د پاکستان دننه د ترهه ګرۍ په کارروايو کښې کريکرز زياتيدونکے استعمال

0
4695

کراچۍ (تهمينه قريشى) هرهغه تن چې پاکستانى ټى وى چينل ئې د يو ځل نه زيات کتلے وى، هغه به په دوکانونو،پوليسو يا د خلقو په کورونو د کيدونکو ،، کريکر حملو ،، څخه خبر وى ـ

خو د زمانې بدنام کريکر څۀ شے دے چې تر ډيره حده د لوبو يوه ګوډۍ محسوسيږى چې د آتش بازۍ د سامان جوړونکى کوم شرخوښى جوړ کړے دے ؟ آيا دا د پټاخې څۀ خطرناک قسم دے يا په حقيقت کښې يو بم دے ؟

دا نتيجه به ئې راوځى چې هر کريکر آئى اى ډى(چاوديدونکى توکي) وى خو هر آئى اى ډى کريکر نۀ وى ـ د کراچۍ بم ډسپوزل سکوارډ مشرصابرخان په ډاګه کړه :،، کله چې په کومه ګوله کښې لوے مقدار چاوديدونکي توکي وکارولے شي نو هغه خام لاسى بم وى ـ ،،

د دې اساسى اصول په رڼا کښې کۀ چرې د لاس څخه غورځوونکى آئى اى ډى کښې المونيم پاؤډر موجود وي نو هغه به د کريکر په فراخه پيژندګلو پوره وخيژي ـ

صابرخان ووئيل:،، يو روايتى کريکر ، کوم چې په دوکانونو کښې خرڅيږى ، د ټينس په لوبه کښې د کاريدونکى بال نه جوړيږى ـ سورى کولو سره هغه د چاوديدونکو توکو څخه ډکيږى چې پکښې په عام ډول المونيم پاؤډر کارولے شى او کله چې په کلک ځائے ور ؤغورځولے شى نو سخته چاودنه کيږى ـ د دغه اواز له امله ئې نوم کريکر شو کوم چې د پټاخو د پاره هم مستعمل دے ـ المونيم پاوډر کښې انتهائى چاوديدنکي توکي کارولے شي او لږ مږل کيدو سره چوى ـ،،

صابرخان ووئيل چې په يو عام کريکر کښې خواؤشا درې سوه کلوګرامه چاوديدونکي توکي استعماليږي ـ هغۀ ووئيل:،،بلخوا يو لاسى بم کښې صرف ٦٥ ګرامه چاوديدونکي توکي کارولے شي خو د دې باوجود دا زيات خطرناک ګڼلے شى ـ،، د هغۀ وينا وه چې د هغې وجه دا ده چې لاسى بم يو ،،آرډيننس ايکسپولز ډيوائس،، دے کوم چې په فکټرو کښې جوړيږى او په هغې کښې خاص قسم چاوديدونکي توکي کارولے شي ـ هغۀ زياته کړه :،، خو کريکر په عامه توګه ماهران نۀ جوړوى ـ دې کښې هر څو کۀ زيات چاوديدونکي توکي استعماليدے شى خو دا ضرورى نۀ ده چې د دې اثرات به تل تباهى خورونکي وي ـ،،

خو د دې دا مطلب نۀ دے چې کريکر بم تباهى خورونکے نۀ شى کيدے ـ چونکې د هغې د جوړولو کومه باضابطه فارموله نشته چې له امله ئې په هغې کښې استعماليدونکى چاوديدونکي توکي بيلا بيل کيدے شى ، د دې اډاڼه په دې خبره ده چې کارول ئې د کوم مقصد د پاره کول دي ـ

صابرخان ووئيل:،، کۀ چرې تاسو په کريکر کښې ګولې يا بال بيئرنګ اچولي دي نو تاسو سره يو قسمه تباهى خورونکے بم دے ـ تر دې کۀ تاسو په څۀ فاصله هم ولاړ ئې ، نو ګولې په تيزۍ سره بهر راځي کوم چې د سختې بڼې د ژوبل کيدو سؤب ګرځيدے شى ـ،،

دحيدرآباد بم ډسپوزل سکواډ کارمند سليم وسټرو د ٢٠١٤ء په اکتوبر کښې ټنډو اله يار کښې د يو خالى پلاټ څخه د ترلاسه شوو کريکر بمونو شنډولو په وخت په حق رسيدلے ؤ ـ د بم ډسپوزل سکواډ پخوانى چارواکى فخرالحسين ووئيل:،، د هغۀ لاس د کريکر په چاودنه کښې ژوبل شو او د زياتې وينې بهيدو له امله هغه يوه ورځ پس په حق ورسيدو ـ،،

