د پاکستان تر ټولوغريبې صوبې بلوچستان کښې يو ځل بيا خشک سالى

0
4954

کوئټه(شاه مير بلوچ) د بارانونو موسم راغلے دے خو ولې د بارانونو د لړۍ پيل کيدو هيڅ امکان په نظر نۀ راځى د کوم له امله چې په بلوچستان کښې د خشک سالۍ انديښنې يو ځل بيا رامنځته شوي دي کومې ته چې دا وخت د خشک سالۍ له امله د زيانونو پيټے په سر دے، دا خواوشا ١١ کالو پورې جارى وه ـ

د پراونشل ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټى(پى ډى ايم اے) ترمخه د ١٩٩٧ء نه ٢٠٠٢ء پورې روانه پاتې شوې خشک سالى د بلوچستان په تاريخ کښې بدترينه وه ـ دا د دې مودې په دوران د معاشى نمو د رفتار په مزه کيدو يوه لويه وجه جوړه شوه : د خزانې وزارت د شميرې ترمخه د ٢٠٠٠ء نه ٢٠٠٢ء پورې جارى پاتې شوې خشک سالۍ قومى خزانې ته د ٢٥ ارب روپو زيان ورسولوـ

د ګرمۍ موسم د بارانونو نه بغير تير شو او د يخنۍ د موسم بارانونه پاتې دي، د ماحولياتو ماهرين وائى چې د بلوچستان بره سيمو کښې خشک سالى يو ځل بيا پيل کيدونکې ده ـ

د انټرنيشنل يونين فار کنزرويشن آف نيچر(آئى يو سى اين) د بلوچستان څانګې منيجر فيض کاکړ ووئيل:” د ژمى دې موسم کښې قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، پشين، چاغى، زيارت، خضدار، لورالائى، ژوب، موسى خيل، بارکهان ، کوهلو، نوشکى او د دې خواوشا سيمو کښې باران بيخى ونۀ شوـ د صوبې خلقو په لوے شمير کښې د هيواد نورو برخو او افغانستان ته کډې کړې دي ځکه چې صوبه کښې خلق د خپل ژوند تيرولو د پاره په کرکيله او لائيوسټاک اډاڼه لري ـ،،

د پى ډى ايم اے ترمخه د ١٩٩٧ء نه ٢٠٠٢ء پورې د جارى خشک سالۍ په وجه له وړاندې نه يوه غريبه او د خوراک قلت سره مخ شوې صوبه کښې د خوراک نرخونه زيات شول، او ځپلې ابادى بيلا بيلو رنځونو او کم خوراکۍ سره مخ شوه ـ

د ګيا د قلت له امله څاروي وځپلے شول کوم چې د کليوالو سيمو د معيشت د بقاء د پاره انتهائى اهم دي ـ خواوشا ٨٠ فى صده کرکيله او باغونه تباه شول د کوم له امله چې خلقو د خشک سالۍ ځپلو سيمو څخه په کډو کولو مجبور شول ـ

د پى ډى ايم اے ترمخه د ١٩٩٧ء نه ٢٠٠٢ پورې د جارى خشک سالۍ له امله په امدادى هلوځلو په لويه پيمانه څرخونه وشول ځکه چې خشک سالۍ ځپلو ٢٨ څخه ٢٢ ضلعو کښې مرسته ورکړے شوه ـد دې خشک سالۍ په وجه د کانګو تبې وباء هم خوره شوه ـ خلق د خشک سالۍ له امله بيلابيلو رنځونو وځپل :په زرګونو کسان چې د ښځو او ماشومانو لوې شمير پکښې هم شامل ؤ، کم خوارکۍ، ټى بى او هيپاټائټس څخه متاثره شول ـپه سختو ځپلو شوو سيمو کښې تقريباً ٨٠ فى صده څاروي مړۀ شول ـ

د پى ډى ايم اے ترمخه د بلوچستان خشک سالۍ ځپلو سيمو کښې د دې مودې په مهال اوسطاَ خواوشا د ٢ نه ٢٥ ملى ميټرو پورې باران وشو کوم چې د هيواد د نورو سيمو په مقابله کښې ډير کم دے ـ ولې د ماحولياتو ماهران په سيمه کښې د موسم د بدلون لامل خشک سالى ګرځوي ـ خشک سالۍ پرله پسې صوبه ځپلې ده کومه چې د پاکستان په ٤٤ فى صد رقبه خوره شوې ده ـ

