بلوچستان: د قائمه کميټيو تشکيل تراوسه عمل کښې رانۀ غلو

0
3953

پيښور (صفى الله شاهوانى) روانه مياشت د بلوچستان حکومت لخوا وړاندې کړے شوى بجټ کښې د قائمه کميټيو تجويزونه شامل نۀ کړے شول چې مطلب ئې سپيځلتيا، ځواب ورکونه او غوره ګورننس دے او کوم چې د بيلابيلو محکمو د بجټ آډټ نه وړاندې او وروستو اهم کردار ترسره کوى ـ دا د بلوچستان داسې وړومبے بجټ نۀ دے ـ

د تيرو څو حکومتونو په شان دا صوبائى اسمبلى هم کومه قائمه کميټى نۀ لرى ـ موجوده حکومت هم دا روايت مات نۀ کړو کوم ته چې د دوه نيمو کالو د مودې تيريدو باوجود تراوسه قائمه کميټۍ جوړول دي چې له کبله ئې د محکمو د کارکردګۍ ښۀ کولو په حقله د تجويزونو او د هغې له احتساب پرته هم يو بل بجټ وړاندې کړے شوے دے ـ

قائمه کميټۍ د ټولې نړۍ په قانونى ډهانچو کښې تشکيل کولے شى چې دا شان قانون سازۍ سره د اړونده چارو ذمه وارى ځانګړې کميټيو ته وسپارلے شى ـ د برطانيې په لاندې ايوان برټش هاؤس آف کامنز او د امريکې قانون سازې منتخب اداره کانګريس کښې د قانون سازۍ د پاره خصوصى کميټۍ جوړې کړے شوې دي چې پکښې پارليمانى افيئرز، پبلک اکاؤنټس ، بهرنيو چارو وغيره باندې قائمه کميټۍ کار کوى، دا لړليک ډير اوږد دے ـ

د ١٩٧٣ء د پاکستان دستور کښې قامى او صوبائى اسمبليو کښې د قائمه کميټيو د قيام شق موجود دے ـ قام اسمبلۍ، سينيټ او نور دريو واړو صوبو کښې قائمه کميټۍ جوړې کړے شوې دي ولې بلوچستان کښې په دې اړه څۀ تګ و داؤ ونۀ شو ـ

بلوچستان اسمبلۍ کښې د پارليمانى ګيلرۍ چيئرمين عبدالخالق رند ووئيل چې د قائمه کميټيو معامله د ٢٠٠٤ء راسې د ځنډ ښکار ده کله چې مير جام يوسف وزيراعلى ؤ ـ د هغۀ حکومت د قائمه کميټيو څخه هم پرته کار کولو ـ څۀ دا رنګ روايت د هغې نه وروستو رامنځته شوى د نواب اسلم ريئسانى په حکومت کښې تکرار کړے شو کله چې د اپريل ٢٠٠٨ء نه مئى ٢٠٠٣ء پورې د پينځو کالو په دوران يوه قائمه کميټى هم جوړه نۀ کړے شوه ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” موجوده حکومت ستمبر ٢٠١٣ء کښې په اقتدار کښې راغے خو بلوچستان اسمبلۍ کښې تر اوسه کومه قائمه کميټى جوړه نۀ کړے شوه ـ “

عبدالخالق رند د قائمه کميټيو په جوړونه کښې د ځنډ ذمه وارى د پارليمان د غړيو په سره ورواچوله کوم چې د احتساب څخه ويريږي ـ هغۀ ووئيل چې بلوچستان حکومت په آئينى توګه د وزيرانو او وزيراعلى د احتساب د پاره د ١٩ قائمه کميټيو جوړولو پابند دے ـ

خو ولې هغۀ ووئيل چې د قائمه کميټيو جوړولو په معامله بحث روان دے او دا وئيلے شى چې نهه قائمه کميټۍ به د مسلم ليګ نواز، پينځۀ د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ او درې د نيشنل پارټۍ د غړيو په مشرۍ کښې جوړيږي ـ دا دريواړه ګوندونه صوبائى حکومت کښې اتحاديان دي ـ حزب اختلاف به دوه کميټۍ جوړوى ـ

عبدالخالق رند زياته کړه :” داسې ښکارى چې حکومت د احتساب نه بچ کيدو د پاره د قائمه کميټيو تګ ؤ داؤ خپلو اتحاديانو ته سپارى ـ پاکستان کښې دا په اوسنو ورځو کښې آئينى روايت جوړ شوے دے چې د پبلک اکاؤنټس کميټۍ مشرى اپوزيشن لارښود سنبالوى ـ”

