هغه وړومبے تن نۀ ؤ چې ورته په چيک پوسته د ايساريدو او انتظار کولو وينا شوې وه ـ د ژورنالستانو پشمول د خلقو لوے شمير، کوم چې بنو کښې د روزګار بيلابيلو سرچينو سره اړوند دي ، اکثرو وختونو کښې په چيک پوستو د امنيتى ځواکونو لخوا ايسارولے شي ـ دا ښار په ګاونډى قبائلى ايجنسۍ قطبى وزيرستان کښې د عسکريت خوښو په ضد د روانو فوځى عملياتو نه وروستو په ظاهره په يو ګيريژن بدل شوے دے او د امنيت په اړه پکښې انديښنې هم زياتې شوې دي ـ
د چاؤڼۍ په سيمه کښې ټول سرکارى دفترونه قائم دي چې پکښې فوځى هيډکوارټر هم شامل دے ـ عمر دراز دوه اوونۍ وړاندې د کينټ سيمې ته د يو افسر د مرکې د پاره تلے ؤ کله چې امنيتى کارمندانو هغه په دروازه ودرولو او دې نه پس ئې ساده جامه په غاړه کارمندانو ته وسپارلو ـ
د هغۀ په سترګو پټۍ وتړلے شوې او هم د چاؤڼۍ کوم نامعلومه ځائے ته ورسولے شو ـ
عمردراز نيوزلينز سره د خبرو اترو په مهال ووئيل :” ما هغوي نه پوښتنه وکړه چې زما جرم څۀ دے خو هغوي کښې چا ما ته هيڅ ونۀ وئيل ـ هغه وخت په يقينى توګه حالاتو سخت شکل واخستو کله چې هغوي زما نه پلټنه پيل کړه ـ “
هغۀ هغه شپه په يوه تشه کوټه کښې تيره کړه د کومې نه پس چې عمردراز خوشے کړے شو ـ هغه وائى چې هغه ته پته نشته چې هغه کوم خلق وو او هغه ئې ولې په ولقه کښې ساتلے ؤ ـ هغۀ ووئيل :” هغوي زۀ په ولقه کښې واخستم او دې نه پس ئې پريښودم ولې زۀ له حقيقته بيخى خبر نۀ يم چې هغوي داسې ولې وکړل ـ”
عمردراز د قطبى وزيرستان له هغو زياترو صحافيانو څخه يو دے چرته چې پاک فوځ د تيرکال جون کښې د عسکريت خوښو په ضد عمليات پيل کړي وو ـ پاک افغان پولې سره پيوست د سختو ځپلو سيمو څخه په کډه د راتلونکې ابادۍ اکثريت بنو کښې ميشتۀ دے او کار کوى ـ
زياته موده نۀ ده شوې چې د قطبى وزيرستان يو بل ژورنالست نوربهرام هم دغه ګيټ څخه ولقه کښې اخستے شوے ؤ او وروستو بيا خوشے کړے شوے ؤ ـ
نور بهرام هغه وخت د ټرائبل يونين آف جرنلسټس صدر ؤ، هغۀ ووئيل چې هغه هم د بنو چاؤڼۍ په مرکزى دروازه ودرولے شو او چاؤڼۍ کښې بندى وساتلے شو ـ د واکمنو له لورى هغه هغه وخت خوشے کړے شو کله چې د ځائى ژورنالستانو لخوا دې لړ کښې لاسوهنه وکړے شوه ـ