د فاټا اولمپکس کميټى ستر سيکتر شاهد خان ووئيل چې سيمه کښې د لوبو ډير زيات ټيلنټ موجود دے لکه څۀ رنګ چې عثمان شنوارى اوس اوس هم د پاکستان کرکټ ټيم له لورى د سرى لنکا او متحده عرب اماراتو خلاف لوبيدلے دے ـ
شاهد خان ووئيل چې کميټۍ ٢٠١٣ء کښې هڅه وکړه او فاټا ئې انټرنيشنل اولمپکس آرګنائزيشن کښې رجسټرډ کړه ـ هغۀ ووئيل چې هغه له ټولې سيمې د کرکټ ، هاکۍ، فټ بال او ايتهليټک لوبډلې رجسټرډ کوي ـ
هغۀ ووئيل :” له ٢٠١٣ء وړاندې د لوبغاړو د پاره دا ممکن نۀ وه چې هغوي دې فاټا کښې لوبې ترسره کړے وے يا د لوبو په کوم هم ډول مقابله کښې دې ئې برخه اخستے وے ، تر دې چې حکومت هم نۀ يوازې د لوبو بلکې د کلتورى ميلو د هلو ځلو مخه ونيوله ـ”
د فرسټ کلاس فټ بال پخوانے لوبغاړے او فاټا کښې د لوبو منتظم معين خان وائى :” دا حقيقت له چا پټ نۀ دے چې فاټا د تاريخ د يو اهم دور څخه تيريږى چې ورسره نۀ يوازې يو عام تن اغيزمن کيږى بلکې فنکاران، سياست دانان، لوبغاړي او مرستندويه کارمندان هم د حالاتو معمول ته راوستلو او امن و امان قائمولو د پاره قربانۍ ورکوي ـ اوس هغه وخت راغلے دے چې د سماجى خرابيو او د هغو عناصرو په ضد اتحاد وکړے شى چې هيواد ورانولو پسې لګيدلي دي ـ “
هغۀ ووئيل چې ډيرې داسې طريقې خپلې کړے شوې چې له لارې ئې د ځوانانو صحت مندانه هلو ځلو ته د رااړولو هڅه وکړے شوه ولې هغه ټولې شنډې وختې ـ هغۀ ټوله فاټا کښې د کلتورى او لوبو د هلو ځلو ترسره کولو تجويز هم ورکړو چې ورسره به نۀ يوازې د امن پيغام عام شى بلکې ځائى خلقو ته به د ژوند لورى ته د واپس راتګ ډاډګيرنههم ترلاسه شى ـ