د بلوچستان پوهنتون د سياسياتو په شعبه کښې اسسټنټ پروفيسر قادر بړيڅ ووئيل چې د قائمه کميټيو جوړولو مقصد قانونى عمل کښې مرسته ورکول دي ځکه چې غړي ټولو شعبو کښې مهارت نۀ لري ـ

هغۀ ووئيل :” په دې وجه بيلابيلو شعبو کښې دلچسپى اخستونکي او د مهارت وړ د پارليمان غړي قائمه کميټيو کښې شاملولے شى چې د هرې محکمې په اړه د قانون سازۍ د ضرورت متعلق څيړنه کوي ـ ” قادر بريچ زياته کړه چې دې قائمه کميټيو کښې پبلک اکاؤنټس کميټى تر ټولو اهمه ده ځکه چې دې ته د ټولو محکمو د خرڅونو په اړه د تفتيش کولو واک ترلاسه وى ـ هغۀ ووئيل چې قائمه کميټۍ په بيلابيلو معاملاتو د تحقيق کولو نه وروستو د قانون سازۍ په چارو تجويزونه ورکوي ـ

هغۀ نه چې کله د بلوچستان حکومت د جوړيدو د دوو کالو څخه د زياتې مودې تيريدو باوجود د کميټيو نۀ قائميدو په اړه پوښتنه وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې قائمه کيمټۍ خو د تيرو حکومت په دور کښې هم جوړې کړے شوې نۀ وې ـ قادر بړيڅ ووئيل چې د اسلم ريئسانى د حکومت په دور کښې د ٦٥ په ايوان کښې ٦٤ غړي کابينه کښې شامل وو او يوازې يو غړى د حزب اختلاف نمائندګى کوله چا چې چرته اسمبلۍ ته مخه نۀ وه کړې ـ

هغۀ ووئيل :” دې يو مثال سره صوبه کښې د جمهورى اقدارو د ودې د پاره د سياست دانانو د کمټمنټ څرګندونه کيږى ـ”

قادر بړيڅ د موجوده حکومت په حقله ووئيل چې د دې خپلې مجبورۍ دي ـ هغۀ په ډاګه کړه چې تر ټولو وړاندې خو دا يو اتحادى حکومت دے د کوم له کبله چې دا د کميټيو جوړولو د پاره د اتقاف رائې پيدا کولو صلاحيت نۀ لرى ـ دويم، افسر شاهى، چې په محکمو خپله زور واکى برقرار ساتل غواړى، او د بريت روايت په دې حقله ستر خنډان دي ـ هغۀ ووئيل چې د موجوده اسمبلۍ غړي په جمهورى رواياتو کښې دلچسپى نۀ لري او د هغوئ د معتبر کيدو اندازه خو له دې کيږى چې هغوئ کښې يو غړے يوازې د پينځو سوو ووټونو په اخستو د اسمبلۍ غړے ټاکلے شوے دے ـ

هغۀ ووئيل :” پينځۀ سوه ووټونه يوه لويه حلقه کښې هيڅ حيثيت نۀ لرى ـ” د قادر بړيڅ مخکښې وينا وه چې دې سره صوبه کښې د سياست په لاره کښې د ولاړو خنډانو هم څرګندونه کيږي د کومو له کبله چې ستونزې پيدا کيږي ـ

هغۀ د جمهوريت په اړه خبرو کولو کښې ووئيل چې د چرچل دا ټکي په ذهن کښې ساتل پکار دي:” زۀ د خپلې کورودانې څخه زيات د حزب اختلاف د مشر په اړه خبرتيا لرم ـ” قادر بړيڅ پوښتنه وکړه چې هر کله د اسمبلۍ ټول غړي هم د حکومت برخه وى لکه څنګه چې د بلوچستان د پخوانى حکومت په دور کښې وشوه نو قائمه کميټيو کښې به څوک شامليږى؟

د بلوچستان د حکومت وياند جان محمد بليدى ووئيل چې حکومت بلوچستان کښې د ١٩ قائمه کميټيو جوړولو د پاره نوټيفيکيشن جارى کړے دے چې زر به تشکيل کړے شي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ د قائمه کميټيو د پاره د خپل ګوند د دريو مشرانو نومونه ورکړي دي ـ ” جان محمد بليدى د نيشنل پارټۍ لارښود هم دے ـ هغۀ ووئيل چې د صوبائى اسمبلۍ غړے حاجى اسلم، ډاکټر شمع اسحاق او ياسمين لهرى به د نيشنل پارټۍ د دريو قائمه کميټيو مشران وي ـ

هغۀ ووئيل چې د قائمه کميټيو په جوړونه کښې ځنډ ځکه راغے چې صوبائى اسمبلۍ ته د پخوانى سپيکر جان محمد جمالى د مستعفى کيدو نه پس د سپيکر ټاکنه کول وو ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here