هغۀ ووئيل:” يوازې په کراچۍ او حيدرآباد کښې درې لکه غيرقانونى کډوال ميشتۀ دي چې اکثريت ئې پولټرى، مچى مارۍ، د لاس ګاډو کاروبار او د نشو قاچاق سره تړلے دے ـ”
پوليس افسر دا انکشاف وکړو چې ٢٠٠٧ء پاکستان او ملګرو ملتونو دا پريکړه کړې وه چې افغان کډوال به پاکستان کښې د ١٨ رجسټرډ کيمپونو پورې محدود وي او ورته به د خپل کاروبار روانولو اجازه نۀ وى ـ هغۀ ووئيل دا پريکړه هم شوې وه چې ملګرى ملتونه به د پاکستانى حکومت له لارې د دوي پالنه کوي ـ
د ثناء الله عباسى ترمخه په زرګونو افغان کډوال په څۀ نا څۀ ډول خپلو کيمپونو څخه په تښتيدو کښې بريالي شول او هغوي اوس کراچۍ ، حيدرآباد او د سندهـ د نورو ښارى سيمو خواؤشا ميشتۀ کيږي ـ ډيرو نورو کډوالو هم د دوي په شان دغو سيمو کښې خپلې استوګنې جوړې کړې دي ـ