دا شان د بره ياد شوي شمير نه دا هم په ډاګه کيږى چې د ستمبر ٢٠١٣ء نه پس عدالتونو ته په مجموعى توګه ليږلو شوو ٢٣،٣٩٦ مقدمو کښې يوازې هم د ١،٤٥٤ مقدمو فيصله اورولې شوې ده او دا شرح يوازې ٦.٢ سلنه جوړيږى ـ
تر دې چې د شهيد پوليس افسرانو د انتهائى اهمو مقدمو هم څۀ پايله رامنځته نۀ شوه چې يو مثال ئې د شهيد اپس پى اسلم خان کيس دے ـ نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت د هغۀ کونډې نورين اسلم ووئيل چې د هغې د خاوند د شهادت د يو کال موده شوې ده ولې د پلټنې څۀ پايله رامنځته نۀ شوه ـ
هغه چې د ګواښونو په ولقه کښې دي
د ترهه ګرۍ د مخنيوى د عدالت خصوصى پبلک پراسيکيوټر عبدالمعاروف د ډيرو اهمو مقدمو برخه پاتې شوے دے چې پکښې د صحافى ولى بابر د وژنې مقدمه هم شامله ده ـ د هغۀ په کور د ترسره شوو دوو بم بريدونو او جهلم کښې د خپل ورور د وژنې نه وروستو هغه د خپل ځان ژغورلو د پاره بهر هيواد ته تلے دے ـ
عبدالمعاروف ووئيل چې د ترهه ګرۍ عدالتونو کښې سختو جرمونو کښې د ککړو تورنو په ضد چليدونکو مقدمو کښې هغوي ته د ردعمل له ويرې سزا نۀ شى اورولې ـ
هغۀ ووئيل چې هم د دې ګواښونو له امله پلټنه کوونکے افسر له ويرې طاقتورو سياسى ډلو يا عسکريت خوښو سره د اړونده تورنو په ضد چارج شيټ کښې غلط معلومات ليکي يا اهم تفصيلات له منځه وړي ـ هغۀ ووئيل :” د دې يو مثال دا دے چې کۀ شکمن ملزم د سور رنګ قميص اغوستے وى نو چارج شيټ کښې به دا ليکلے شى چې هغۀ د سپين يا د تور رنګ قميص اغوستے ؤ ـ “
غير مؤثره پوليسنګ
بلخوا د مقدمو لوے شمير د پوليس افسرانو له لورى د ناقصه پوليسنګ او ثبوتونو راغونډولو د غلطو طريقو له امله اغيزمن کيږى ـ
ډى ايس پى فرانزک فراج بخارى نيوز لينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې هر څو کۀ سندهـ پوليس کښې يو ځانله فارنزک ډويژن قائم دے ولې دې سره تړلې عمله ناپوره ده ـ
هغۀ ووئيل :” پوليس افسر تر اوسه دا ادراک ونۀ کړے شو چې تر مونږه ټاکلى وخت يعنى ٢٤ ساعتونو کښې ثبوتونه رارسيدل څومره اهم دي ،بل صورت کښې د عدالت لخوا دا ثبوتونه منلے نۀ شى ـ کۀ د کوم ثبوت ورکولو کښې له دې زيات وخت لګى نو د شکمن ملزم په ضد قائمه مقدمه د شک د ګټې د قانون په وجه کمزورے کيږى ـ”
فراج بخارى ووئيل چې يوه بله اهمه ستونزه دا پيښه ده چې زياتره پلټنه کوونکي افسران د پيښې ځائے ته نۀ ځي او په اساسى توګه يوازې په هغو ثبوتونو اډاڼه لري کومو پورې چې د هغوى رسد ممکن وي چې اکثرو وختونو کښې ناقصه او نيمګړي وي ـ
هغۀ ووئيل چې يوازې تر وړاندې څو کالو د ثبوتونو راغونډولو ذمه وارى د فرانزک ډيپارټمنټ وه ـ فراج بخارى زياته کړه :” کرائم سين يونټ به د پيښې د ځائے دوره کوله او د جديد آلاتو له لارې به ئې ثبوتونه راغونډول ولې داسې يوازې هم يو يونټ د فارنزک ډيپارټمنټ په مصلحت کښې ؤ او هره ورځ به د پينځو نه شپږ وژنې کيدے چې له امله ئې د دې ټولو ثبوتونه راغونډول ناممکنه شوه ـ “