئیرانو سره پکار دي چې صلاح مشورې وشي چې د کنستلو ځایونه محفوظ وي. دلته باید کلینیکونه وي چې ابتدائى خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي. دغه غريب خلق په هېڅ نه پوهیږي. دوئ یوازې کانونو ته ننوځې چې دا شان یو ټوک ډوډۍ وګټي، خو په پاى کښې د تيږو د غرونو لاندې خښېږي.»

دغه راپور د افغانستان ټو ډۍ لخوا تيار شوے

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here