کراچۍ: د سمو پلټنو نۀ کيدو له امله د جرمونه کوونکو کسانو له عدالتونو د خوشي کيدو امکانات زيات شول

0
4493

کراچۍ (تهمينه قريشى) ستمبر ٢٠١٣ء کښې د سندهـ پوليس او رينجرز د جرمونه کوونکو عناصرو په ضد اولسى حلقو کښې له بحث لاندې د راتلونکو عملياتو نه وروستو د کراچۍ د ترهه ګرۍ د مخنيوى نهو عدالتونو ته په مجموعى توګه ليږلے شوو مقدمو څخه يوازې ٦.٩ سلنه کښې ملزمانو ته سزا اورولے شوې ده ـ

د سندهـ پوليس له لورى د جرمونه کوونکو کسانو په ضد ترسره شوي کريک ډاؤن کښې د برياليتوب د اندازې لګولو د پاره د ورکړے شوى شمير ترمخه د ترهه ګرۍ د مخنيوى ټولو نهو عدالتونو کښې د ٢،٥٧١ شکمنو کسانو په ضد مقدمه وچليده، د ترهه ګرۍ د مخنيوى دې نهو عدالتونو کښې پينځۀ د ٢٠١٤ء په دويمه نيمائۍ کښې قائم شول ولې يوازې هم ١٧٩ مقدمو کښې ملزمانو ته سزا واؤرولې شوه ـ

له دې وړاندې جنورۍ کښې د زمانې بدنام قلنګ اخستونکے وسيم بيټر د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالت خوشے کړے ؤ کله چې د هغۀ په ضد لګولے شوي تورونه عدالت کښې ثابت کړے شوي نۀ وو نو له دغې امله هغۀ ته ” د شک فائده” په ورکولو خوشے کړے شوے ؤ ـ

دا شان د بره ياد شوي شمير نه دا هم په ډاګه کيږى چې د ستمبر ٢٠١٣ء نه پس عدالتونو ته په مجموعى توګه ليږلو شوو ٢٣،٣٩٦ مقدمو کښې يوازې هم د ١،٤٥٤ مقدمو فيصله اورولې شوې ده او دا شرح يوازې ٦.٢ سلنه جوړيږى ـ

تر دې چې د شهيد پوليس افسرانو د انتهائى اهمو مقدمو هم څۀ پايله رامنځته نۀ شوه چې يو مثال ئې د شهيد اپس پى اسلم خان کيس دے ـ نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت د هغۀ کونډې نورين اسلم ووئيل چې د هغې د خاوند د شهادت د يو کال موده شوې ده ولې د پلټنې څۀ پايله رامنځته نۀ شوه ـ

هغه چې د ګواښونو په ولقه کښې دي

د ترهه ګرۍ د مخنيوى د عدالت خصوصى پبلک پراسيکيوټر عبدالمعاروف د ډيرو اهمو مقدمو برخه پاتې شوے دے چې پکښې د صحافى ولى بابر د وژنې مقدمه هم شامله ده ـ د هغۀ په کور د ترسره شوو دوو بم بريدونو او جهلم کښې د خپل ورور د وژنې نه وروستو هغه د خپل ځان ژغورلو د پاره بهر هيواد ته تلے دے ـ

عبدالمعاروف ووئيل چې د ترهه ګرۍ عدالتونو کښې سختو جرمونو کښې د ککړو تورنو په ضد چليدونکو مقدمو کښې هغوي ته د ردعمل له ويرې سزا نۀ شى اورولې ـ

هغۀ ووئيل :”ما سره کارکوونکو نورو وکيلانو او پخپله ما ته په هره دويمه ورځ د جرمونه کوونکو عناصرو لخوا د ججانو په مخکښې دړکې راکړے شوې دي ـ ما داخله محکمې ته څو ځله درخواست وکړو چې د ترهه ګرۍ د مخنيوى عدالتونو کښې مقدمو چلوونکو هغو وکيلانو ته دې سکيورټى ورکړے شى چې تحريک طالبان او لشکر جهنګوى سره د اړونده شکمنو تورنو مقدمو کښې د استغاثه له لورى وړاندې کيږي ـ”

هغۀ ووئيل چې هم د دې ګواښونو له امله پلټنه کوونکے افسر له ويرې طاقتورو سياسى ډلو يا عسکريت خوښو سره د اړونده تورنو په ضد چارج شيټ کښې غلط معلومات ليکي يا اهم تفصيلات له منځه وړي ـ هغۀ ووئيل :” د دې يو مثال دا دے چې کۀ شکمن ملزم د سور رنګ قميص اغوستے وى نو چارج شيټ کښې به دا ليکلے شى چې هغۀ د سپين يا د تور رنګ قميص اغوستے ؤ ـ “

غير مؤثره پوليسنګ

بلخوا د مقدمو لوے شمير د پوليس افسرانو له لورى د ناقصه پوليسنګ او ثبوتونو راغونډولو د غلطو طريقو له امله اغيزمن کيږى ـ

ډى ايس پى فرانزک فراج بخارى نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې هر څو کۀ سندهـ پوليس کښې يو ځانله فارنزک ډويژن قائم دے ولې دې سره تړلې عمله ناپوره ده ـ

هغۀ ووئيل :” پوليس افسر تر اوسه دا ادراک ونۀ کړے شو چې تر مونږه ټاکلى وخت يعنى ٢٤ ساعتونو کښې ثبوتونه رارسيدل څومره اهم دي ،بل صورت کښې د عدالت لخوا دا ثبوتونه منلے نۀ شى ـ کۀ د کوم ثبوت ورکولو کښې له دې زيات وخت لګى نو د شکمن ملزم په ضد قائمه مقدمه د شک د ګټې د قانون په وجه کمزورے کيږى ـ”

