د خيبر پښتونخوا د خوارى کښو ميرمنو ستونزې

0
4113

پيښور ( اسد خان ) نزاکت هغه وخت د ١١ کالو وه کله چې د هغې پلار هغه يو نزدې خپلوان ته وادۀ کړه ـ هغه هر څو کۀ خپلو خويندو وروڼو کښې د ټولو نه مشره ده خو د دې باوجود هغه وخت هغه يوه ماشومه وه چې ګوډيانو سره لوبيدل ئې خوښ وو ـ

نزاکت ووئيل :” زما وادۀ هغه وخت وشو کله چې ماشومان لوبو ټوقو کښې دلچسپى لري ـ زما خپلوان چې ما سره ئې مينه لرله، هغوئ زما پلار قائل کړو چې هغوئ به زما خيال ساتي ـ زما پلار ولې چې معذور وۀ او وروڼه مې د لږ عمر وو د کوم له کبله چې هغوئ خۀ کار روزګار نۀ شو کولے ځکه نو کله چې زما خپلوان د وادۀ پيغام راوليږلو نو د هغې په منلو کښې څۀ ځنډ ونۀ کړے شو ـ

د نزاکت اوس څلور بچي ، درې زامن او يوه لور ده ـ هغې ووئيل چې د وادۀ نه درې کاله پس د هغې خاوند هغې سره جنګ جګړې شروع کړې، په هغې به ئې هره ورځ زور ظلم کولو ـ د هغوې وړاندې وينا وه :” زۀ زما په کوټه کښې بندى کړے شوم ـ څو مياشتو پورې مې دا بند وخوړو، د کوټې نه بهر وتلے شوم او نۀ هم د دې اجازت وۀ ـ”

هم په دغو ورځو کښې د نزاکت خاوند د کور نه بهر اوسيدل پيل کړل ـ هغه وخت هغې ته انکشاف وشو چې د هغې خاوند يوې بلې جينۍ سره وادۀ کړے دے ـ کله چې نزاکت هغۀ سره په دې حقله جنګ وکړو نو هغۀ پرې تشدد وکړو او طلاق ئې ورکړو ـ

هغه د خپلو ماشومانو پشمول د پلار کور ته واپس راغله ـ د هغې پلار د پوخ عمر او معذوره وۀ او وروڼو ئې د کم عمرۍ له کبله خوارى مزدورى نۀ شوه کولې ـ نزاکت ووئيل چې هغې سره يوازې يوه لاره وه چې هغې ملازمت کړے او د خپلو بچو پالنه کړے وے ـ دا هغه پريکړه کوونکې مرحله وه کله چې هغې او د هغې خويندو د کور پريښودلو پريکړه وکړه ـ

هغه اوس خپلو دوؤ کشرو خويندو سره د پيښور په يوه پخوانۍ او د استوګنې ابادۍ هشت نګرۍ کښې د کرايه په يوه وړه شان کوټه کښې استوګنه کوى ـ هغه او د هغې خويندې هره ورځ اوږد مزل کولو سره د حيات اباد په صنعتى سيمه کښې د دارو درملو يوه فيکټرۍ کښې کار کولو له ځي ـ د پيښور په لويديزه غاړه قائم دا ابادى قبائلى سيمو سره پيوست ده ـ

د نزاکت او د هغې د خويندو د پاره قبائلى سيمې مومند ايجنسۍ پيوست قصبې شبقدر څخه خپل کلے او کور پريښودل اسان نۀ وو ځکه چې دې سيمو کښې ميرمنې د نيشت برابر خپل کور پريږدي ـ د ميرمنو دا عمل د پښتنې ټولنې د روايتونو په ضد ګڼلے شى چرته چې د ميرمنو د کورونو نه لرې او يوازې اوسيدو باندې ښکاره بنديز دے او په ځانګړې توګه ښار کښې سړو سره اوږه په اوږه د کار کولو خو تصور هم نۀ شى کيدے ـ

