کراچۍ (تهمينه قريشى) سندهـ د پاکستان وړومبۍ صوبه وه زده کول ئې نۀ يوازې بې معاوضې کړل بلکې لازمى ئې وګرځوله ولې دا وخت صورتحال دا دے چې سندهـ په تعليمى شعبه کښې د هيواد له نورو سيمو ډير وروستو پاتې شوے دے ځکه چې د صوبې د نيمې نه زيات زده کوونکي سکول ته نۀ ځي او پاتې نيم د شين اسمان لاندې يا د استاذانو نه بغير په تعليم ترلاسه کولو مجبور دي ـ
د الف اعلان لاندې د شوو بيلابيلو سروے راپورونو ترمخه سندهـ کښې له پينځو تر ١٦ کالو د عمر په مجموعى توګه ١٢ ملين ماشومانو کښې د نيمې نه زيات يعنى ٦.١ ملين ماشومان سکول ته نۀ ځي ـ بلخوا د سندهـ د تعليم محکمې ترمخه هغه ماشومان چې په څۀ نا څۀ ډول سکول ته تللو کښې بريالي کيږي، هغوي ته ورکړے کيدونکې اسانۍ ناقصه دي ځکه چې د ٧٧ سلنه سکولونو خراب حالت “سکون نۀ ورکوونکے ” دے ـ
د الف اعلان نه د ترلاسه کړے شوې شميرې ترمخه د سکولونو د د خراب حالت اندازه له دې خبرې لګولے شى چې د سندهـ په اوو کښې يوازې يو سکول بهرنے ديوال لرى او دې کښې خواؤشا نيمو کښې د ټټې پورې سهولت شتون نۀ لرى ـ
دوه کاله وړاندې په شپږم مارچ ٢٠١٣ء سندهـ حکومت د بې معاوضې او لازمى تعليم ايکټ منظور کړے ؤ د کوم لاندې چې له پينځو تر ١٦ کالو د عمر هر ماشوم ته د تعليم ورکولو ذمه وار رياست دے ـ خو ولې د بره يادې کړے شوې شميرې نه دا څرګنديږى چې صوبه په دې تاريخى قانون سازۍ عمل درآمد کولو کښې پاتې راغلې ده ـ
د ړنګيدو ښکار نظام
د سندهـ حکومت پلاننګ و ډويلپمنټ محکمې سره اړونده شيرين ناريجو وائى چې يوازې کراچۍ کښې ډ ټولې ضلعې د ټولو ماشومانو د تعليم په کالى ښائسته کولو د پاره ٣٢ زره نورو کلاس رومونو جوړولو ته ضرورت دے ـ
ولې شيرين ناريجو دا باور لرى چې دا ستونزه يوازې هم د فريبژنې بڼې نۀ ده ـ سندهـ کښې په تعليمى شعبه اغيز کوونکى لاملونه تر لوے حده نظام کښې موجودو خاميو سره هم اړوند لرى ـ
هغې ووئيل :”تر ټولو وړاندې خو صوبه کښې د مډل او هائى سکولونو شمير ناپوره دے ـ دويم، ٨٢ سلنه داسې ماشومان چې اول جماعت کښې زده کړه کوي، هغوي لسم جماعت ته له رسيدو وروستو خپله د زده کړې لړۍ له منځه وړي او هغوي کښې د ٤٠ سلنې څخه زيات داسې پينځم يا شپږم جماعت کښې کوي ـ”
نور دا چې د سندهـ د تعليم سيکرتر ډاکټر فضل الله پچوهو دا منى چې صوبه کښې شپږ زره سکولونه کار نۀ کوي او خواؤشا ٤٠ زره ” نالائقه ” استاذان خدمات نۀ ترسره کوي ـ
نوميالۍ د تعليم ماهره او د نجى يونيورسټۍ شهيد ذوالفقارعلى بهټو انسټى ټيوټ آف سائنس اينډ ټيکنالوجى مشره شهناز وزيرعلى وائى چې د ځاندرې له ډيرې زړيدو پرته يوه اهمه ستونزه د تعليمى نظام د ناقصه مينجمنټ هم ده ـ
هغه دا باور لرى چې تعليمى پاليسۍ سمې نۀ دي ځکه چې د دې په جوړولو کښې حقائقو ته کتنه نۀ ده شوې ـ
هغې ووئيل :” هغه کسان چې د دې چارو څاروونکي دي، کله چې پاليسۍ جوړوي نو د زمکنيو حقيقتونو څخه خبر نۀ وي چې د دې څۀ پايلې رامنځته کيدے شي ـ د تعليمى منصوبه سازۍ د مرکزيت نتيجه د دې ناوړه انتظامى صورت کښې راؤتې ده ـ دا وخت د بيلا بيلو محکمو ترمنځه غوره اړيکې او مرسته او د بيلابيل شميرشميرنه په مناسب انداز د تړلو او د هغې د تجزيې کولو ضرورت دے ولې دې لورى ته بيخى څۀ پاملرنه نۀ شى کولے ـ”
شهناز وزيرعلى خپل دريځ دې مثال سره په ډاګه کړو چې د تيرو ٣٠ کالو راسې ايجوکيشن مانيټرنګ انفارميشن سسټم حکومت ته اړونده شمير شميرنه ورکړې ده د کومو چې تشريح کولو ته اړتيا ده چې دا شان د هغو لاملونو درک ولګولے شى د کومو په وجه چې د ماشومانو سکولونو کښې د داخلو شرح اغيزمنه کيږى او د هغوي د زده کړې لړۍ له منځه ځى ـ
