له ٧٠ زرو زيات استاذان د خپل راتلونکى په اړه د بې باورۍ ښکار

0
4719

لاهور ( شهريار ورائچ) نسيم ملک د هائى سکول يوه استاذه ده چې سپيشل ايجوکيشن ډيپارټمنټ (ايس اى ډى) پنجاب سره ئې د دريو کالو کنټريکټ ؤ د کوم موده چې ختمه شوې ده خو د دې باوجود هغه کنټريکټ کښې د فراختيا انتظار کوى ـ
د هغې د تيرو شپږو مياشتو تنخواه وراوړيدلې ده چې له امله ئې دا وخت هغه د مالى ستونزو ښکار ده ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” ما وروستو له خپلې ټاکنې ګريډ ١٤ کښې د سينئر ايليمنټرى سکول ټيچرې په توګه کار کولو ـ زما کنټريکټ کښې د فراختيا د پاره دا شرط ايښودے شوے ؤ چې زما په ايجوکيشن کښې دې د بيچلرز ډګرى وى کومه چې ترسره شوې ده ولې د دې باوجود د غوره راتلونکى څۀ رڼا په نظر نۀ راځى ـ”
د پنجاب ټيچرز يونين عمومى سيکتر رانا لياقت وا‌ئى چې د ٧٠ زرو نه زيات استاذان خپل کنټريکټ کښې د فراختيا په طمعه دي، ځينو ته ورکړه شوې ده او ډيرو ته د کنټريکټ د مودې ختميدو نه پس هم ادائيګى ونۀ شوه ـ هغۀ ووئيل :” تر دې چې د کنټريکټ ختميدو نه وروستو تنخواه ترلاسه کوونکي استاذان هم د بې باورۍ صورتحال سره مخامخ دي ـ د کنټريکټ په وخت د ٣٥ کالو يا د کنټريکټ د مودې په دوران د ٣٥ کالو عمر ته د رسيدونکو استاذانو د کنټريکټ په لازمى توګه غزيدل پکار دى ـ ” هغۀ زياته کړه چې هر څو کۀ زمونږ غوښتنه ده چې دا استاذان دې پاخۀ کړے شي ولې مونږ د څۀ مودې د پاره کنټريکټ کښې فراختيا منلے شو ـ
د ايس اى ډى پنجاب د سيکرټرى عبدالجبار شاهين ترمخه د ٢٠١٠ء نه وروستو له ٧٠ زرو زيات استاذان وخت په وخت د دريو کالو په کنټريکټ بهرتى کړے شول ـ هغۀ ووئيل :” دا استاذان د ګريډ ٨ نه ګريډ ١٨ پورې ولګولے شول ـ ګريډ ١٧ او ١٨ کښې د مضمونونو ماهرانو هيډ ماسټران، د مضمونونو سينئر ماهرين او سينئر هيډ ماسټران د پبلک سروس کميشن (پى سى ايس) په ذريعه وټاکلے شول ولې دا ټاکنه د يوې ځانګړې مودې د پاره وه ـ ”
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه استاذان چا سره چې کنټريکټ شوے دے ، هغوي ته د مستقل عملې نه زياته تنخواه ورکولے شى او سوشل سکيورټىى ګټې هم ورکړے شوې دي ـ
د ٢٠١٣ء د عامو انتخابونو نه څۀ موده وړاندې هم د پنجاب وزيراعلى يو نوټيفيکيشن جارى کړے ؤ ـ هغۀ دا په داګه کړې وه چې په کنټريکټ بهرتى شوي ټول ملازمان به پخولے شى خو سپريم کورټ آف پاکستان د هغۀ په دغه حکم د عمل درآمد لاره ونيوله او دا ئې د اليکشن کميشن د قاعدو خلاف ورزى وګرځوله ـ
د پنجاب ټيچرز ايسوسى ايشن ستر سيکتر کاشف شهزاد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې شهباز شريف د اعلى وزارت د قلمدان سنبالولو نه پس دا نوټيفيکيشن په دويم ځل جارى کړو د کوم نه وروستو چې د سکول ايجوکيشن ډيپارټمنټ نه علاوه ټولو محکمو کښې ملازمان پخولے شي ـ هغۀ ووئيل :” دا خبره د پريشانۍ وړ ده چې د تعليم د محکمې پاليسى نۀ قائميږى ـ دې سره په يقينى توګه د استاذانو کارکردګى اغيزمنه کيږى ـ دا هغه بنيادى لامل دے د کوم په وجه چې د سرکارى تعليمى ادارو معيار د غورځيدو ښکار دے ـ”
د پنجاب ټيچرز يونين صدر سيد سجاد اکبر کاظمى ووئيل چې ياده پاليسى څۀ منطق نۀ لرى ځکه چې حکومت د استاذانو پخولو سره کروړونه روپۍ د کال ژغورلے شي ـ هغۀ ووئيل :” يو خوا محکمه د وسيلو کمے د دې ستونزې اساسى لامل ګرځوى او بلخوا د کروړونو روپو د دې زيان د مخنيوى لورى ته پاملرنه نۀ شى کولے چې ښکاره تضاد دے او د دې ستونزې د هوارى په اړه د غير سنجيده رويې يو مثال دے ـ”
په ١٦ فرورى ٢٠٠٧ء د هغه وخت د پنجاب وزيراعلى پرويز الهى د استاذانو د کارکردګۍ تللو د پاره يو پروګرام پيل کړے ؤ د کوم لاندې چې به د کنټريکټ له فراختيا وړاندې د استاذانو کارکردګى معلومولے شوه د کومې نه پس چې به هغه پخولے شو ـ
د پنجاب د تعليم وزير رانا مشهود نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د تعليم محکمې په کنټريکټ د کار کوونکې عملې په حقله تفصيلى راپورټ غوښتے دے او د هغوي د کارکردګۍ د جائزې اخستو عمل پيل شوے دے ـ هغۀ ووئيل :” ما هدايات ورکړي دي چې د استاذانو د کاکردګۍ د کتنې عمل دې زيات تند کړے شى چې دا شان هغه خلق چې خپل ټاسک ئې ترسره کړے دے او چا چې د کنټريکټ د مودې په مهال خپل خدمات په غوره ډول سر ته رسولې دي ، هغوي ته به نوے کنټريکټ جارى کولے شى ـ” هغۀ ووئيل :” د استاذانو د پخولو د معاملې نه وزيراعلى خبر دے ـ زۀ هيله لرم چې زمونږ حکومت به دې لړ کښې زر تر زره زيرے واؤروى ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here