د مسيحى ورورولۍ د ضلعو په کچ د ودونو د رجسټريشن د پاره د دفترونو قائمولو غوښتنه

0
3862

لاهور (شهريار وړائچ) پنجاب صوبه کښې د ميشته ؤ ٣٠ لکو نه زياتو مسيحيانو د وادۀ د رجسټريشن د پاره يوازې يو دفتر کار کوى چې لاهور کښې شتون لرى ـ د اقليتى چارو د پاره د ملګرو ملتونو استازى کاشف نواب نيوز لينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” هر څو کۀ د لرې پرتو سيمو نه د وادۀ د رجسټريشن د پاره لاهور ته راتګ يو ستونزمن کار دے خو حالات هغه وخت نور سخت شکل واخلى کله چې هغوي ته د دفتر د واکمنو لخوا دا ووئيلے شى چې د وادۀ د باضابطه سند ترلاسه کولو د پاره بيا تشريف راوړئى ـ” هغۀ زياته کړه :” د مسيحى ورورولۍ د غريبو غړيو د پاره دا ډيره ګرانه وي ځکه چې هغوي ته لاهور کښې نورې څو ورځې تيرول وي او د هغوي په جيب کښې د ټکې پيسې درک نۀ لګى ـ”

مسيحى ورورولۍ د خپله مرسته پخپله لاندې صوبه کښې د ضلعې په کچ د بشپ په نګرانۍ کښې د وادۀ د رجسټريشن د پاره غير سرکارى دفترونه جوړ کړي دي ـ پادرى د مسيحى هلک او جينۍ يو بل ته د ودولو نه وروستو د وادۀ سند د بشپ دفتر ته استوى چې هغه د حکومت له لورى قائم کړے شوى صوبائى دفتر ته ليږى ـ

مسيحى ابادى د دې غيرسرکارى ځائى دفترونو په اړه د غيريقينى صورتحال ښکار ده ـ هغوي دا دعوى کوي چې د وادۀ د کمپيوټرائزډ رجسټريشن د پاره د دفترونو د نشتوالى له امله ، کوم چې واضحه قاعدې قابطې لري، د ورورولۍ غړيو کښې د پريشانۍ لړۍ خوره شوې ده ـ هغوي د پاره د پادرى لخوا اخستونکې معاوضه هم يوه اهمه ستونزه ده د کومې چې د بحث لاندې راوستلو ته اړتيا ده ـ

اکرم ويرو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما د زوى وادۀ په ٢٣ جنورۍ لاله موسى، ګجرات کښې وشو ـ مونږ دوو پادريانو او د هغوي مرستيالانو ته ٢٢ زره روپۍ ورکړې ـ ماډريټر (د بشپ د دفتر مشر) ته ١٢ زره، ځائى پادرى ته اتۀ زره او دوه زره روپۍ مو د هغوي مرستيالانو ته ورکړې ـ” هغۀ ووئيل چې دا د هغوي د پاره په رښتيا د انتهائى پريشانۍ صورتحال ؤ ولې بله کومه لاره نۀ وه ـ هغۀ ووئيل :” کۀ حکومت د دې معاملې په سمدستى توګه هوارولو کښې دلچسپى څرګنده کړى نو دا به زمونږ د پاره ګټور وى ـ “

پادرى حفيظ ګل نيوز لينزپاکستان سره د خبرو اترو په مهال ووئيل چې د پادريانو له لورى د اخستونکې معاوضې اډاڼه د وادۀ د زلمى او د ناوې په کورنيو ده خو هغوي ته د وادۀ د رسمونو ترسره کولو په عوض يو خاص رقم ارومرو ترلاسه کول وي ـ هغۀ زياته کړه :” د دې وجه دا ده چې د ناوې د کورنۍ په ځائے د وادۀ ځيني خدمات مونږ ترسره کوو ـ د مثال په توګه د وادۀ د ريکارډ جمع کولو د پاره ډويژنل بشپ آفس ته ځوو او د وادۀ ټول ريکارډ ځان سره خوندى ساتوو ـ”

١٩٤٧ء کښې د ويش نه وروستو د مسيحى ودونو هم ايکټ ١٨٧٢ء هيواد کښې نافذ پاتې کړے شو ـ د دې ايکټ لاندې کۀ د بشپ دفتر کښې به هم د وادۀ رجسټريشن وکړے شو نو د هغې فيس يوازې ٣٥ روپۍ ؤ ـ پادرى آبل په ډاګه کړه :” دا فيس د وادۀ د سند د پاره اخستے شى کوم چې لاهور کښې سرکارى دفتر کښې جمع کول وى ـ د پادريانو معاوضه په دې خبره اډاڼه لرى چې هغوي کورنيو ته د دستورې د پاره څۀ خدمات ورکوي ـ “

مسيحى ابادى يوازې بره ياد شوي تحفظات نۀ لري بلکې هغوي لاهور کښې قائم د رجسټريشن د يوازينى دفتر د عملې د کار کولو د طريقه کار په اړه هم ګيله من ښکاري ـ هغوي د دې سنجيده بڼې شکايت کوي چې سرکارى دفتر کښې کار کوونکې عمله دوي سره مرسته نۀ کوى ـ فرانسس جوزف شهزاد نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” زمونږ خلق چې کله د وادۀ د کمپيوټرائزډ سرټيفيکيټ ترلاسه کولو د پاره درخواست وکوي نو هغوي ډيرو ستونزو او خنډانو سره مخامخ کيږي چې له امله ئې هغوي ډيرې زياتې ګيلې لري ـ اکثر او زياتره د قانونى لارې خپلولو په ځائے بډو څخه کار ويستل وى ـ” هغۀ زياته کړه چې له بده مرغه له ډيرو حکومتونو له لورى ګڼ شمير زبانى ژمنې شوې دي ولې زمونږ د ستونزو هوارولو د پاره دې کښې په کومه يوه هم عمل درآمد ونۀ شو ـ

د پنجاب د اقليتى چارو د پاره صوبائى وزير خليل طاهر سندهو نيوزلينزپاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” زۀ د دې ټول عمل برخه يم او دې لړ کښې موجود طريقه کار کښې د هغو ټولو اسانيو پيدا کولو هڅه کؤم چې زما د پاره ممکن کيدے شى ـ حکومت صوبه کښې د ميشتۀ دويمې سترې ورورولۍ د کړمو ادراک لرى خو د فنډز د کمى له امله د دفترونو د کار د دائرې د ضلع او ډويژن د کچ پورې غزولو کښې ستونزې راولاړيږي ـ ” هغۀ زياته کړه :” د قاعدو او ضابطو د تشکيل او د انتظامى دفترونو د نشتوالى له امله دا ممکن ده چې د ودونو د دستورو کوونکو پادريانو د پاره کم نه کم د فيس څۀ حد وټاکلے شى ـ “

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here