د پيښور خواؤشا سيمو کښې د فرقه پرسته عسکريت خوښو زياتيدونکے زور

0
4348

پيښور (غلام دستګير) پيښور کښې د هدفى وژنو په اوسنو ترسره شوو پيښو کښې د عملدار حسين څلورو خپلوانو هم د خپل ژوند نه لاسونه ووينځل ـ هغه دا باور لرى چې پيښور کښې شيعه مسلک سره د اړوند کسانو د هدفى وژنو منصوبه بندى د دننه پيښور بهرنۍ سيمې سرکلر روډ سره پيوست اباديو کښې کولے شى ـ

عملدار حسين، چې پيښور کښې روان اوسنى فرقه ايز تيرى کښې د خپل ترۀ او دريو نزدې خپلوانو نه خلاص شوے دے ، وائى :” د سرکلر روډ سيمو بيرى باغ، اخوند آباد، زرګراباد، ولى آباد، وزيرآباد او رشيد ګړهۍ وغيره کښې د داسې عسکريت خوښو يو لوے شمير ميشتۀ دے چې تعلق ئې هغو ډلو سره دے کومې چې فرقه ايزه مرګ ژوبله کښې ککړې دي ـ ” د هغۀ خپلوان صفدر عباس او واجد حسن په ٢٢ فرورى ٢٠١٠ء د شيعه مسلک د دوو غړيو ډاکټر ثقلين او محمد عباس په ګولو د غلبيل کولو د پيښې د موقعې ګواهان وو ـ

د سټۍ پوليس سپرنټنډنټ (ايس پى) ډاکټر مصطفى وائى چې پيښور ښار کښې د عسکريت خوښو ځالې په هره سيمه کښې شتون لري خو ولې د يکه توت بهرنيو سيمو کښې عسکريت خوښي نسبتاَ زيات شمير کښې موجود دي ـ هغۀ ووئيل :” هغوي (عسکريت خوښي) د يکه توت بهرنيو سيمو کښې شتون لري چرته چې د هغوي مرستيالان او پلويان هم ميشتۀ دي ـ “

هغه د دې باوجود د عسکريت خوښو د نيټ کمزورى کولو په اړه هيله مند ښکاره شو ـ د هغۀ په خيال د صوبائى حکومت لخوا د منظور کړے شوى اوسنى قانون، خيبرپښتونخوا کښې په کرايه ورکړے شوو ودانيو باندې د بنديزونو (سکيورټى) د ايکټ ، له امله به واکمن د کرايه کورونو کښې د ميشتۀ ؤ کسانو او کورنيو په حقله معلومات ترلاسه کړے شي ـ هغه وائى چې د دې قانون لاندې به جرمونه کوونکو کسانو ته د پناه ورکوونکو خلقو په ضد هم د ترهه ګرۍ د قانون لاندې کارروائى کولے شى ـ

ولې انټيلى جنس بيورو کښې موجودې يوې سرچينې د خپل حساس بڼې د ملازمت له امله د نوم نۀ څرګندولو په شرط ووئيل چې د ګڼې ګوڼې دې سيمو کښې عمليات کول اسان نۀ دي ـ

هغۀ ووئيل :” تاسو ته به د ټول پيښور د پوليس ځواک ضرورت وي ځکه چې دا سيمې د عملياتو د پاره خالى کول د ماشومانو لوبه نۀ ده ـ دا سيمې په فراخه رقبه خورې شوي دي او په پوره توګه بندولے نۀ شي ـ “

هغه وائى :” د سرکلر روډ ابادۍ رنګ روډ او کوهاټ روډ سره د نزديکت له امله دا د هغو عناصرو د پاره زړۀ راښکوونکې ګرځيدلې دي چې د سرپناه خوندى ځايونه غواړي ـ هغوي په اسانه له دې سيمو خيبرايجنسۍ او د پيښور فرنټيئرريجن ته تښتيدے شي (دا دواړه د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو برخې دي) ـ

د روانې مياشت په پيل کښې قانون نافذونکو ادارو دوه کسان محمد ظاهر او شهزاد ولقه کښې اخستي وو ـ د پوليس ترمخه دا دواړه ” ترهه ګر دي چې تعلق ئې کالعدم عسکرى تنظيم سره دے ـ “

انټيلى جنس بيورو (آئى بى) کښې موجودې يوې سرچينې د خپل حساس بڼې د ملازمت له امله د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل چې دواړه ترهه ګر شيعه مخالفه عسکريت خوښى تنظيم لشکر جهنګوى سره اړوند لرى ـ هغۀ ووئيل :” دا دواړه پيښور کښې د شيعه مسلک د غړيو هدفى وژنه کښې ککړ دي ـ “

د پيښور د يو شيعه مشر على عباس ترمخه هدفى وژنو کښې د ککړو وژونکو خدمات د پيښور په ځائے له نورو سيمو ترلاسه کولے شى ـ هغۀ ووئيل :” د پيښور د خواؤشا سيمو خلق دې هدفى وژونکو ته استوګنه او لاجسټک مرستې ورکوي ـ ” هغۀ زياته کړه چې تراوسه پوليس يا بلې کومې امنيتى ايجنسۍ سره د ځائې خلقو په اړه داسې څۀ معلوماتو شتون ونۀ لرلے شو چې هغوي جرمونه کوونکو عناصرو ته د سرپناه خوندى ځايونه ورکوي يا نه ـ

على عباس دا باور لرى چې قطبى وزيرستان کښې په لويه پيمانه د روانو فوځى عملياتو ضرب عضب په څير د کارروائۍ له لارې هم د دې سيمو د عسکريت خوښو نه پاکولو او د شيعه ورورولۍ د غړيو په هدفى وژنه قابو موندلے شى ـ هغۀ وائى :” دا سيمې پيښور کښې د امن و امان د پاره خطره ده لکه څنګه چې قطبى وزيرستان د ټول هيواد د پاره دے ـ کۀ تاسو پيښور کښې په ځانمرګى بريدونو، قلنګ او د تښتونې په پيښو قابو موندل غواړئ نو د سرکلر روډ په سيمو کښې کوټلو عملياتو کولو ته اړتيا ده چې د پيښور دننه ښار سره پيوست دي ـ “

عباس وائى چې د ولى اباد نه رشيد ګړهۍ پورې په ټوله سيمه د لشکرجهنګوى او تحريک طالبان پاکستان د مومند څانګې د عسکريت خوښو زور دے د کومو مشرى چې عمر خالد خراسانى کوى ـ

بلخوا د انټيلى جنس بيورو د سرچينو ترمخه د ګڼې ګوڼې دې سيمو کښې عملياتو ترسره کول اسان نۀ دي ـ ” د شيعه ورورولۍ د هر غړى د وژنې نه وروستو مونږ د صوبې د وزيراعلى او انسپکټر جنرل پوليس نه غوښتنې کوو چې دې سيمو کښې دې کوټلي عمليات وکړے شي خو تر دې مهاله هيڅ کارروائى ونۀ کړے شوه د کومو د لاملونو په اړه چې هغوي (د لوړ کچ واکمن) په غوره ډول خبر دي ـ”

د شيعه ورورولۍ د غړيو فرضى نومونه کارولے شوي دي چې دا شان د هغوي پيژندګلو ونۀ شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here