د دايکنډي په دارالامان کښې د ډېرو ښځو ستونزې هوارې شوې

0
4510

رضا واحدى 

نيلي : د دايکنډي صوبېيوازينى دارالامان ته په راغلو جينکو او ښځو کښې يوازې د څو محدودو ښځو ستونزې نا حل پاتې دي او د نورو خپلوانو څخه ئې لوظ اخيستلے شوے چې هغوئ ته به ستونزې نه جوړوي.

د دارالامان د کال ٢٠١٣ء په اخر کښې د دايکنډي په مرکز کښې فعاليت پيل کړو او د تېر کال په مقابله کښې ورته د ښځو او جينکو راتګ کم شوے دے.

د دايکنډي د دارالامان مشره عزيزه ذبيحي وائي چې د کال ٢٠١٣ء نه پس تر اوسه د ٤٨ مېرمنو سره په دې کور کښې ملاتړ شوے. ٣٤ ئې په ٢٠١٤ء او ١٤ ئې په روان کال کښې د امن په دې کور کښې ژوند کولو.

هغې پژواک خبري اژانس ته ووئيل، هغه مېرمنې چې د دارالامان ته ورپېژندلې شوې وې، کورنۍ، د طلاق، له کوره د تېښتې او نورې ستونزې ئې لرلې، چې دا دى د هغو له ډلې يوازې د څلورو مېرمنو ستونزې نه دې هوارې شوې چې په نزدې راتلونکي وخت کښې به د هغو ستونزو ته هم د حل لاره وموندل شي او خپلو کورنيو ته به واپس لاړې شي.

مېرمن ذبيحي زياته کړه چې د غمژنو ډېرې کړمې د طلاق او د ډوډۍ د نه ورکولو او زورونې څخه عبارت دي چې په دې څلورو مېرمنو کښې نن يوه خپل کور ته لاړه او درى نورې چې د طلاق پيښې لري، په دارالامان کښې ژوند کوي.

د دايکنډي د دارلامان مشرې ووئيل: ((د هرې ښځې ستونزه چې حل کېږي، د خپلوانو نه ئې د قوماندانۍ، د ښځو چارو محکمې، عدالت او بشري حقونو کميشن د پلاوي په مخکښې ليکلې وعده اخيستلےشي چې د دوى له خوا به ورته څه ستونزه نه جوړېږي.))

هغې زياته کړه، کومې ښځې چې خطرې او يا دړکې سره مخ دي، د ښځو چارو محکمې له خوا د شکايت نه وروستودارالامان ته معرفي کېږي او د ملاتړ وړ ګرځي.

مېرمن ذبيحي زياته کړه: ((مونږ د دغو ښځو د پاره د دفاع وکيل نيسو، زمونږ اجتماعى کارکوونکي پيښه څېړي،چې دا شان په هره اداره کښې د ښځو شته ستونزې حل شي.))

هغې زياته کړه چې د خلقو رويه د دارالامان په حقله څۀ نامناسبه ده، خو ډاډمنه ده چې د عامې پوهې پروګرام سره به دا روئيې په راتلونکي وخت کښې بدلون ومومي.

هغې ووئيل چې په شهرستان، ميرامور او اشترلي ضلعو کښې د عامې پوهې پروګرام د کمپائن په بڼه ترسره کېږي.

په راتلونکو ورځو کښې د دايکنډي د صوبائى اسمبلۍ يوې غړې سميې محمدي د دارالامان فعاليت د ښځو لپاره يوه اسانتيا بولي او په دې باور ده چې دارالامان بايد د دايکنډي په ضلعو کښې هم خپلې څانګې ولري.

د هغې په خبره، که چېرې دا نماينده ګۍ ضلعو ته ونه غزولے شي او دارالامان يوازې د صوبې په مرکز کښې فعاليت ولري، نه شي کولے چې تشدد سره مخ د شوو ټولو ښځو ملاتړ وکړي.

