ټهټهه : په ماکلى غر کيدونکې چاودنې، د ښار د تاريخى ودانيو د پاره خطره وګرځيده

0
4143

ټهټهه (اقبال خواجه) نيوز لينز ته د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه ماکلى او د هغې په خواؤشا کښې د درنګونو د کنيستو هلې ځلې او د کرشنګ پلانټونو په لويه پيمانه د لګولو له امله ښار کښې قائم د ايشياء دويمه لويه هديره، ښکلې مقبره، د ګڼې ګوڼې سيمه، ضلعى جيل، سټيډيم، د ترک حکومل لخوا د ٢٠١٠ء د سيلاب ځپلو د پاره جوړ کړے شوے د استوګنې کمپليکس او ښائسته پس منظر لرونکې تعليمى ادارې د خطرې لاندې دي ـ

د ماکلى اوسيدونکې د صوبائى اسمبلۍ پخوانۍ غړې حميرا الوانى ووئيل چې جى بالکل! دا ټيک ده ـ هغې ووئيل :” ټوله ورځ د کيدونکو چاودنو غږ د ځائى اوسيدونکو، زده کوونکو، خوارى کښو او د ژوند د ټولو ميدانونو د اړونده خلقو په غوږونو کښې کيږى او اکثرو مهال زمکه کښې رپيدل شان محسوسيږى، مونږ دې هر څۀ تنګ کړي يو ـ”

نيوز لينز پاکستان چې کله د صوبائى اسمبلۍ د پخوانى غړى او د پاکستان پيپلز پارټۍ ټهټهه څانګې د عمومى سيکتر صادق على ميمن نه پوښتنه وکړه نو هغۀ ځواب ورکړو چې ټهټهه سيمنټ فيکټرى، آرمى پبلک سکول و کالج او اوس اوس جوړ شوے پلنه او لوړه چارديوارى لرونکے ډسټرکټ جيل، د ترکيانو په مرسته د ٢٠١٠ء د سيلاب له امله بې کوره شوو خلقو د پاره په جوړو شوو دوو زرو کورونو مشتمل د استوګنې د يو لوے کمپليکس په خواؤشا کښې د يو درځن نه زيات کرسنګ پلانټونه کار کوي ـ

صادق على ميمن زياته کړه چې د لويو ګټو په بارودو ماتول او د هغې په ټکړو کښې تقسيمول د معمول يو کار ګرځيدلے دے د کومو نه چې وروستو بيا د بيلابيل ډول کاڼي جوړولے شى چې پکښې شږلوړه باجرى هم شامله ده، د دې عمل له امله سيمه کښې هر وخت د چاودنو شور اوريدے شي چې ورسره ودانۍ ځپلے شي،په دې کښې ډيرې د تباه کيدو ښکار شوي دي او په هغې کښې درزونه راغلي دي ـ

د ګورنمنټ کالج ماکلى پرنسپل او نوموړى څيړنکار ډاکټر محمد على مانجهى نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل چې د درنګونو کنستو او کرشنګ پلانټونو له د کاڼو ماتولو د پاره د کيدونکو چاودنو له امله آرمى پبلک سکول و کالج، کانسيپټ سکول او کالج، سټى سکول، شاه لطيف پبلک سکول، مخدوم هائى سکول، نيوى کيټر سکول او کالج، وزډم سکول، مشعل سکول او لوے شمير کښې سرکارى او نجى تعليمى ادارې متاثره کيږي ـ

ډاکټر محمد على مانجهى د يو تاريخ دان کيدو ترڅنګ د سندهـ د ثقافت محکمې ډائريکټرجنرل هم پاتې شوے دے،هغۀ په ډاګه کړه چې په مستقله توګه د کيدونکو دې چاودنو په وجه ماکلى کښې له وړاندې راسې قائمو يا راتلونکى کښې جوړيدونکو ودانيو ته خطرې پيښې نۀ دي بلکې د څلورو بيلابيلو حکومتى دورونو د حکمرانانو شاندارې مقبرې چې پکښې جام نظام الدين، عيسى خان ترکهان، دوله دريا خان، مائى ماکلى، کالاکوټ او نور اهم تاريخى ځايونه هم شامل دي،د خطې په ولقه کښې دي ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د ذاتى مد څو کرشنګ پلانټونو مالکانو، د کومو اکثريت چې په پښتنو مشتمل دے،سره رابطه وکړه نو هغوي کښې يو يوسف خان په واضحه توګه ووئيل چې مونږ د خپل کاروبار کولو د پاره اړوندو واکمنو ته بډې ورکوو ـ هغۀ ووئيل چې د قام پرسته ګوندونو او حکومتى ګوند څو عهديداراو کارمندان هم بې معاوضې ريتى او باجرى اخلي د کوم له امله چې هغوي زمونږ کاروبارى ګټو ته د زيان رسولو څخه څنډه کوي ـ

هغۀ په ډاګيزې توګه دا ومنله چې اړونده چارواکي هم هره مياشت خپله برخه ترلاسه کوي او په سماجى او سياسى توګه د اثرناکه شخصيتونو وړ چارواکو د ځان ناغرضه کولو له امله په ګڼو ځايونو غير قانونى توګه باندې د سرو سپينو مالکان شوي دي او زمونږ له کاروباره په لويه پيمانه ګټه ترلاسه کوي ـ

د پاکستان پيپلز پارټۍ سندهـ کونسل غړى ډاکټر الطاف خواجه او د زيرکو کارمندانو لوے شمير، چې پکښې د قومى عوامى تحريک سندهـ صوبائى نائب صدر دادا قادررانټو هم شامل دے ، او د ماکلى غر اوسيدونکو ووئيل چې دا سيمه د کراچۍ، حيدرآباد، بدين، کيټى بندر، سجاول او د نورو اهمو کليو او علاقو ترمنځه د راهدارۍ حيثيت لرى او د دې له تباه کيدو د ژغورنې په هيڅ صورت کښې اجازه ورکول نۀ دي پکار، هغوي د تباهۍ څخه د سيمې د ژغورلو د پاره د سمدستى ګامونه اخستو غوښتنه هم وکړه ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here