لاهور: د برطانوى راج ١٥٠کاله زوړ قانون د کلتورى هلو ځلو په لاره کښې خنډ

0
4981

لاهور(شهرياروړائچ) د تحريک طالبان پاکستان(ټى ټى پى) لخوا د دړکو له امله لاهور کښې کلتورى هلې ځلې د تيرو څو کلونو راسې محدود شوې دي ـ او د نوآبجيکشن سرټيفيکيټ(اين او سى) ترلاسه کولو شرط د هغو خلقو د پاره په خاص ډول د ځنډ لامل جوړ شوے دے څوک چې په ښار کښې د کلتور ژوندى ساتلو هڅې کوي د کوم څرګندونه چې بيلابيلو فنکارانو او په کلتورى هلو ځلو مينو کسانو نيوزلينزپاکستان سره په خبرو کښې وکړه ـ

د پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس پخوانى مشر توقيرناصر د اين او سى ترلاسه کولو د شرط د تاريخ په اړه د معلوماتو ورکولو په وخت ووئيل:” برطانوى حکومت ١٨٦٠ء کښې برصغير کښې نوآبجيکشن سرټيفيکيټ رامنځته کړو چې دا شان د هغوي د اقتدار په ضد د هر کوم ډول د سياسى تحريک يا اولسى غونډې مخه ونيولے شى ـ د پاکستان حکومت ١٩٤٧ء کښې د ويش نه سمدستى وروستو دا قانونى عملى کړو ـ” هغۀ ووئيل چې دا قانون، چې کله برطانوى دور کښې د سياسى مخالفينو په ضد کارولے شو، پاکستان کښې د کلتورى هلو ځلو نظر کښې ساتلو د پاره کارولے شى ـ

ضلعى انتظاميه د هرې کومې دستورې د مقصدونو او د هغې د جائزې اخستو نه وروستو خواست کوونکى ته د اين او سى ورکولو جواز لرى ـ په پوليسو بيا هم دا قانونى ذمه وارى راځي ځکه چې ډسټرکټ کوارډينيشن آفيسر(ډى سى او) دا معامله پوليس ته سپارى چې دا شان هغوي امنيتى چارې وکتلے شي ـ د قوانينو ترمخه پوليس کۀ د دستورې نه پس د امنيت څۀ ډول خطره محسوسوى نو اين او سى واپس اخستے شى ـ

د هرې کومې بڼې اولسى غونډه د فوجدارى تعزيرات ١٨٩٨ء د ١٤٤ او ١٤٥ دفعو په مزى کښې راتلے شي ـ د سيکشن ١٤٤ لاندې مجسټريټ کومه سيمه کښې هم د ١٠ څخه زيات کسان رايوځائے کيدل غونډه ګرځولے شى ، د لاهور سينئرسپرنټنډنټ آف پوليس(ايس ايس پى) ډاکټرطارق چوهان نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” دفعه ١٤٥ په هغه صورت کښې نافذولے شى کله چې مونږ جګړه يا د امنيت په بابله څۀ خطره محسوس کړو ـ” هغۀ ووئيل چې ضلعى حکومت او ځائى پوليس سټيشن د دې دفعو لاندې کوم خواست هم رد يا د خواست کوونکى په اين او سى ترلاسه کولو کښې مرسته کولے شى ـ

د ټى وى اداکار او د رفيع پيرتهيټر ډائريکټر عثمان پيرزاده ووئيل:” دا دفعې په سياسى جلسو، مظاهرو او لاريونونو لګيدے شي چې دا شان د امنيتى حصار د خلاف ورزۍ مخنيوے وکړے شى ـ په موسيقۍ يا ډرامه فيسټيول د دې لګيدل زما د فکر نه لرې خبره ده ـ” هغۀ ووئيل چې د پاکستان څخه پرته هيڅ کوم هيواد کښې د اين او سى ترلاسه کولو ضرورت نۀ پيښيږى ځکه چې زمونږ رويې بيخى د کلتورى هلو ځلو په ضد دي ـ

