د هلمند په ډېره زمکه کشمالي کرلي شوي

0
4999

لښکرګاه (پژواک، ٢٧جوﻻئى ٢٠١٥ء): په هلمند صوبه کښې د تيرو کلونو په مقابله کښې سږ کال په اکثريتىزمکهکشمالي کرلي شوي او ښۀ حاصلات ئې هم ورکړي دي.

کشمالي په افغانستان کښې د خوړلو، خوشبوئۍ او ځينو رنځونود پاره استعمالولے شي خو د ملک نه بهر د کشمالى څخه د مختلفو رنځونو د درملو په جوړولو کښې کار اخستلے شي.

د هلمند د کرکيلې د محکمېمشر رفيع الله قلم د د جولائى په اوويشتمه پژواک خبري اژانس ته ووئيل چې د تيرو کلونو په مقابله کښې سږ کال په دغه صوبه کښې په لوړ کچکشمالي کرلي شوي دي.

هغه وائي چې په تيرو کلونو کښې د اوړى په فصل کښې ډېرو زميدارانو جوار، لوبيا، پونبه، مونګپلي، مۍ او ځيني نور څيزونه کرل، خو سږ ئې کشمالي، سويابين او کنجت کرلي دي.

قلم زياته کړه: ((مونږ مکمل سروے نۀ ده کړې خو په ډېره زمکه کشمالي کرلي شوي دي.))

د دۀ په قول، کشماليدملک نه بهر پۀ ښه بيعه خرڅيږي؛ ځکه خو ئې زميدار کرلو ته زړۀ ښۀ کوي.

د کرکيلېقائمقام ډائريکټر دا هم ووئيل چې د کشمالي کرونده د افيمو ښۀمتبادل کيدے شي او د دغه کروندې د ودې او ترويج د پاره دوئ هم خصوصى منصوبې لري.

د ناوې ضلعې يو زميدار اهل الله پژواک ته ووئيل چې د کشمالي کرل په لږ خرڅ ډېر حاصلات ورکوي او په ښۀ بيعه هم خرڅيږي.

هغۀ زياته کړه: ((د يو جريب نه قريباَ نيم ټن (٥٠٠ کلوګرام) حاصل ترلاسه کيږي.))

د اهل الله په قول، د کشمالى کرل خپله زميدارو رواج کړے او په دې برخه کښې د کرکيلې محکمه ورسره هيڅ قسمه مرسته نۀ ده کړې.

د هلمند بل زميدار حاجې کوچے وائى چې د دوئ په سيمه کښې هم ډېرو زميدارانوکشمالي او کنجت کرلي دي.

د هغۀ د معلوماتو ترمخه، څلورنيم کلوګرامه کشمالي په دوه زره پاکستانو روپوخرڅيږي چې د زميدارانود پاره ښۀګټه هم ده.

دۀ ووئيل: ((نور ټول حاصلات په کم قيمت او ځنډ سره خرڅيږ ي خو د کشمالى د ګلو فصل بيا ښۀ دےزر او په ښۀ قيمت خرڅيږي.))

حاجي کوچىد حکومت نه غوښتنه وکړه چې د کشماليد پاره بازار پيداکړي؛ ځکه په دې کار به د زميدارانو اقتصادي مسلې ډېرې راکمې شي.

د هلمند د کرکيلې د محکمې د واکمنو د معلوماتو ترمخه ، هلمند د ملک د کرکيلې په صوبو کښې ده چې خواؤشا ٧٥ فى صده اوسيدونکي ئې په کرکيله او څاروي ساتلو کښې مصروف دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here