د سرائيکۍ ژبې د نوميالى شاعر شاکر شجاع آبادى د مرستې ټولې دعوې د خبرو تر حده پاتې شوې

0
4102

لاهور (احسان قادر) سوئيلى پنجاب سره اړوند د سرائيکۍ ژبې نوميالے شاعر او دانشور شاکر شجاع آبادى د خپل علاج په حقله د حکومتى دعوو د ترسره کيدو لارې څاري ـ

شاکر شجاع آبادى د سرائيکۍ ژبې يو ستر شاعر دے او په سرائيکى شاعرۍ د هغۀ ګرفت غير معمولى دے چې مخ اړول ترې ممکن نۀ دي ـ هغه د سوئيلى پنجاب په ادبى حلقو کښې نۀ يوازې په مقبوليت کښې تر ټولو وړاندې دے بلکې د هغۀ ډير زيات احترام هم کولے شى ـ شاکر شجاع آبادى د ١١ کتابونو په ليکلو د قامى کچ په ګڼو انعامونو نمانځلے شوے دے ـ هغه دا وخت د يو ذهنى رنځ ښکار دے او لاهور جنرل هسپتال کښې ئې علاج کيږى ـ هغۀ اردو، پنجابۍ او نورو ژبو کښې هم شاعرى کړې ده ـ

نيوز لينز پاکستان سره ليکلو خبرو اترو کښې شاکر شجاع آبادى ووئيل :” زۀ د خپل ځان د پاره د څۀ څيز ضرورت نۀ لرم ځکه چې ما خپل ژوند تير کړے دے ـ خو زما د بچو راتلونکے دې خوندى کړے شى او حکومت دې زما د مرګ نه وروستو د هغوئ خيال وساتى ـ”

نيوز لينز پاکستان سره يوه مرکه کښې د شاکر شجاع آبادى زوئ نويد شاکر ووئيل چې د هغۀ پلار سرائيکۍ شاعرۍ او ادب کښې غير معمولى خدماتو باندې د قامى کچ په ګڼو انعامونو نمانځلے شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې ولې په هغو ميډالونو او شيلډونو د هغۀ علاج ممکن نۀ دے بلکې دې د پاره دې ورته مالى مرسته ورکړے شى ـ

نويد شاکر دعوه وکړه چې وزيراعظم نواز شريف په اوومه فرورۍ ٢٠١٤ء بهاولپور کښې يوې اولسى غونډې ته د وينا کولو په مهال د هغۀ د پلار د بې معاوضې علاج او د هغۀ يو زوئ ته د ملازمت ورکولو وعده کړې وه ـ هغۀ زياته کړه :” د يو کال مودې تيريدو باوجود په دې ژمنه عملدرآمد ممکن نۀ شو ـ”

هغۀ ووئيل چې د هغۀ پلار ٢٠٠٤ء کښې د دې رنځ ښکار شوے ؤ او د هغه وخت راسې هغه د خبرو اترو کولو جوګه نۀ دے ـ هغۀ زياته کړه چې د پنجاب د وزيراعلى شهباز شريف لخوا د ١٥ لکو روپو د مالى مرستې اعلان شوے ؤ چې تر اوسه ورنۀ کړے شوې ـ

لاهور جنرل هسپتال کښې د شاکر شجاع آبادى معالج ډاکټر انجم حبيب ووهړا نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې شاعر د نفسياتى رنځ “ډسټونيا” ښکار دے چې له امله ئې د هغۀ ګڼ شمير طبى ټسټونه شوي دي ـ

د ډاکټر انجم حبيب ووهړا ترمخه :” شاکر شجاع آبادى د دې رنځ په سؤب خبرې نۀ شي کولے ـ د ډسټونيا په علاج د ٢٠ لکو روپو خرڅ راځى چې له امله ئې د شاکر شجاع آبادى کورنۍ د هغۀ علاج کولو ته چمتو نۀ ده ځکه چې هغه د دې توان نۀ لرى ـ” خو ولې هغۀ ووئيل چې شاکر شجاع آبادى ته يوه پرائيويټ کمره الاټ کړے شوې ده او يو ميډيکل بورډ هم جوړ کړے شوے دے کوم چې د هغۀ علاج کوى ـ

د نيشنل سرائيکى پارټۍ مشرې ساجده لنګاه ووئيل چې شاکر شجاع آبادى يو ستر شاعر دے چا چې د خپلې شاعرۍ د لارې د اولس د محروميو لورى ته پاملرنه وکړه ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره ټيلى فونى خبرو اترو کښې ووئيل :” دا د هغۀ شاعرى وه چې زما د پاره د لارې مشال وګرځيده او ما په سياست کښې د راتللو پريکړه وکړه ـ هغه د سرائيکۍ سيمې يوه لويه پنګه ده چا چې اولس ته وډيراؤ ، ظالمانو او زورورو سره د جنګيدو چل وښودلو ـ”

هغې شاکر شجاع آبادى د بې برخو طبقو او په ځانګړى توګه د سوئيلى پنجاب د بې وزله خلقو د جذباتو ترجمان وګرځولو ـ ساجده لنګاه دا تجويز هم ورکړو چې د شاکر شجاع آبادى د ادبى مقام د اعتراف د پاره دې يوه اداره جوړه کړے شى چې دا شان د هغۀ شاعرۍ سره راتلونکي نسلونه هم اشنا شي ـ

فرورى ٢٠١٤ء کښې وزيراعظم نواز شريف شاکر شجاع آبادى ته د مياشتنۍ وظيفې او کور ورکولو نه علاوه د هغۀ يو زوئ ته د ملازمت ورکولو اعلان کړے ؤ ـ دا ژمنه چرته ترسره نۀ شوه ـ وروستو له دې وزيراعلى شهباز شريف د هغۀ د پاره ٢٥ زره روپۍ مياشتنۍ وظيفه وټاکله کومه چې هغۀ ته د روان کال په جنورۍ کښې يوازې يو ځل ترلاسه شوه ـ

د حکمران ګوند مسلم ليګ نواز لارښود او د پنجاب حکومت وياند زعيم قادرى ووئيل چې هغۀ د لاهور جنرل هسپتال دوره وکړه او د رنځور شاعر د صحت په اړه ئې ځان خبر کړو ـ هغۀ ووئيل :” لاهور جنرل هسپتال کښې يو پينځۀ تنى طبى بورډ جوړ کړے شوے دے چې د شاکر شجاع آبادى علاج کوى ـ “

هغۀ زياته کړه :” وزيراعلى شهباز شريف د علاج ټول خرڅونه پخپله زغمي ـ حکومت دا باورى کوى چې پبلشرز د هغۀ د کتابونو رائلټى ورکړى چې دا شان هغه د خپل امروزه لګښتونه وزغملے شى ـ” د زعيم قادرى وړاندې وينا وه چې حکومت به د شاکر شجاع آبادى مرسته روانه ساتى ځکه چې هغه يوه قامى اثاثه ده ـ

 

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here