پنجاب: جيلونو کښې د موبائل فون جيمرز لګولو له کبله وګړي ستونزو سره مخ

0
4128

 لاهور (شفيق شريف) ټول پنجاب کښې د جيل واکمنو لخوا حساسو جيلونو کښې د قيديانو د موبائل فون د استعمال د مخنيوى د پاره د نصب کړے شوى موبائل فون جيمرز له امله د خواؤشا په اباديو کښې سيلولر سروسز په ډيره سخته توګه ځپلے شى ـ

د پنجاب په بيلابيلو ضلعو کښې داسې ٣٢ جيلونه دي چې د ګڼې ګوڼې په سيمو کښې قائم دي چرته چې د موبائل فون د کاروونکو يو لوے شمير ميشتۀ دے ـ دا جيلونه د ښارونو په خواؤشا کښې جوړ کړے شوي وو ولې اوس دې سره چاپيره نۀ يوازې د ګڼې ګوڼې ابادۍ دي بلکې د اوسيدو هاؤسنګ سوسائټۍ هم جوړې کړے شوې دي ـ د دې سيمو استوګن سيلولر کمپنيو څخه سروس کښې د خرابۍ په اړه شکايت کوونکي ښکاري ـ د کوټ لکهپت اوسيدونکى شهزاد ابدالى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې شکايت وکړو چې هغه د سنټرل جيل نه پينځۀ کلوميټره لرې اوسيږى خو د دې باوجود د تير يو کال راسې ناوړه سيلولر سروسز ترلاسه کوي ـ هغۀ ووئيل :” کله چې ما سره څوک رابطه کول غواړى نو هغۀ ته زما فون بند ملاويږى او که چرته اتفاق سره کال ملاؤ هم شى نو بل لورى ته موجود تن زما اواز نۀ اورى ـ نوے تهرى جى سروسز کارول هم ناممکن شوي دي چې وجه ئې د سګنلو کمزورى کيدل وى يا هغه بيخى نۀ راځي ـ”

د شادمان اوسيدونکى جواد احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې دعوه وکړه :” زۀ د ډسټرکټ جيل لاهور نه دوه کلوميټره لرې اوسيږم ـ دې سيمه کښې د هرې سيلولر کمپنۍ سروس ناوړه د ےـ ما د سيلولر کمپنيو اړونده واکمنو ته دې لړ کښې شکايت کړے دے خو په دې حقله هيڅ تګ و داؤ ؤ نۀ شو ـ “

د ډسټرکټ جيل لاهور سپرنټنډنټ شهرام توقير خان ووئيل :” جيمرز د جيل د يوازې نيمې برخې احاطه کوي ـ دا د ترهه ګرو ، د زمانې د بدنامو مجرمانو او فرقه ايز فساد کښې د ککړو قيديانو د بارکونو نه بهر لګولے شوي دي ـ”

د يوې ځائې سيلولر کمپنۍ وياند عامر پاشا نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” د جيلونو په خواؤشا اباديو کښې د اوسيدونکو خلقو يو لوے شيمر موبائل فون استعمالولے نۀ شي لکه چې د جيمرز په وجه هغوئ کال اخستے شي او نۀ کال کولے شي، ايس ايم ايس ايم کول هم ممکن نۀ ده، د دې ترڅنګ د هغوئ د انټرنيټ رفتار هم کم شوے دے ـ” هغۀ زياته کړه چې د جيلونو نه په خاص فاصله د قائم اباديو اوسيدونکي هم داسې ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې د جيل واکمنو په غيرقانونى توګه د دې موبائل جيمرز فريکوئنسى غزولې ده ـ “

دې سيمو کښې د سيلولر کمپنيو د فرنچائز او ريټيلرانو د پاره خپلې کاروبارى هلې ځلې ترسره کول ګرانيږي لکه څنګه چې بيلنس اپ لوډ کولو او د رقمونو په منتقلۍ کښې ستونزې رامنځته کيږي ـ

عامر پاشا ووئيل :” د زياتيدونکو شکايتونو له کبله سيلولر کمپنيو په دې حقله څيړنه وکړه د کومې نه چې دا رابرڅيره شوه چې جيلونو کښې د لګولو شوو جيمرونو په وجه دا کړمه پيدا کيږى ـ

ځکه نو سيلولر کمپنيو فريکوئنسى ايلوکيشن بورډ (ايف اے بى) ته د سروے کولو درخواست وکړو کوم سره چې زمونږ د انديښنو تصديق شوے دے ـ “

د پاکستان ټيلى کميونيکيشن اتهارټى وياند خرم مهران نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې فريکوئنسى ايلوکيشن بورډ، نيشنل ريډيو او ټيلى کام کارپوريشن په دې حقله ګډه توګه باندې جائزه اخستې وه او دا تسلى ئې کړې وه چې جيلونو کښې سيلولر سګنل نۀ راتللو او د جيمرز له کبله د جيلونو په خواؤشا کښې هم څۀ ستونزه نۀ راولاړيده ـ څۀ مودې پورې خو دې لړ کښې څۀ شکايت مخې ته را نۀ غلو ولې تيره مياشت لاهور، ګوجرانواله، سيالکوټ، ملتان، قصور ، شيخو پوره او بهاولپور کښې يو ځل بيا د سيلولر کمپنيو د سنګنلو په ورکړه کښې خنډ پيدا شو ـ

د سيلولر کمپنيو واکمنانو دعوه کړې ده چې چارواکي هغوئ سره مرسته نۀ کوي چې له امله ئې د جيل واکمن د قانون خيال نۀ ساتى ـ اوس به د ټولو سيلولر کمپنيو په تکنيکى ماهرانو مشتمل يوه ډله د داخله وزارت استازو سره په دې صورتحال خبرو اترو د پاره ليدل کتل کوي او هغوي ته به دې لړ کښې خبرتيا ورکوى ـ

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here