نزاکت نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما خور او ما چرته د سکول مخ قدرے ؤنۀ ليدو ـ شبقدر تحصيل کښې د ښځو د تعليم هيڅ تصور نشته ـ دا هغه وجه ده چې له کبله ئې مونږ د مياشتې د پينځو زرو روپو په کمه تنخوا هم ملازمت کولو ته غاړه کيښوه ـ په دې ضرورتونه خو نۀ پوره کيږي خو کۀ مونږ وکړو نو څۀ به وکړو ـ “

نزاکت او د هغې خويندې د خيبرپښتونخوا ډائريکټوريټ آف ليبر د شمير شميرې ترمخه، هغو ٣٠ زره ميرمنو کښې شاملې دي چې د صوبې په ٧٧٥ فيکټريانو کښې کار کوي ـ د حيات آباد په صنعتى سيمه کښې، چرته چې نزاکت او د هغې خويندې کار کوي، پينځۀ زره جينکۍ ميډيسن ، ماچس او د ټيشو پيپرو جوړولو فيکټرو کشې کار کوي ـ

د دې جينکو عمرونه د ١٥ نه د ٣٥ کلونو درمنځه دي ځکه چې د فيکټرو د مالکانو لخوا د دې نه د زيات عمر ميرمنو ته د ملازمت ورکولو په اړه څنډه کولے شى ولې چې په فيکټرو کښې سخته خوارى کول وي ـ

کلثوم په يوه ميډيسن فيکټرۍ کښې د تيرو څلورو کالو راسې ملازمت کوى او د کوهاټ روډ پيښور نه هره ورځ حيات آباد ته د تللو د پاره يو اوږد مزل کوى، هغه وائى چې د فيکټرو د مالکانو ملازمانو سره رويه انتهائى ناروا وى ـ

د ٢٣ کالو کلثوم وائى :” هغوئ مونږ سره ډير زيات خراب سلوک کوي ـ دې فيکټرو کښې کار کوونکې جينکۍ غريبو کورنيو سره تعلق لري ـ د هغوي اکثريت خپل کفيل لکه پلار يا خاوند له لاسه ورکړے دے يا بيا هغوي په نشو اخته دي ـ “

کلثوم زياته کړه چې که سړے يا ښځه په مشين د کار کولو په مهال ژوبل شى نو د فيکټرۍ له لورى هغوئ ته څۀ طبى مرسته نۀ شى ورکولے يا بيا بل صورت کښې د انتظاميې لخوا دې لړ کښې ځان خلاَصے کولے شى ـ هغې ووئيل چې د تيرو دريو کلونو په دوران د هغې په تنخوا کښې يوازې يو ځل زياتوالے وشو او هغه هم يوازې زر روپۍ زياته شوه کومه چې د هغې د ضرورتونو ترسره کولو په حقله ناپوره ده ـ هغې ووئيل :” کله چې ليبر انسپکشن ټيم د فيکټرۍ دوره کوى نو مالکان په مونږ د زياتې تنخوا ښودلو د پاره زور راؤړي ـ “

د پيښور ګلبهار سيمې سره اړوند رابعه حيات آباد انډسټريل اسټيټ کښې د خپلو دوؤ خويندو پشمول کار کولو ـ هغه د تيرو نهه مياشتو راسې د ساه بندۍ په رنځ د اخته کيدو له کبله په کټ پرته ده ـ د رابعه پلار مړ شوے دے او د هغې دوه کم عمره وروڼه دي چې يو پکښې آټو ورکشاپ کښې مزدورى کوى ـ

رابعه ووئيل:” دې نهو مياشتو کښې چا د هغې پوښتنه قدرے ونۀ کړه ـ “

د انټرنيشنل ليبر آرګنائزيشن د شمير شميرې ترمخه پاکستان کښې خوارى کښه طبقه کښې د صنفى مساواتو نيشتوالے د فکرمندۍ وړ دے ـ د ٢٠٠٩ء نه د ٢٠١٢ء ترمنځه ٨٠ سلنه نارينه ؤاو يوازې ٢٠ سلنه ميرمنو ملازمت کولو ـ