فيض کاکړ ووئيل:”د ٢٠١٠ء نه مخکښې اوسطاَ ٢٥٠ ملى ميټر باران شوے ؤ خو دا لړۍ ناڅاپه ودريده يا څۀ باران ونۀ شو ـ وړومبے به نرى بارانونه کيدل خو ولې د تيرو اوو مياشتو راسې د بلوچستان په اکثريتى سيمو کښې د بارانونو لړۍ پيل نۀ شوه ـ د ستمبر مياشت داسې ګرمه کله هم نۀ وه ـ دا شان موسم د مئى پورې يخ وى کومه چې به يوه ګرمه مياشت وه ـ دا په لازمى توګه موسم کښې غيرفطرى بدلون دے ـ”

د کتاب “پاکستان کښې قومى آفات” ليکونکے عرفان بيګ، چې کوئټه سره تعلق لرى ، وائى چې موسمى بدلون ډير زيات د ميوو پيداوار، معيار او شنه زمکه ځپلي دي ـ هغۀ ووئيل: “صوبه د ١٩٩٧ء نه ٢٠٠٢ء پورې خشک سالۍ سره مخ شوه خو حکومت په دې آفت د قابو موندلو د پاره هيڅ ونۀ کړل ، خلقو له دې تراوسه ځپلے کيږي ـ،،

د ژمى د موسم موده کوئټه او د بلوچستان نورو سيمو کښې کمه شوې ده ـ د عرفان بيګ ترمخه نومبر کښې واوره وريږي خو ولې دا ځل دا د جنورۍ د اخر پورې ؤنۀ شوه ـ عرفان بيګ وائى :” اګر چې اوس هم ډيره زياته يخنى وى خو دا ډيرو لږو ورځو پورې جارى وى ـ “

بلوچستان کښې د کاريز نظام دے، دا په دې سيمه کښې د اوبۀ خور روايتى طريقه ده چې پکښې د زمکې لاندې اوبۀ استعمال کښې راوستے شى ولې اوس د دې استعمال په مزه مزه کميږى ځکه چې د بارانونو نۀ کيدو له امله د زمکې لاندې د اوبو سطح کميږى ـ په ډاګه دې وى چې خلق د اوبۀ خور او څاروو د پاره په کاريز اډاڼه لري ـ

فيض کاکړ وائى:” مونږ د دغه سيمو نه خلق په کډو کولو ليدلي دي کومې چې د اوسنۍ خشک سالۍ سره ځپلے کيږي ـ د صوبې په زرخيزه سيمو خشک سالى سختې اغيزې کړې دي، او خلقو د څاروو د پاره ګيا هم ونۀ کرلے شوه ـ”

د بلوچستان وزيراعلى ډاکټرعبدالمالک بلوچ خشک سالۍ ځپلو ضلعو د پاره تيرکال اکتوبر کښې د يو ارب روپو مرستې اعلان کړے ؤ او يوه کميټى ئې جوړه کړې وه ـ

حکومت دوه کميټۍ جوړې کړې دي چې پکښې صوبائى وزيران سرفرازبګټى او عبدالله بابت شامل دي چې دا رنګ د خشک سالۍ ځپلو سيمو دوره وکړي او دا تسلى وکړي چې دا رقم په صفا توګه لګولے شى يا نه ـ

ولې د ماحولياتو ماهران وائى چې دا رقم خشک سالۍ ځپلې ابادۍ د پاره ډير کم دے ـ هغوي وائى چې تر ټولو اهمه خبره دا ده چې کۀ جنورۍ کښې بلوچستان کښې ونۀ شول نو ورسره به د غربت شرح نوره زياته شى ـ

د غريبو خلقو د مرستې د پاره د مرستې نړيوالو ادارو سره تماس ونۀ نيولے شو ځکه چې حکومت وائى چې خشک سالى دومره سخته نۀ ده او حکومت په دې د قابو موندلو صلاحيت لرى ـ

کله چې د ډاکټرعبدالمالک بلوچ څخه نيوزلينزپاکستان پوښتنه وکړه چې آيا حکومت نړيوالوامدادى ادارو سره د د مرستې د اپيل کولو په اړه منصوبه بندى کوى نو هغۀ ووئيل:” ترټولو وړاندې خو مونږ ته څيزونه متنازعه کول نۀ دي پکار، دې ته د کتلو ضرورت دے چې مونږ د ځپلو خلقو د پاره څۀ کولے شو ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here