د کال٢٠١٤ء د نومبر په ٢٢مه د سندهـ اسمبلۍ د دريو غړيو پشمول د متحده قومى موومنټ ٢٣ کارکنان هغه وخت ژوبل شول کله چې په اورنګى ټاون کښې د رکنيت سازۍ لګولے شوے کيمپ هدف کړے شو ـ

دې نه يوه اوونۍ وړاندې هم په ١٥م نومبر د سرسيد پوليس سټيشن ګزمه کوونکے ګاډے نيوکراچۍ کښې پرله پسې دوو کريکر بريدونو کښې لږ څۀ کښې بچ شوے ؤ کوم چې خوش بختۍ نه چاوديدلي نۀ وو ـ

ويسټ زون کښې د بم ډسپوزل سکواډ انچارج عابد فاروق نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د دغه دواړو کريکر وزن ٦٥٠ ګرام ؤ او د ميخونو نه ډک کړے شوي وو ـ هغۀ ووئيل:،، په هغې کښې انتهائى اور اخستونکي توکي کارولے شوي وو چې پکښې المونيم پاؤډر او فاسفورس هم شامل وو کومو ته چې سمدستى چاوديدل وو او اور ته ګاډے په خپله ګيره کښې اخستل وو ـ،،

صابرخان ووئيل چې د کريکربمونو استعمال د بهته خورو له لورى د تاجرانو د ويرولو د پاره پيل کړے شول چې مقصد ئې دا ؤ هغوي ورته پوره پوره رقم ورکړي ـ

د قصبه کالونۍ د تيلو په يو دوکان د کريکر چاودنې د بڼې پيښې به يو کال وړاندې يا د دې نه زياتې مودې پورې ګڼ شمير کښې کيدلې ـ

صابرخان ووئيل:،، خو اوس د کريکر استعمال ترهه ګر او کالعدم تنظيمونه هم کوي چې دغه خلقو کښې د ويرې پيدا کولو د پاره ئې کاروي ـ،،

د خصوصى تفتيشى يونټ مشر ايس اپس پى فاروق اعوان په کراچۍ کښې د عسکريت خوښو په ضد د کارروائۍ کولو په وخت اکثر کريکرز او ستر مقدار کښې چاوديدونکي توکي شندوي ـ

ايس ايس پى فاروق اعوان نيوزلينز پاکستان سره د خبرو اترو په مهال ووئيل چې جولائى ٢٠١٤ء کښې د هغۀ يونټ د کراچۍ په مختلفو سيمو کښې د کارروائۍ کولو په وخت ٣٣ جرمونه کوونکي ونيول د هغوي د قبضى نه ئې چاوديدونکي توکن ترلاسه کړل چې پکښې کريکر بم او کلاشنکوفونه شامل وو ـ

هغۀ ووئيل چې دا شان ٢٠١٤ء کښې د ٩ محرم الحرام په شپه کراچۍ کښې پرله پسې درې چاودنې وشوې چې پکښې يوه د کريکر حمله وه ، دغې کريکر د ټينس بال سره يو شان والے لرلو او نيو کراچۍ کښې د پوليس په ناکه بندۍ غورځولے شوے ؤ چې له امله ئې دوه کارمندان ژوبل شوي وو ـ

د کرائم انوسټى ګيشن ډيپارټمنټ پخوانى افسر انسپکټر حيدررضوى ومنله چې ځائ پوليس په ارادى او غير ارادى توګه اکثرو وختونو کښې کريکر د بمونو د نورو قسمونو څخه بيل نۀ کړے شول ـ

هغۀ اعتراف وکړو چې د پوليس او قانون نافذوکو ادارو دا عادت دے چې کله هغوي په کومه پيښه کښې د ترسره کيدونکى زيان اثر ضائع کول غواړى نو بم چاودنې د کريکر په ذريعه کيدونکې کارروائۍ ګرځوي ـ

حيدررضوى انکشاف وکړو:،، کله چې پوليس سره ګڼ شمير کښې لاسى بمونه وي نو هغوى دغه کريکر ګرځوي ځکه چې دا تاثر عام دےچې کريکر خطرناک نۀ وى ـ ،،

هغۀ ومنله :،، پوليس کارمندان روزنه نۀ لري د کوم له امله چې هغوي په سمدستى توګه لاسى بم او کريکر چاودنه کښې فرق په ډاګه کولے نۀ شى ـ،،

  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here