محمدي زياته کړه: ((ګڼې مېرمنې د تشددد ښکار دي، خو په ټولنه کښې د حاکم دود له مخې نه شي کولے چې د ورسره شوى تشدد او ورپېښو ستونزو په اړه څه ووائي.))

خو د بشري حقونو کميشن وائي چې سږ کال په ښځو د تشددواقعې شمېرې د تېر کال په مقابله کښې کمې شوې دي.

د دايکنډي د بشري حقونو د صوبائى کميشن د مشر جواد دادګر په خبره، د تشدد هغه شمېرې چې په وړومبيو دوو مياشتو کښې رجسټرډ شوې، ٤٩ مورده دي، په داسې حال کښې چې دا شمېرې د تېر کال په دومره موده کښې ٥٦ ته رسېدې.

د دې شمېرو له مخې، د تېر کال په ټوله موده کښې د تشدد ٣٩٠ جرمونهکميشن سره رجسټرډ شوي دي.

دادګر ووئيل چې تېر کال د ځان وژنې شمېرې ٥٠ وې چې څلور ئې د مرګ لامل شوي، خو د روان کال په تېرو دوو مياشتو کښې يوازې شپږ پيښې رجسټرډ شوي چې دوه پيښې ئې د مرګ سبب شوي دي.

له دغو بوږنوونکو جرمونو څخه ئې يو د روشن په نوم د يوې ١٨ کلنې جينۍ ځان وژنه وه. روشن وروستو له هغې ځان وژنه وکړه چې د تره له زوئ سره ئې د وادۀ مخالفت وشو او دايکنډي په مرکز کښې ئې د زهرو په خوړلو ځان ووژلو.

خو د کميشن شمېرې څرګندوي چې سږ کال د ښځو د وژنې دوه پيښې رجسټرډ شوي او پاتې نورې بېلابېلې پيښې وې چې اکثريتئې د سوک سپيړې تشددوۀ.

د دايکنډي د بشري حقونو د صوبائى دفتر مشر ووئيل: ((د دې شمېرو په رڼا کښې تېرو کلونو کښې د امن کور نشتوالےتشدد سره مخ شوو ښځو ته د اسانتياوو برابرولو په لاره کښې اساسي خلا وه، خو اوس د دې کور جوړېدو سره ياده ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.))

دادګر ووئيل، هغه مېرمنې چې تشدد سره مخ دي، په دارالامان کښې خپل ځان محفوظ ګڼي او د دې نه علاوه د ځانګړو او ضرورى زده کړو دد پاره هم محفوظ وي.

په هېواد کښې دارالامان د ادارو له خوا چليږي او د څارنې چارې ئې د ښځو چارو وزارت په غاړه دي.

د دايکنډي د ښځو چارو مشرې ذکيې رضايي ووئيل چې دغه محکمې د هغو ښځو او جينکو د پاره امن کورونه جوړ کړي چې تشدد سره مخ کېږي، دا د هغوئد پاره يو محفوظ ځائے دے.

نوموړې د ښځو د عامې پوهې د کچې ټيټ والى په ښځو د تشدد د لوړېدو يو لامل وبللو او زياته ئې کړه: ((اوس ښځې د تشدد د پيښو خلافبې پرواه نه دي، عدالت ته د ښځو رسائى ښه شوى او دا طبقه باور لري چې حق ئې ورکول کېږي.))

مېرمن رضايي ووئيل چې د انصاف او عدالتى کارونو کښې د بااثره خلقو لاسوهنه، له مجرمينو سره د انصاف او عدالتى ادارو د چلند کمزوري، د کم عمره جينکو د وادۀ په برخه کښې د قوانينو خاموشى او په ټولنه کښې ناوړه دودونه د تشدد د لوړېدو له نورو لاملونو شمېرل کېږي.