هغې ووئيل چې د ځانګړى کړے شوى بجټ نه “ناقصه” منصوبه بندى په ډاګه کيږى ـ د انسټى ټيوټ آف سوشل اينډ پاليسى سائنسز (آئى ـ ايس اے پى ايس) د يوې تجزيې ترمخه صوبائى تعليمى بجټ د اصل چيلنجونو احاطه نۀ کوى ـ د آئى ـ ايس اے پى ايس پروګرام ليډر احمد على ووئيل چې د موجوده مالى کال (١٥ـ٢٠١٤ء ) په مهال د تعليم د پاره ځانګړى کړے شوى فنډز (١٤٩.٥ ارب روپۍ) کښې په مجموعى توګه ١٠ سلنه زياتوالے وکړے شو ـ
ولې هغۀ ووئيل چې د حکومت له لورى ځانګړى کړے شوى دې بجټ کښې ٩٠ سلنه تنخواګانو کښې د زياتوالى په مد کښې کيښودے شوې او پرمختيائى بجټ خواؤشا ١٢ سلنه کم کړے شو ـ
د سياسى دلچستۍ نۀ شتون
د کراچۍ پوهنتون د پاکستان سټډى سنټر ډائريکټر پروفيسر ډآکټر جعفر احمد د ” پوسټ ـډيوولوشن سټيټس آف ايجوکيشن سندهـ “په عنوان خپله څيړنيزه مقاله کښې د تعليمى شعبې د ناقصه مينجمنټ وجه د سياسى دلچسپۍ نۀ شتون ګرځوى ـ
هغه په خپله څيړنيزه مقاله کښې دا دليل وړاندې کوى چې د صوبو د ماشومانو ته د تعليم ورکولو د مناسب وړتيا د نۀ شتون په لاملونو کښې يو دا هم دے چې صوبائى حکومت داسې کولو کښې په سياسى ډول څۀ دلچسپى نۀ لرى ـ
د پروفيسر ډاکټر جعفر احمد ترمخه د هر ډول قانون سازۍ په سمه توګه د نفاذ د پاره به سماج او حکومت ته د دې ذمه وارى منل وى ـ
٢٠١١ء کښې پارليمان نه د ١٨م آئينى بدلون له منظوريدو وروستو د تعليم شعبه صوبائى عملدارۍ کښې راغلې ده ـ
پروفيسر ډاکټر جعفر احمد وائى چې صوبائى حکومتونه او خلق دواړه د دې آئينى ترميم له امله کيدونکى دې بدلون منلو ته چمتو نۀ وو د کوم په وجه چې په تعليمى نظام سماجى وس دس قائم نۀ شو چې يو لامل ئې د سياسى دلچسپۍ نۀ شتون هم ؤ ـ
هغۀ زياته کړه :” دا د حکومت ذمه وارى ده چې هغه په خلقو کښې د آئينى ترميم او بدلون په اړه جذبه او ولوله پيدا کړى ـ افسر شاهى او حکومت صوبه کښې ماشومان د تعليم په کالى د ښائسته کولو په حقله د ذمه وارۍ څرګندونه ونۀ کړه ـ “
حکومتى رد عمل
يو خوا د تعليم صوبائى وزير نثار احمد کهوړو تعليمى نظام کښې خامۍ منى نو بلخوا هغه دا دعوه کوى چې د هغوي حکومت هر هغه ګام اخلى د کومو له لارې چې ستونزې هواريدے شى ـ
هغۀ د حکومت له لورى په دې اړه د شوو اقداماتو تفصيل سره وضاحت وکړو او وې وئيل چې هغوي د بندو پرتو سکولونو د پرانستو او د ” نالائقه ” استاذانو په لګولو او بدليو د بنديز په ذريعه د دې ستونزې د هوارولو هڅې کوي ـ
هغۀ ووئيل چې حکومت د نيشنل ټيسټنګ سروس لخوا د ترتيب کړے شوى ټيسټ په رامنځته کولو د “نالائقه” استاذانو د ټاکنې په ميرټ د توثيق د پاره پاليسى متعارف کړې ده ـ هغه ټينګ شو چې د هغۀ په نګرانۍ کښې ترسره شوې ټولې ټاکنې په ميرټ شوې دي ـ
سکولونو کښې د استاذانو د حاضرۍ يقينى کولو په اړه خبرو اترو کښې نثار احمد کهوړو ووئيل چې هغۀ په بدليو او ټاکنو بنديز لګولے دے او يوازې په هغه صورت کښې به د استاذانو ځانګړې ځايونو ته بدلى کولے شى چې مقصد ئې د بندو سکولونو ازادول وى ـ هغۀ دعوه وکړه چې د بندو سکولونو شمير خواؤشا نيم پاتې دے کوم چې اوس درې زره دي ـ
هغۀ ووئيل چې صوبائى حکومت د جينکو زده کوونکو د پاره د بې معاوضې کتابونو ورکولو نه وظيفه هم رامنځته کړې ده چې دا رنګ د هغوي سکولونو ته د تللو په حواله ډاډګيرنه وشى ـ هغۀ ووئيل چې کليوالو او ښارى سيمو سره اړونده د شپږم جماعت نه لسم جماعت پورې څلورنيمو لکو طالباتو ته په ترتيب سره د ٣٥ نه ٢٥ سوو روپو پورې مياشتنۍ وظيفه ورکولے شى ـ
هغۀ ووئيل چې ټوله صوبه کښې هغه يو زر سکولونه په ګوته کړے شوي دي چرته چې د زده کوونکو حاضرى زياته ده او هغه به په بهرنۍ مرسته ودانولے او مرمت کولے شى