پيښور: د قدرتى آفتونو ځپلي د ازالې په انتظار

0
4777

پيښور (وصال يوسفزئى) د ميوې ريړه لګوونکے شاه پور په هره دويمه ورځ د پيښور د ډپټى کمشنر دفتر ته مخه کوى چې دا شان حکومت چې د ازالې کومه وعده کړې ده چې هغه رقم ترلاسه کړے شى ـ هغۀ تر اوسه دې مد کښې يوازې هم ٥٠ زره روپې ترلاسه کړے دے ـ

شاه پور ووئيل :” زۀ چې کله هم د ډپټى کمشنر دفتر ته ځم نو کور ته د څۀ نوو وعدو سره راواپس کيږم چې د ازالې د پوره رقم د ورکړے په اړه وى ـ ما ته معلومه ده چې د دې حربو مقصد د ازالې د رقم په ورکړه کښې ځنډ اچول دي ـ”

په ٢٦ جولائى ٢٠١٥ء تباهى خورونکى طوفان د پيښور يوه لويه برخه او د دې په خواؤشا سيمو کښې سخته تباهى خوره کړې وه چې پکښې د شاه پور خان کورودانه او د هغې څلور بچي په حق رسيدلي وو ـ

شاه پور په ژړه غونى اواز ووئيل :” زما ميرمن او څلور بچي، په کومو کښې چې د لوے عمر ١٤ او د وړوکى عمر صرف څلور ورځې وۀ ، د دې بې رحمه طوفان او باران په نتيجه کښې په حق ورسيدل ـ ”

د موسمياتو د محکمې له لورى دا ” د محدود پيمانې سائيکلون ” وګرځولے شو چې پکښې د ښځو او ماشومانو پشمول ٤٥ کسان مړۀ او د ٢٠٠ نه زياته ژوبل شول ـ

د شاه پور د ورور هم دوه بچي د دريو کالو زوئ ياسين او د پينځو کلونو لور رخسانه په حق رسيدلي وو او اوس هغه هم د حکومت له خوا د ازالې د رقم ترلاسه کولو په طمع دے ـ

شاه پور ووئيل:” د خيبرپښتونخوا ګورنر او د صوبائى اسمبلۍ سپيکر د طوفان او باران ځپلو سيمو د دورې په دوران د تباه شوو کورونو د بيا ودانۍ او او د حق رسيدلو کسانو خپلوانو ته د دريو دريو لکو روپو د رقم د ازالې په توګه د ورکولو وعدې کړې وې ولې تر اوسه په هغې کومه يوه وعده هم پوره نۀ شوه ـ”

د خيبرپښتونخوا حکومت د ازالې د ورکړے د پاليسۍ ترمخه د حق رسيدلو کسانو وارثانو ته درې ، درې لکه روپۍ او ژوبلو ته يو ، يو لک روپۍ ازاله ورکول وو ـ دې سخت طوفان کښې تباه شوى د يوې کوټې کورونو د مرمت د پاره د يو لک روپو او د دوو کوټو د کورونو د مرمت د پاره د ٨٠ زره روپو د ازالې په توګه د ورکولو اعلان شوے وۀ ـ

د غير سرکارى تنظيم موومنټ فار سوشل ايکشن، هيومن رائټس و ليډر شپ چيف ايګزيکټيو افسر ظفر اقبال خټک نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغو ځپلو، چا چې صوبائى ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى يا نيچرل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى ته رسائى لرله، بې له څۀ خنډه د ازالې رقم ترلاسه کړو ـ په دې اړه سياسى اړيکې هم د انتهائى اهميت وړ ثابت شوې چې د ازالې د رقم د خستو اهل څوک دے ؟

ظفر اقبال خټک زياته کړه :” غريبې کورنۍ، چې سياسى تعلقات نۀ لري، د حکومت د بې غورۍ له کبله متاثره شوې دي او د چا چې سياسى اړيکې او تعلقات وو هغوئ نسبتاَ په اسانه له قانونى کږليچونو پرته د ازالې د رقم په ترلاسه کولو کښې بريالي شوي دي ـ “

هغۀ خبرتيا ورکړه چې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ د قانون سازانو د ځائى انتظاميې او وفاقى حکومت په ذريعه خپلو خپلوانو ته د ازالې د رقم په ورکړه کښې څرګند کردار پاتې شوے دے ـ

د ډيزاسټر مينجمنټ مشر ډپټى کمشنر پيښور نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې حق رسيدلو ٤٥ کسانو کښې د ٣١ کورنيو ته تر اوسه د ازالې رقم ورکړے شوے دے او د پاتې کسانو شناختى کارډونه صحيح نۀ دي چې له کبله ئې هغوئ ته د ازالې د رقم ورکړه ممکن نۀ ده ـ

هغۀ زياته کړه چې د تباه شوو پنګو د زيان د تهمينې لګولو او د ژوبلو د صحيح شمير معلوملو د پاره سروے کولے شى ـ د سروے ترسره کولو نه وروستو به د ازالې د رقم ورکړه کولے شى ـ

د پيښور ډپټى کمشنر نيوز لينز پاکستان د خبرتيا ورکړه چې حکومت به پيښور کښې د ميشتۀ افغان کډوالو په دې قدرتى آفت کښې د شوي زيان ازاله نۀ کوى ـ کۀ افغانان د نظر انداز کيدو يا معاشى مرستۀ نۀ ترلاسه کولو شکايت کوي نو دې لړ کښې مونږ ځواب ده نۀ يو ـ

د اطلاعاتو صوبائى وزير مشتاق احمد غنى ووئيل چې د سرکارى واکمنو له خوا د مرستې د ذاتى ګټو د پاره د کارولو رجحان شتون لرى ـ هغۀ ووئيل چې د هغوئ حکومت د دې اخلاقى بد عمل څخه د خلقو د ژغورنې د پاره ټولې هڅې کوي او سرکارى خزانه کښې به ټګۍ ټورۍ تۀ څوک پرې نۀ ږدى ـ

مشتاق احمد غنى زياته کړه چې پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى سره د قدرتى آفتونو څخه د ژغورنې د پاره وسيلې ناپوره دي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ به راتلونکى وخت کښې د قدرتى آفتونو د مخنيوى د پاره د پوليس د خدماتو ترلاسه کولو هڅه کوو چې ورسره به نۀ يوازې د پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتهار‌ټى کارکردګى ښه شى بلکې خلقو ته به ورسره زياتى مرسته هم ورکولے شى ـ حکومت پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټى ته د جديدې مشينرۍ او د ډيزاسټر مينجمنټ تکنيکونو د روزنې ورکولو منصوبه هم جوړه کړې ده ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here