د دارالامان چارواکو له هغو ښځو سره د خبرو اجازه ورنه کړه چې هلته اوسېدې، خو تېر کال د ٢١ کلنې قاعلې په نوم يوې جينۍ چې د دايکنډي په مرکز کښې ئې شپږ کاله وړاندې وادۀ کړے و او غوښتنه ئې لرله چې له خپل خاوند نه بېله شي، ويلي وو، هغه جينکۍ چې په کم عمر کښې ودېږي، نو ښې نتيجې نه لري.

هغې ووئيل: ((هغه وخت ډېره وړه وم، خاوند مې تېر ايستم، په بيا بيا ئې راته د خپلې شتمنۍ قيصې کولې، د يو سوکاله ژوند زېرى ئې راکؤل، په چل او فريب ئې خپل کور ته بوتلم او د نکاح تړلو نه وروستوئې له دايکنډي د غزني جاغوري ته بوتلم.))

د دې مېرمنې په خبره، له يوې مياشتې تېرولو وروستو دايکنډي ته د خپل پلار کور ته راغلم، خاوند مې ايران ته لاړ. اوس يو کال کېږي چې واپس راغلے، خو تيار نه دے چې دې ته ډوډۍ ورکړي او د طلاق په بدل کښې ٤٠٠ زره افغانۍ غواړي.

هغې زياته کړه چې خاوند ئې دا پيسې ورته د ايران نه را لېږلې وې چې خپل ژوند ورباندې تېر کړي، خو اوس وائي: ((که چېرې له ما نه طلاق غواړې، نو بايد ټولې هغه پيسې راکړې چې درته رالېږلې مې وې.))

نوموړي دعوه وکړه چې خاوند ئې ورته د مرګ دړکه کړې او تردې چې د جج په موجودګۍ کښې ئې پرې حمله کړې، چې وې وهي. هغه غوښتل، چې دا شان هغه کيسونهوشلوي چې ثبوتونه او درخواستئې په کښې وو، خو ججاو د عدالت کارکوونکو ترې بچ کړل.

دې مېرمنې ووئيل: ((زما يوازينۍ غوښتنه دا ده چې عدالتونه راته له خپل خاونده طلاق واخلي، چې دا شان د دې سخت ژوند نه بچ پاتې شم او وکړے شم چې له کومې اندېښنې نه بغير ژوند تير کړم، خو هېڅوک هم نشته چې په عدالت کښې مې مقدمه مخې ته يوسي.))

په هېواد کښې د دارالامان ادارې د يو شمېر غير حکومتى تنظيمونو له خوا په کال ١٩٨٩ء کښې د هغو ښځو د ساتنې د پاره جوړې شوي چې د کورني تشدد په سبب کور پرېږدي او يا هم له زندان نه تر خوشي کېدو وروستو خپلوان نه لري.

د وزارت چارواکو د شمېرو له ورکړې ډډه وکړه، خو د تازه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د هېواد په کچ په درځنونود دارالامان ادارې شته چې په درځنونو جينکۍ او ښځې په کښې ژوند کوي.

د بشري حقونو کارکنان د دې ډول ځايونو د زياتوالي غوښتنه کوي او وائي چې د دارالامان د ادرو شته والے د مېرمنو د ستونزو د حل لد اره ضرورى دے.

د دوئ په خبره، د دارالامان د ادارو د نشتوالي په صورت کښې هغه مېرمنې چې تشدد پرې شوے، ضرورت لري چې کلو ته د ملک يا يو بل تن کره ورشي، چې د نامحرمو خلقو کورونو ته د ښځو ورتګ سم کار نه دے.

ملګري ملتونه هم په افغانستان کښې د زيانمنو ښځو او جينکو د محفوظولو، ملاتړ او ساتنې د پاره د دارالامان د ادارو د ژوندى کردار ملاتړ کوي.

په افغانستان کښې د ملګرو ملتونو تنظيم دفتر (يوناما) ډلې ويلي چې د دارالامان ادارې د خدمتونو او ژغورنې مرکزونه دي او په ښځو د تشدد د مخنيوي په چوکاټ کښې مهم کردار لوبوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here