سږ کال به په قندهار کښې ٢٥ زره نوي ماشومان سکولونو ته لاړ شي

0
4766

قندهار : د قندهار صوبې د تعليم محکمې واکمن وائي، د ٢٠١٥ء- ٢٠١٦ءتعليمى کال په درشل کښې ئې په قندهار ښار او ضلعو کښې د نوو زده کوونکو د شموليت لړۍ پيل کړې او طمع ده چې خواؤشا ٢٥ زره جينکۍ او هلکان به سکولونو ته داخل شي.

قندهار چې په ګرم سېر صوبوکښې دے، د اوړي د چټيانو نه وروستو ئې تعليمى کال د اګست مياشتې په ١٦مه شروع کيږي.

د قندهار د تعليم د محکمې وياند نظرمحمد صميمي پژواک خبري اژانس ته ووئيل، د قندهار ښار او ضلعو په سکولونو کښې د نوو زده کوونکو د شموليت لړۍ سر له اوسه پيل شوې ده.

د ده په خبره، طمع ده چې سږ کال به ٢٥ زره نوي ماشومان سکولونو ته لاړ شي چې دې سره به په قندهار کښې د ټولو زده کوونکو شمېره خواؤشا ٢٩٠ زره تنو ته لوړ شي.

تېر کال په قندهار کښې د ټولو زده کوونکو شمېر ٢٦٠ زره وۀ چې ٧٨ زره ئې جينکۍ وې.

دے وائي، د نوي تعليمى کال د پيل د پاره ئې تيارى نيولې، خو ځينې ستونزې هم لري چې د تعليم له وزارت څخه ئې د حل غوښتنه لري.

د نوموړي په وينا، په قندهار کښې اکثر سکولونه ودانۍ نه لري چې ډېر ئې په ضلعو کښې دي، خو اړوند وزارت ورسره لوظ کړے چې د روان تعليمى کال د پاره به د ٢٦ سکولونو د پاره ودانۍ جوړې کړي.

دے وائي، د دې سره سره په قندهار ښار کښې د ګڼو سکولونو ودانۍ ترميم ته هم ضرورت لري.

صميمي ووئيل، د وړومبۍ دورې د زده کوونکو د پاره ئې د کتابونو د کمى ستونزه هواره کړې، خو د منځنۍ دورې (اووم، اتم او نهم جماعتونو) د زده کوونکو د پاره تر اوسه د کتابونو د کمى سره مخ دي.

د ده په خبره، د منځنۍ دورې د زده کوونکو د پاره د کتابونو کمے يوازې په قندهار کښې نه دے، بلکې په مرکز کښې هم کم دي، خو وزارت وعده کړې چې دغه ستونزه به هواروي.

په قندهار کښې د تشکيل له مخې ٤٥٤ سکولونه شته، خو په دې کښې ٣٠٧ سکولونه فعال دي او ١٤٧ سکولونه د بدامنۍ او نورو ستونزو له کبله تړلي دي.

صميمي وائي، د بندو سکولونو د نه پرانيستل کېدو تر ټولو لوى لامل د سکولونو د تشکيل کمے دے، چې دغه ستونزه د قندهار ښار په سکولونو کښې هم شته.

هغه زياته کړه، د تعليم د محکمېواکمن هڅه کوي چې د استاذانو د تشکيل کمے پوره کړي او په ضلعو کښې بندو سکولونو پرانيستلو ته لار هواره کړي.

خو ده ووئيل، په هغو ضلعو کښې چې سکولونه ئې تړلي دي، د ځينو امدادى ادارو په مرسته په کښې د زده کړې علاقائى کلاسونه پرانيستل شوي، چې جينکۍ او هلکان په کښې زده کړې کوي.

دے وائي، دغلته د استاذانو د کمىنه علاوه ګڼ شمېر سکولونه ودانۍ نه لري او دغه راز د کډوالۍ ستونزه هم ده چې د بدامنۍ له کبله د ډېرو سيمو اوسېدونکي تللي دي.

بل خوا د قندهار اوسېدونکي د تعليم د محکمې نه غوښتنه کوي، چې د نوي تعليمى کال د شروع کيدو نه وړاندې دې د تعليم په برخه کښې شتۀ ستونزې هوارې شي او په دې حقله دې ډېر کار وشي.

د قندهار د ژيړۍ ضلعې د سنځري سيمې يو اوسېدونکي حاجي محمد دين پژواک خبري اژانس ته ووئيل، تر ټولو مهم کار دا دے چې اړوند ذمه وار د تعليمى کال د شروع کيدو نه مخکښې د پيشه ورو سکولونو او نصابى کتابونو د کمى ستونزه هواره کړي.

دے وائي، دا وخت د ضلعو په سکولونو کښې د زده کړې د عملمعيار ډېر ښکته دے، ګڼ سکولونه ودانۍ نه لري، پيشه ور استاذان نشته او دغه شان زده کوونکي هم تل د کتابونو د کمى سره مخ وي.

د قندهار د ارغنداب ضلعې د چارباغ سيمې اوسېدونکے فدا محمد هم وائي چې د تعليم محکمه دې دا ځل د نورو ستونزو د هواري سره سره په سکولونو کښې د نصابى عمل د ښه کېدو د پاره ډېر کار وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په ضلع کښې ئې په ماضى کښې ٦ سکولونه د بدامنۍ له امله تړلي وو، خو په تېرو څو کلونو کښې نه يوازې دغه سکولونه واپس پرانيستل شول، بلکې ٨ نوي سکولونه هم په کښې جوړل شول چې دې سره اوس دغلته خواؤشا ٣٠ سکولونه فعال دي.

دے وائي، يوازې د سکولونو فعال ساتل پوره نۀ دي، حکومت ته په کار دي چې د بندو سکولونو د پرانيستل کېدو په ځائے د فعالو سکولونو معيار ښه کړي.

د قندهار د تعليم محکمې واکمن وائي، چې دتعليم په عملکښې د اصلاحاتو او ټګۍ ټورۍ د مخنيوي په مقصد د ګورنر هاؤس له خوا اصلاحي مشورتي جرګه ګۍ جوړه شوې چې په هرو پنځلس ورځو کښې غونډې کوي.

دغه جرګه ګۍ د تعليم د عمل د اصلاح او معيار د ښه کېدو په مقصد د مشورو نه وروستو لازم اقدامات تر سره کوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here