خيبرپښتونخوا کښې بلدياتى ټاکنې خو ځوان مشرتابه چرته په نظر نۀ راځى

0
4419

Photo By Matiullah Achakzai

پيښور (اظهارالله ) د تجزيه نګارانو خيبرپښتونخوا کښې په ٣٠مئى د کيدونکو بلدياتى انتخابونو په حقله وينا ده چې هر څو کۀ بلدياتى حکومت کښې د ځوانانو د پاره چوکۍ ځانګړې کړے شوې دي ولې زده کوونکو په سياست د اوږدې مودې راسې د لګيدلى بنديز له کبله زلمے مشرتابه رامنځته نۀ شو ـ

د پاکستان د ابادۍ اکثريت په ځوانانو مشتمل دے چې خواؤشا ٦٠ سلنه دے ـ تعليمى ادارو کښې په طلبا يونينونو د بنديز د حکومتى پاليسۍ ناقدين وائي چې د يادې پاليسۍ په وجه ځوانانو د پاکستان د سياسى نظام، د دې د چال او ستونزمنۍ په اړه خبرتيا ونۀ لرلې شوه ـ

د پيښور پوهنتون د صحافت شعبه کښې ليکچرار ډاکټر فيض الله جان ووئيل :” د زده کوونکو په يونينونو د تيرو ٣٥ کالو راسې د لګيدلو بنديزونو له کبله مونږ دا پليټ فارم غير مؤثره کړے دے کوم چې د زده کوونکو د پاره سياست کښې د قدم ايښودو د پاره يوه نرسرى او د روزنې ځائے ؤ ـ پاکستان کښې په طلبا يونينونو د اوږد مهاله بنديز په وجه د پاکستان په قامى منظرنامه کښې سياسى توګه باندې بالغ ځوانان او د اعلى پاې قيادت راوړاندې نۀ شو ـ”

پاکستان کښې د زده کوونکو په يونينونو فرورى ١٩٨٤ء کښې د مارشل لا د يوې حکم نامې له لارې بنديز ولګولےشو کومه چې فوځى آمر صدر جنرل ضياء الحق جارى کړې وه ـ د پاکستان انسټى ټيوټ آف لچسليشن اينډ ډويلپمنټ (پلډاټ) د دې څيړنې ترمخه د زده کوونکو په يونينونو د بنديز وجه دا بيان کړے شوه چې تعليمى ادارو کښې د سياسى هلو ځلو له کبله تشدد زياتيدو ـ

رپورټ کښې وئيلے شوي دي چې په لويه پيمانه دا منلے شى چې دا بنديز په دې وجه ولګولے شو ځکه چې جنرل ضياء الحق د زده کوونکو يونينونه د خپل فوځى حکومت د پاره خطره ګڼله :” دا باور هم کولے شى چې دا پريکړه د دې راپورونو په اساس شوې وه چې حکومت ضد طلبا اتحاد د يادونې وړ وس دس او قوت ترلاسه کړے دے او دا د جنرل ضياء الحق د حکومت د پاره خطره جوړيدے شى …….. دا د هغه بڼې خطره وه د کومې په سؤب چې ١٩٦٩ء کښې د صدر ايوب خان د حکومت تخته اړولې شوې ده او هغۀ (ضياء) د زده کوونکو په يونينونو او د زده کوونکو په نورو تنظيمونو بنديز لګولو سره د دې بڼې په هر کوم امکان له وړاندې نه قابو وموندله ـ”

د پاکستان پيپلز پارټۍ شهيدې مشرې بينظير بهټو او د پاکستان پخوانى وزيراعظم يوسف رضا ګيلانى پرله پسې ١٩٨٨ء او ٢٠٠٨ء کښې د پارليمان د پرانستې غونډې ته د وينا کولو په مهال پاکستان کښې د زده کوونکو په يونينونو د لګيدلو بنديزونو ختمولو اعلان کړے ؤ ـ خو ولې د سياسى مشرتابه لخوا د ژمنو باوجود د زده کوونکو د يونينونو د بحالۍ د پاره سياسى محاذ باندې ډيرې کمې هلې ځلې په نظر راغلې ـ

خيبرپښتونخوا کښې د اوږدې دمې نه وروستو د روانې مياشت په مهال کيدونکو بلدياتى ټاکنو کښې د صوبې د هرې ضلعې کلى وال کونسل کښې يوه څوکۍ د زلمو د پاره ځانګړې کړے شوې ده ـ

٢٥کلن مشتاق احمد ووئيل :” زۀ د بلدياتى انتخابونو د طريقه کار نه خبر نۀ يم ـ” هغۀ د خيبرپښتونخوا د کوز دير ضلعې څخه د ځوانانو د څوکۍ د پاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي ـ هغۀ ووئيل چې هغۀ چرته د کوم طلبا فيډريشن په هلو ځلو کښې ګډون ؤنۀ کړو ځکه چې ” دا تعليمى ادارو کښې تشدد ته د لمن وهلو نه علاوه هيڅ نۀ کوى ـ”

يو بل ٢٩ کلن اميدوار محمد طيب د خيبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې نه بلدياتى ټاکنو کښې برخه اخلى، هغۀ نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ، سټوډنټ يونينز، او سټوډنټ فيډريشنز، کښې دا توپير دے چې د وړاندې ذکر شوى يوازې يو ويژن وى او وروستو ياد شوے په تعليمى ادارو کښې د لاريونونو کولو ترڅنګ تعليمى هلې ځلې په منفى ډول متاثره کوى هم ـ

