د خيبرپښتونخوا د شهيد پوليس اهلکارو وارثان د ازالې پيکج ترلاسه کولو د پاره در په در په تيندکونوخوړو مجبور

0
3552

پيښور ( سلمان خان ) د ٧٢ کالو محمد شريف د تيرو څو هفتو راسې کمزورى او ستړتيا محسوسوى او د دې وجه د رمضان المبارک په دوران سخته ګرمۍ کښې ساتلے شوې روژې نۀ دي کومه چې په ظاهره د دې وجه کيدے شى بلکې د روان کال په مئى کښې د ترهه ګرۍ ګرۍ ترسره شوې حمله کښې د هغۀ د يوازيننى زوئ د شهادت له کبله هغه له برمه پريوتے دے ـ

د هغۀ زوئ شاکر الله پيښور پوليس کښې د اسسټنټ سب انسپکټر په چوکۍ ذمه وارۍ ترسره کولې، کله چې هغه دفتر ته تللو نو لاره کښې نامعلومو کسانو په هغۀ ډزې وکړې او وې وژلو، دغه وخت د هغۀ عمر ٤٠ کاله وۀ ـ

شاکر الله د محمد شريف يکى يو زوئ وۀ او هغۀ دوه ودونه کړي وو، د هغۀ په پسماندګانوکښې دوه ميرمنې او د دواړو ودونو څخه اتۀ بچي دي ـ

محمد شريف ووئيل :” د رمضان المبارک نه وړاندې ما د ازالې پيکيج د ترلاسه کولو د پاره پوليس سټيشن او کورټ ته تګ راتګ وکړو ولې د روژو او زما د کمزورې کيدونکى صحت په سؤب دې ستونزمن عمل ستړے کړم ـ نن سبا زۀ خپل کور کښې ګير پاتې شوے يم او د واکمنو له خوا د ځواب په انتظار يم ـ “

د پوليس ذريعو ترمخه د خيبرپښتونخوا هغه پوليس اهلکار، څوک چې ترهه ګرو سره د جنګيدو په مهال شهيدان شول، د هغوئ قانونى وارثان د ازالې پيکيج ترلاسه کولو دپاره د اوږدو سرکارى ضابطو څخه تيريږي د کوم له کبله چې هغوئ ته د مالى مرستې په ورکړه کښې ځنډ رامنځته کيږى ـ

يو پوليس افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط، ولې چې هغۀ ته ميډيا سره د خبرو کولو اجازه نيشته، ووئيل :” د ١٥- ٢٠١٤ء په دوران د ترهه ګرۍ او هدفى وژنو په پيښو کښې د شهيد شوؤ څو کارمندانو کورنيو ته هم مالى مرسته ورکړے شوې ده او د شهيد پوليس کارمندانو د يو لوے شمير بچو يا د هغوئ نزدې خپلوانو ته د ملازمت د ورکړے او د ازالې ورکولو په وعده تر اوسه عمل ونۀ شو ـ “

د خيبرپښتونخوا پوليس افسرانو تصديق وکړو چې د شهيد پوليس کارمندانو د وروڼو او بچو اکثريت ته تر اوسه پوليس کښې ملازمت ورنۀ کړے شو د کومې وعده چې د اعلى واکمنو لخوا شوې وه ـ د دې ترڅنګ د شهيد پوليس کارمندانو د کورنيو يو لوے شمير د مالى مرستې په ترلاسه کولو کښې پاتې راغلے دے د کومې چې د هغوئ د مرګ نه سمدستى پس د صوبائى حکومت له لورى اعلان شوے وۀ ـ

د پوليس د شمير شميرې ترمخه ٢٠١٤ء کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې ٣٣ پوليس کارمندان د مرګ له کومى تير شول او ٢٠١٥ء کښې دا شمير ٢٦ وۀ ـ دې ټول شهيد کارمندانو کښې يوازې د اووۀ وارثانو ته د ازالې ورکړه شوې ده او نورو شهيد کارمندانو وارثانو ته د صوبائى حکومت له لورى د لوظى ازالې ورکړه فى الحال ونۀ کړے شوه ـ

د کوم شهيد پوليس کارمند خپلوان ته تر اوسه د شهداء کوټې لاندې ملازمت ورنۀ کړے شو ـ د شهدا کوټې لاندې د شهيد کيدونکو پوليس کارمندانو بچي يا بيا وروڼه پوليس کښې د اسسټنټ سب انسپکټر په چوکۍ بهرتى کولے شي د کوم له کبله چې د شهيدانو خپلوان فکرمندۍ سره مخ شوي دي ـ

سى سى پى او اعجاز احمد نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ضابطه ډيره اوږده ده ” او د شهيدانو د کورنيو ترمنځه د ازالې رقم” په ارو مرو ترلاسه کولو د اختلافاتو له امله هم ځنډ مخې ته راځى ـ

هغۀ ووئيل :” زياتره معاملاتو کښې د ازالې رقم يوه مياشت کښې ورکولے شى خو ولې د خزانې د صوبائى محکمې له خوا د تصديق له کبله د ضابطې کارروائى اوږديدے شى ـ “

سى سى پى او ووئيل چې د پوليس کارمندانو د يو لوے شمير د ترهه ګرۍ په کارروائيو کښې د شهيد کيدو له کبله د هغوئ بچو يا وروڼو ته پوليس محکمه کښې ملازمت ورکول ممکن کيدے نۀ شى ځکه چې يوازې څو اسامۍ شتون لري ـ

