د طيبي په وينا، د خواهان ضلعې په مرکز کښې يو جامع کلينيک او دغه شان د حوض شاه په سيمه کښې ئې د خيرښيګړې مرکز موجوديت لرى، خو فلاحى کلينيک سره يوه ايل ايچ وى او يوه نرس ده چې د حوض شاه کلي د درځنونو اوسيدونکو خدمت نه کوي.
هغۀ زياته کړه، کله ناکله د يادو سيمو خلق خپل مريضان د فيض اباد ښار چې د خواهان د مرکز نه د ٦٠ کيلومټرو په فاصله دے، منتقل کوي چې دغه کار هم بې خطره نه دے او اکثرو وختونو کښې ميرمنې او د هغوى بچي په لاره لاره مري.
طيبي چې پخوا د صوبائى اسمبلۍ مشر و، زياته کړه چې حکومت بايد په ذکر شوو سيمو کښې د صحت موبائل مرکزونه فعال کړي، چې دا شان کليو ته لاړ شي او د اميداوارو ميرمنو علاج معالجه وکړي، چې دا رنګ د ميرمنو د مړينې سطح راکمه او په اخر کښې ختمه شي.
هغۀ زياته کړه، چې د خلقو ستونزې ئې څو ځلې د واکمنو او د عام صحت د کارکوونکو سره شريکې کړې، خو تر اوسه پورې د دغو ستونزو لپاره د حل لاره نه ده پيدا شوې.
د صحت واکمن بيا وائي، چې د هرې ضلعې په مرکز کښې د صحت مرکزونه شته، خو د کليو اکثريت د مرکزونو نه د دوو شپو ورځو په فاصله دي چې دغه فاصله بيا د ماشوم او ميندو د مرګ وجه جوړيږى.
خو دوى زياتوي چې د صحت د مرکزونو او ډاکټرانو د زياتوالي په نتيجه کښې د ماشومانو او ميندو د مړينې سطح راکمه شوې ده.
بدخشان کښې د اغا خان ترقياتى نيټ ورک د صحت د پراختيا عمومي پروګرامونو “ايکيدن” ذمه وار ډاکټر شمس علي شمس ووئيل، چې د يونيسف دفتر د سروے تر مخه، په ٢٠٠٢ء کال کښې په راغ ها (يمګان، کران و منجان او تګاب ضلعو) کښې يو لک اميدوارو ميرمنو کښې د زېږون په دوران ٦٥٤٠ ميرمنې مړې شوې دي.
خو هغۀ زياته کړه چې په بدخشان کښې دغه شمير د کلينيکونو، د صحت د مرکزونو او د نرسنګ او ايل ايچ وىز ټرينګ سنټرو زياتيدو سره چې تر اوسه پورې له سلو زياتې ايل ايچ ويز ترې فارغې شوې چې دا وخت دغه شمير د يو لک زېږيدنو په دوران ٢٣٧ ته راکم شوے دے.
ډاکټر شمس الدين زياته کړه چې په ٢٠٠٢ء کال کښې ١٤ د صحت مرکزونه د بدخشان په کچ موجود وو او دا وخت څۀ د پاسه سل د صحت مرکزونه شته چې د د زيانونو سطح ئې راکمه کړې ده.
له دې شمير نه هر کال د ٧٢ نه ٧٣ پورې حمل اخلي چې ٦٣ زره ئې ژوندۍ او محفوظ زېږيدنه کوي، خو د بد قسمتۍ نه چې ٩ زره ميرمنې خپل ماشوم د اميد او يا هم د زېږون په دوران ضائع کوي.
د هغۀ په خبره، په بدخشان کښې د موجود تعداد ترمخه، د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو د مړينې کچ په کال کښې شپږ زره کسانو ته رسيږي چې دا حالت د کورنيو په خصوصى توګه اميدوارو ميرمنو باندې اثر غوځوى .
دا په داسې حال کښې ده چې د عام صحت وزارت د لسو کالو وړاندې سروے څرګندوي چې په هرو سل زرو ميندو کښې، ١٦٠٠ د هيواد په سطح مري، خو اخيرى تر سره شوو سروې ګانو ښودلې چې د صحت خدمتونو فراختيا سره هرو سل زره ميندو کښې ٣٢٩ د زېږون په دوران مري.
د عام صحت وزارت پخوانۍ سروے هم څرګندوي چې د دوو کالو د عمر نه کمو هرو زرو ماشومانو کښې ١١١تنه او تر پنځو کالو کم عمر هرو زرو ماشومانو کښې١٢٩ ماشومان مري، خو د نوې سروے ترمخه، د دوو کلونو نه د کم عمر لرونکو ماشومانو څخه د کال ٧٧ او د پنځو نه د کم عمر لرونکو نه د کال ٩٧ ماشومان مري.
ډاکټرشمس په دې حقله چې ايا تر اوسه پورې د زېږون په دوران د ميندو د مرګ او مير کچ حتم شوے نۀ دے، ووئيل:((حامله ميندې او کورنۍ د بيوزلۍ، د حکومت د نه پاملرنې، د بدخشان د پيچيده جغرافيې او په کلو او لرې پرتو سيمو کښې د وګړو د خورېدو او کلينيکونو د موجودګۍ نه بغير نۀ شى کيدے چې د صحت مرکزونو ته رسيدنه وکړو.))
هغۀ د کورنۍ د غذائي تحفظ په حواله زياته کړه، داسې شميرې شته چې د بدخشان د وګړو ٨١ سلنه وګړي غذائي تحفظ نه لري او دا کار ددې سبب شوے چې خواؤشا ٦٠ سلنه ميندې د ناسمو خوړو په سبب له بيلابيلو درجو سره مخ شي.
خواؤشا ٤٤ سلنه ميندې د وينې د کمى او ٦٤سلنه نورې د ويټامن د سخت کمى سره مخ دي چې د ماشوم ، جينۍ او ميندو په وده او مرحله واره فراختيا کښې حياتي عنصر دے، مخ دي او دا شميره څرګندوي چې په بدخشان کښې د ميندو تحفظ خطرې سره مخ دے او دا چاره څرګندوي چې بايد زياتې مرستې وشي او شته کلينيکونه او ډاکټران بسنه نه کوي.
هغه څرګنده کړه چې دې کار سره به نور د بدخشان خلق ضرورت ونۀ لري چې خپل رنځوران، تخار، بلخ او يا کابل ته يوسي او له بلې خوا به د ماشومانو د مړينې په برخه هم اثر ولرى.