فراج بخارى ووئيل چې يوه بله اهمه ستونزه دا پيښه ده چې زياتره پلټنه کوونکي افسران د پيښې ځائے ته نۀ ځي او په اساسى توګه يوازې په هغو ثبوتونو اډاڼه لري کومو پورې چې د هغوى رسد ممکن وي چې اکثرو وختونو کښې ناقصه او نيمګړي وي ـ

هغۀ ووئيل چې يوازې تر وړاندې څو کالو د ثبوتونو راغونډولو ذمه وارى د فرانزک ډيپارټمنټ وه ـ فراج بخارى زياته کړه :” کرائم سين يونټ به د پيښې د ځائے دوره کوله او د جديد آلاتو له لارې به ئې ثبوتونه راغونډول ولې داسې يوازې هم يو يونټ د فارنزک ډيپارټمنټ په مصلحت کښې ؤ او هره ورځ به د پينځو نه شپږ وژنې کيدے چې له امله ئې د دې ټولو ثبوتونه راغونډول ناممکنه شوه ـ “

د دې معاملو اسانولو د پاره ٢٠١٣ء کښې ځانله کرائم سين يونټونه قائم کړے شول چې د ذونل پوليس مشران ئې نګرانان وټاکلے شول ـ

ډى آئى جى ساؤتهـ عبدالخليق شيخ ووئيل چې زياتره ډى آئى جىيز ولې ډير زيات مصروف وي د کوم په وجه چې هغوي فعال انداز کښې د کرائم سين يونټو لخوا د جمع کړے شوو ثبوتونو جائزه وانۀ خستلے شي ـ خو تير کال سندهـ پوليس د بهرنيو ادارو خدمات ترلاسه کړل چا چې پوليس افسرانو ته د ثبوتونو راغونډولو او د پيښې د ځائے د جائزې اخستو په اړه روزنه ورکړه ـ

يو پوليس کارمند اسسټنټ سب انسپکټر عمران، چې کرائم سين يونټ ساؤتهـ کښې خدمات ترسره کوي ، ووئيل چې د هغۀ يونټ يوه ورځ کښې هغو دوو ځايونو ته ځي چرته چې پيښې رامنځته شوې وي ځکه دا يو کيوتې سيمه ده چې له امله ئې غلا او د ډاکې پيښې زياتې رامنځته کيږي ـ

د کراچۍ پوليس سرجن جليل قادر ووئيل چې د جرمونه کوونکو عناصرو په ضد د لګيدلو تورونو ثابتولو په لړ کښې د پيښې ثبوتونه انتهائى اهم وي ـ ولې په عمومى توګه کله چې کومه پيښه رپورټ کيږى نو دا غير مؤثره يا ضائع کيږى ـ هغۀ ووئيل :” د مثال په ډول د زياتى پيښو کښې کورنۍ او ميرمنې په عمومى توګه پوليس سټيشن ته مخه کوي او هغوي له په سمدستى ډول هسپتال ته تلل پکار وى چې دا شان د هغوي نۀ يوازې طبى معائنه وکړے شى بلکې د ډى اين اے ثبوتونه هم ترلاسه کړے شي ـ کيږى څۀ دا رنګ چې د پوليس لخوا هغوي د طبى جائزې د پاره سرکارى هسپتال ته ليږلے شي د کومې په سؤب چې نورې دوه ورځې ضائع کيږي او داسې د ډى اين اے ثبوت مؤثره پاتې نۀ شى ـ”

د تيرى مقدمو کښې ککړو ملزمانو ته د سزا ورکيدو شرح د انتهائى فکرمندۍ وړ ده ـ د کراچۍ بيلا بيلو پوليس تاڼو کښې د تيرى رجسټرډ کيدونکو ٤٨٧ مقدموکښې يوازې ٦٧ مقدمې عدالت کښې د سماعت لاندې راغلې او ١١ کسانو ته سزا واؤرولے شوه او هغه هم د جرم له ښکاره کيدو څلور کاله پس پريکړه وشوه ـ

ډى ايس پى فرج بخارى وائى چې يوه بله لويه ستونزه دا ده چې د پوليس کارمندانو د سزاګانو د وضعه کيدو په حقله د موجودو قوانينو په اړه معلومات انتهائى ناقصه دي ـ دا يو عام رجحان دے چې د پلټنې يو افسر به داسې شکمن تن خوشے کړى چې په غيرقانونى توګه د وسلې ساتلو په جرم ولقه کښې ساتلے شى ځکه چې د وړومبۍ يادې ډلې زياته دلچسپى به دې لورى ته وى چې هغه له هر کوم ډول ثبوت پرته د وژنې تور ولګوى ـ

د بشرى حقونو کارمند او قانون دان ضياء اعوان دې نقطه نظر سره متفق دے ـ هغه وائى :” زياتره پوليس افسرانو د هغه کتابچې لوستنه ونۀ کړه چې تعزيرات پاکستان ورته وئيلے شى چې له امله ئې هغوي له يو ډول روڼتيا بې برخې کيدو سره خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي ـ “

ولې ډى آئى جى ساؤتهـ عبدالخليق شيخ وائى چې د کراچۍ د دوه کروړه ابادۍ د خونديتوب ذمه وارى يوازې ٣٢ زره پوليس کارمندان ترسره کوي ـ د هغوي د دندې وخت ١٢ ساعتو پورې دے ، اکثر مهال هغه وخت د پلټنې اهميت ورک شى کله چې د سکيورټى او امن و امان صورتحال په حال ساتل د پوليس کارمندانو وړومبۍ پاملرنه وګرځى ـ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here