د پاکستان په قطبى او قبائلى سيمو کښې د مذهبى او ثقافتى دود دستور له کبله ميرمنې د کورونو په چارديوارۍ کښې بندى اوسيږي او د ښځې ، مور او د کور د منتظمې د روايتى کردارونو څخه بهر ته په وتلو د څۀ کولو نه بې برخې وي ـ

ماهران وائي چې د داسې ملازمت پيشه ميرمنو شمير انتهائى کم دے چې انتظامى ملازمت کوي، تر دې چې لوستې ميرمنې هم سرکارى ملازمت نۀ شى کولے ځکه چې په دې حقله د هغوئ حوصله ماتولے شى ـ

د پاکستان د معاشى سروے ١٤-٢٠١٣ء ترمخه د ميرمنو يو لوے شمير غير رسمى شعبو سره تړلے دے، هغوئ د کورونو ملازمانو يا په لږو معاوضو او د ديهاړۍ پيشو سره تړلي دي، دمثال په توګه هغوئ باورچى يا د صفائۍ ستهرائۍ کارونه کوي چې ورته شتمنې کورنۍ په روايتى توګه انتهائى کمه معاوضه ورکوى ـ

بلخوا دفترى او انتظامى ملازمتونو سره د تړلو ميرمنو شرح د دوه سلنه څخه هم کمه ده ـ د هغوئ لوے شمير طب، بنکنګ، قانون، انجينئيرنګ او په خاص ډول د تعليم ميدان سره تړلے دے ـ

د خيبرپښتونخوا د انډسټريز ، کامرس و ليبر محکمۍ ډپټى ډائريکټر هدايت الله خان ووئيل چې د ١٨ م ترميم نه وروستو خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ٢٠١٣ء کښې اووۀ قوانين منظور کړل چې پکښې خيبرپښتونخوا پے منټ آف ويجز ايکټ ٢٠١٣ء ، خيبرپښتونخوا کښې د کم نه کم تنخواګانو ايکټ ٢٠١٣ء ، خيبرپښتونخوا فيکټريز ايکټ ٢٠١٣ء، خيبرپښتونخوا ميټرنټى بينيفټس ايکټ ٢٠١٣ء، خيبرپښتونخوا ورکرز کمپنسيشن ايکټ ٢٠١٣ء ، خيبرپښتونخوا انډسټريل اينډ کمرشل ايمپلائمنټ ( سټينډنګ آرډرز ) ايکټ ٢٠١٣ء او خيبرپښتونخوا صنعتى شمارياتى ايکټ ٢٠١٣ء شامل دي ـ

هغۀ ووئيل چې خيبرپښتونخوا کښې د رجسټرډ فيکټريانو شمير ٧٨١ دے چې پکښې ٥٤٤٨٥ سړي او ميرمنې خوارى کښ کار کوي ـ هدايت الله خان ووئيل چې د فيکټرۍ ملازمانو کم نه کم تنخوا ١٠ زره روپۍ ټاکلے شوې ده او فيکټرۍ پابندې کړے شوې دي چې هغوي ملازمانو ته د يو وخت ډوډۍ ، دوه وخته چائې او طبى اسانۍ ورکړي ـ

هغۀ ووئيل چې د ليبر محکمه د فيکټرو باقاعده کره کتنه کوي او د ملازمانو د ضرورتونو د نۀ پوره کوونکو مالکانو په ضد سمدستى کارروائى کولے شى ـ هغۀ ووئيل چې د خبرتيا د نيشتواله له کبله ملازمان شکايت نۀ درج کوي ـ هدايت الله تجويز ورکړو چې ملازمان يونين جوړولے يا بيا په هغې کښې ګډون کولے شي د کوم نه پس چې هغوئ ليبر ډائريکټوريټ سره د هر کوم ډول شکايت په صورت کښې رابطه قائمولے شى ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ به فيکټرو ته مخه کوو ، د ملازمانو د شکايتونو څخه به خبرتيا ترلاسه کوو او يو هفته کښې دننه دننه به کارروائى کولے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here