تير وخت کښې د زده کوونکو يونينونو تعليمى ادارو کښې د بيلابيل رنګ د روزنې د دستورو بندوبست کړے دے چې پکښې د مشرتابه روزنه، د خبرتيا مهم او د حقونو او سياسى شعور د بيدارۍ د پاره د مختلفو پروګرامونو کيدل شامل دے ـ د زده کوونکو يونينونه په د سرکارى تعليمى ادارو د انتظامى ډهانچې يو اهم جزو ؤ چرته چې به ئې د زده کوونکو د حقونو د خوندى کولو د پاره تجويزونه وړاندې کول ـ

سياسى تجزيه کار د زده کوونکو په يونينونو بنديز پاکستان کښې د جمهوريت د بقاء د پاره يوه خطره ګرځوى ـ د پاليسى سازۍ د چارو پوهاند او تجزيه کار رضا رومى ووئيل چې د زده کوونکو په سياست د بنديز د جمهوريت په سلامتيا انتهائى منفى اغيزې شوې دي د کوم له کبله چې د ځوانانو يو لوے شمير د جمهورى او انتخابى چارو په اړه خبر نۀ شول ـ

کله چې د هغۀ نه پوښتنه وکړے شوه چې خيبرپښتونخوا کښې کيدونکو بلدياتى ټاکنو کښې برخه اخستونکي زلمي اخر ولې سياسى معلومات نۀ لرى ؟ رضا رومى ووئيل چې د بلدياتى حکومتونو په نظام کښې بې قاعدګى راغلې وه چې له امله ئې د سياسى شراکت عمل متاثره شو ـ

هغۀ زياته کړه :” پاکستان ته د زده کوونکو په يونينونو د لګيدلى بنديز ختمولو ضرورت دے چې دا شان د ځوانانو د مرکزى دائرې د سياست لورى ته پام راوګرځولے شى ـ دې د پاره رياست ته په لازمى توګه دا منل پکار دي چې جمهورى لاره يوې ګڼ اړخيزې ټولنې او رياست ته جواب ورکونکې جوړولو له انتهائى اهم ده ـ”

هغۀ ووئيل چې غير منتخب ” هيئت مقتدره ” دې حق کښې نۀ ده چې تعليمى ادارو کښې دې سياسى هلې ځلې روانې وي او سياسى ګوندونه هم ويرې اخستي دي چې کۀ هغوي داسې وکړى نو حريفان ئې له هغوي سياسى بريا ترلاسه کولے شى ـ

رضا رومى پوښتنه وکړه :” بنګله ديش، انډيا او نورو هيوادونو کښې د زده کوونکو يونينونه فعال دي نو پاکستان کښې ولې په دې بنديز لګيدلے دے؟ له دې بنديزه د جمهورى شراکت د عمل کمزورى کولو څخه پرته نور څۀ مقصد ترلاسه کولے شى ـ”

پيښور پوهنتون کښې کار کوونکو د زده کوونکو د بيلابيلو فيډريشنونو مشرانو هم د زده کوونکو د يونينونو د کردار په حقله د دې بڼې رائيو څرګندونه وکړه چې دا د نوى مشرتابه د پاره د روزنيز مرکز کردار ترسره کوى ـ

مذهبى سياسى ګوند جماعت اسلامى سره اړونده د اسلامى جمعيت طلبا ستر سيکتر ميا صهيب الدين کاکاخيل د زده کوونکو په يونينونو د بنديز په سختو ټکو کښې مخالفت وکړو او وې وئيل چې دا اقدام د پاکستان د آئين په ضد دے، دا دې په ډاګه وى چې اسلامى جمعيت طلبا د ټول هيواد په تعليمى ادارو کښې فعال دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د خيبرپښتونخوا په بلدياتى انتخابونو کښې برخه اخستونکي زلمي د سياسى نظام په اړه خبر دي او نۀ دومره شعور لري چې خپلو حلقو کښې د ځوانانو ستونزې هوارې کړے شي ـ

ميا صهيب الدين کاکاخيل حکومت باندې تعليمى ادارو کښې د طلبا سياست د بحالۍ د پاره د ګامونو په نۀ پورته کولو نيوکې وکړې، هغۀ ووئيل :” پوهنتونونو د زده کوونکو د يونينونو په ځائے د زده کوونکو سوسائټۍ جوړې کړې دي خو دا يو ورکوټے سوچ دے ځکه چې د زده کوونکو دا سوسائټۍ سياست کښې برخه نۀ اخلى ـ دا يوازې سيمينارونو کولو يا سمپوزيمز پورې محدود وي او له دې زيات د دې څۀ کردار نشته ـ”

هغۀ تعليمى ادارو کښې د ” طلبا يونينز ” او ” طلبا فيډريشنز ” ترمنځه موازنې کولو سره وړومبے ياد شوے زيات ګټور وګرځولو ولې چې رښتيا دا دي چې طلبا فيډريشنز کښې يوازې د ګوتو د شمير څو زده کوونکي فعال وي چې لامل ئې دوئ سره تړلے د دې تاثر وده ده چې دوئ تشدد زياتوي ـ

ميا صهيب الدين کاکاخيل ووئيل :” د زده کوونکو د يونينونو يوه انتخابى ډهانچه وى چې د زده کوونکو لارښودانو د روزنې او د هغوئ د صلاحيتونو څرګندولو د پاره د يوې نرسرۍ کردار ترسره کوي ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here