اعجاز احمد زياه کړه :” د خيبرپښتونخوا پوليس محکمه کښې دومره چوکۍ موجودې نۀ دي چې لوے شمير کښې د شهيد کيدونکو پوليس کارمندانو د بچو يا رشته دارو څخه ډکې کړے شي ـ خو ولې د شهيد پوليس کارمندانو بچو او وروڼو ته مشوره ورکوو چې هغوئ دې د کانسټيبل په توګه بهرتى شي او کله چې د اسسټنټ سب انسپکټر چوکۍ شتون ولرى نو هغوئ ته به ترقى ورکولے شي ـ “

يو سينئر پوليس افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل چې سينئر پټرولنګ افسر جوهر اعظم ( نمبر ٧٩٦ ) په ١٤ جنورى ٢٠١٤ء ريګى ماډل ټاؤن کښې شوې بم چاؤدنه کښې شهيد شوے وۀ ولې د هغۀ د کورنۍ غړو ته تر اوسه د ازالې د رقم يوه روپۍ قدرے ورنۀ کړے شوه ـ

د ترهه ګرۍ د ښکار شوو نورو پوليس کارمندانو، چې وارثان ئې تر اوسه د ازالې د رقم او ملازمتونو په انتظار دي، د هغوئ تفصيل څۀ داسې دے : په ١٨ جولائى ٢٠١٤ء بم چاؤدنه کښې شهيد شوے جاويد خان ( نمبر ٣٨٧١ ) ، منفار على ( ١٨٢٧ ) ، عدنان ( ١٤٥٦ ) ، ماجد على خان ( ١٠٤٦ )، فاروق خان (١٥٠٦ ) ، شهنشاه ( ٧٥٤ )، سب انسپکټر عبدالستار، هيډ کانسټيبل شوکت کمال، سرتاج خان، هيډ کانسټيبل نور محمد، جاويد خان ( ٥١٢ )، باز محمد (٢٦٩٧)، احسان الله (٥٨٩)، هيډ کانسټيبل محمد ناصر ، هيډ کانسټيبل اسلم خان، ذاکر خان، ظفر على شاه، مختيار خان، شاه سعود، انور خان، ياسر خان، سنجاب خان، فخر عالم، حيات على او سب انسپکټر عشرت يار شامل دي ـ

په جنورى ٢٠١٥ء پيښور هائى کورټ صوبائى حکومت ته پوليس محکمه کښې د ترهه ګرۍ حملو کښې د وژلو شوؤ کارمندانو د ١٥ بچو او وروڼو د پاره د اسسټنټ سب انسپکټر د چوکيو زياتولو حکم کړے وۀ ـ

د پوليس محکمې د شمير شميرې ترمخه ٢٠٠٧ء کښې صوبائى دارالحکومت کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې ١٤ کارمندان شهيدان شول چې پکښې يوازې د يو شهيد کارمند خپلوان ته پوليس کښې ملازمت ترلاسه شو ـ ٢٠٠٨ء کښې ٢٢ کارمندانو د ژوند څخه لاس ووينځلو او د حق رسيدلو يوازې پينځو وارثانو ته ملازمت ترلاسه شو ـ ٢٠٠٩ء کښې ٥٤ پوليس کارمندان ووژلے شول او د هغوئ يوازې اووۀ خپلوان بهرتى شول ـ ٢٠١٠ء کښې شهيد شوو ٢٨ پوليس کارمندانو کښې يوازې د دريو وارثانو ملازمت ترلاسه کړے شو ـ ٢٠١١ء کښې ٣٠ پوليس کارمندانو د ځانونو قربانۍ وړاندې کړې او د هغوئ يوازې شپږو خپلوانو ته ملازمت په لاس ورغلو ـ ٢٠١٢ء کښې ٣٨ پوليس کارمندان شهيدان شول او د هغوئ يوازې څلور خپلوان بهرتى شول ـ ٢٠١٣ء کښې ٤٢ پوليس کارمندان شهيدان شول او هم دريو خپلوانو ئې ملازمت ترلاسه کړے شو ـ

د سرکارى شمير شميرې نه دا څرګنديږى چې ٢٠١٤ء کښې د ترهه ګرۍ په پيښو کښې حق رسيدلو ٣٣ پوليس کارمندانو کښې يوازې د اوؤ خپلوان د ازالې پيکيج ترلاسه کولو کښې بريالي شول ـ ٢٠١٥ء کښې تراوسه د شهيد شوؤ ٢٦ پوليس کارمندانو خپلوانو ته تر دا وخته مالى مرسته يا د ملازمت په صورت کښې د ازالې حاصلات ورنۀ کړے شول ـ ٢٠١٥ء کښې د ژوند څخه لاس وينځوونکو پوليس کارمندانو کښې د کوم يو خپلوان ته هم د شهداکوټې د لاندې پوليس محکمه کښې ملازمت ورنۀ کړے شو ـ

دوئ کښې د محمد شريف زوئې شاکرالله هم شامل دے ـ محمد شريف په دې انتظار کښې دے چې د پوليس محکمې د واکمنو له خوا د هغۀ د زوئ د کورنۍ د پالوونکى د مړينې نه وروستو هغوئ ته دې د ازالې حاصلات ورکړے شي ـ

محمد شريف ووئيل :” ما يو ځل بيا د خپلو اتو نمسيو د پاره د ازالې ترلاسه کولو د پاره هڅې پيل کړې دي ـ د هغوئ روښانه راتلونکى له د مالى مرستې ترلاسه کولو د پاره به يوه اوږده موده پکار وى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here