د اجوکا تهيټر ډائريکټره او د بشرى حقونو کارمنده مديحه ګوره وائى:” واکمنو د اين او سى ترلاسه کولو عمل زمونږ د پاره ډير زيات ستونزمن جوړ کړے دے ـ تر ټولو وړاندې خو هم د ضلعى حکومت دفتر ته ځو راځو د کوم نه وروستو چې د ځائى پوليسو خوښې ته پراتۀ يو، دا حالات د رحم وړ دي ـ ” هغې ووئيل چې د هغو فنکارانو او هنرمندانو د مرستې د پاره، کوم چې د فنونو او کلتور د ودې د پاره هڅې کوي، د دې ستونزې د سمدستى هوارى ضرورت دے ـ

دا د هرې کومې کلتورى دستورې د منتظمينو د پاره د فکرمندۍ وړ وى کله چې هغوي چمتووالے ترسره کړے وى او پوليس واکمن هغوي سره تماس ونيسى او ورته ووائى چې د هغوي اين او سى منسوخ کړے شوې ده ـ دسمبر کښې د رفيع پير تهيټر لاندې ترسره کيدونکې ديارلسم نړيوال صوفى فيسټيول هم دا ډول حالاتو سره مخ شوے ؤ ـ

د فيسټيول راجوړونکى سيدان پيرزاده ووئيل:” دا صورتحال ډير ستونزمن ؤ کله چې پوليس د هغې اين او سى ختميدو په اړه غږ وکړو کومه چې الحمرا کلچرل کمپليکس کښې د ديارلسم نړيوال صوفى فيسټيول د پاره جارى شوې وه ـ” د هغۀ وينا وه چې سرکارى ادارې لاهورآرټس کونسل په دې کښې برخه لرله او د پنجاب ګورنر محمد سرور به د مشرميلمه په توګه د پرانستې دستورې ته راتللو په کوم کښې چې ايرانى او شامى بينډز ته د خپلو صلاحيتونو څرګندونه کول وو ـ

ګورنر محمد سرور مداخلت وکړو او د فيسټيول د پرانستې باور ئې ورکړو ـ هغۀ ميډيا سره د خبرو په مهال ووئيل چې هغه به د کلتورى هلو ځلو په ترسره کيدو د لګيدلى دې شرط ختمولو د پاره هڅه کوى ـ

د پنجاب د اطلاعاتو او کلتور صوبائى وزير رانا ارشد نيوزلينزپاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” زۀ د فنکارانو او د کلتورى هلو ځلو د جوړوونکو له ستونزو خبر يم او دا معامله مې د کابينې په غونډه کښې پورته کړې ده ـ” د پنجاب وزيراعلى شهبازشريف د قانون د دائرې دننه د دې ستونزې هوارولو ژمنه کړې ده ـ

فن کار او په کلتور مئين کسان عدالت څخه د انصاف ترلاسه کيدو هيله لري ـ د عثمان پيرزاده وينا وه :” مونږ به په هغو کسانو د لګولے شوى ستونزمن بنديز په ضد، چې اولس ته د سيلګرۍ ورکولو او د هغوي په مخونو د خندا خورولو هڅې کوي، عدالتونو ته ځوو ـ” هغۀ ووئيل چې رفيع پير تهيټر په دې مهم کښې يوازې نۀ دے بلکې نور شخصيتونه او سماجى کارمندان، لکه مديحه ګوهر، ئې هم حمايت کوى ـ هغۀ ووئيل چې يو ځل لاهور کښې عسکريت خوښو زمونږ د مخې نيولو د پاره زمونږ په دستوره کښې بم چلولے ؤ او اوس ضلعى انتظاميه د قانون د لارې د دغه مقصد ترلاسه کولوهڅه کوى ـ

دې کرښو کښې دا يادونه انتهائى اهمه ده چې د مذهبى ډلو اکثريت د خپلو جلوسونو او مذهبى دستورو ترسره کولو د پاره د ضلعى انتظاميې نه د اين او سى اخستو ستړې نۀ کوي خو څوک هم د هغوي د مخې نيولو جرات نۀ کوى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here