نيوز لينز سره په ټيلى فون د خبرو اترو کولو په مهال د واپډا جنرل منيجر (پينشنز)، چې د واپډا سکوک بانډز سکينډل کښې انکوائرى افسر هم پاتې شوے دے ، ووئيل چې بډې اخستونکو افسرانو واپډا ته د کروړونو روپو زيان رسولے دے خو دلته داسې هيڅوک نشته چې د هغوي په ضد کارروائى وکړے شى ـ هغۀ ووئيل :” زۀ د ډير زيات دباؤ ښکار شوے ؤم ځکه چې د انوارالحق په ضد پلټنه کول اسانه نۀ وه ـ زۀ د سيکنډ سکوک بانډز په پيلولو هم ډير سخت دباؤ سره مخامخ شوم ـ يو داسې افسر غړے (فنانس) څنګه جوړيدے شى چې جرم پرې ثابت شوے وى ؟ خو حکومت د داسې افسرانو ډاډګيرنه کوى ـ” هغۀ په دې خبره زور راؤړو چې د واپډې چيئرمين دې د دې معاملې پخپله کره کتنه وکړى ـ
د جنرل منيجر د کچ يو بل افسر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط واپډا کښې د بډې اخستونکو افسرانو په ټاکنه سخت ټکونه وکړل ـ هغۀ د اوبو او بريښنا په وزير عابد شير على د بډې اخستونکى افسر انوارالحق د غړى (فنانس) د لګولو تور پورې کړو ـ هغۀ ووئيل :” عابد شير على هغۀ د غړى (فنانس) او د جنرل منيجر (فنانس) په چوکۍ لګولے دے ـ بل کوم تن هغه په دې چوکۍ لګولے نۀ شى او نۀ ئې هم لرې کولے شى ـ”
خو ولې انوارالحق نيوز لينز سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د خپل دريځ ساتنه وکړه او وې وئيل :” واپډا کښې په ستره چوکۍ د ټاکلے شوى يو تن له امله ما ته په زور د دريو کالو سزا واؤرولې شوه او رښتيا دا دي چې له دې وړاندې ما ته د يو کال سزا اورولې شوې وه ـ “
هغۀ زياته کړه :” اوس نوموړے له واپډې ريټائر شوے دے او يو ايمان دار افسر د واپډې د مشر چوکۍ سنبال کړې ده ـ هغۀ خپل هم خيال يو ايماندار افسر (يعنى زۀ) په دې چوکۍ ولګؤلو د کومې چې زۀ حقدار ؤم او دا يو نۀ رد کيدونکے حقيقت دے ـ “
کله چې د انوارالحق پام دې نکتې ته راوګرځولے شو چې د هغۀ ټاکنه د قانون په ضد ده نو هغۀ سمدستى ځواب ورکړو :” زۀ غړے (فنانس) نۀ يم ـ ما د غړى (فنانس) زياتى چوکۍ سنباله کړې ده چې د قانون په ضد نۀ ده ـ” هغۀ عابد شير على سره د هر ډول اړيکې رد کړې او وې وئيل :” ما هيڅ ماره داړه نۀ ده کړې او تير وخت کښې ما سره ناانصافى شوې ده ـ ما دا چوکۍ په ميرټ ترلاسه کړې ده ـ “
د واپډې د تعلقات عامه شعبې يو افسر چې خپله پيژندګلو ئې د عابد په نوم وکړه، ليکونکى سره تماس ونيولو او وې وئيل :” انوارالحق يو ايماندار افسر دے ـ دا معامله په ميډيا کښې رااوچتولو ته هيڅ اړتيا نۀ لرى ـ “
د اوبو او بريښنا وزير عابد شير على سره رابطه ونۀ شوه، تر دې چې ليکونکى په ټيلى فون هغۀ سره د هغۀ د دريځ معلومولو د پاره څو ځله د تماس نيولو هڅه هم وکړه ـ