کراچۍ ( تهمينه درانى ) د قائد په تشدد ځپلى ښار کښې د هر ١٥٢٤ وګړيو د حفاظت د پاره په اوسطه توګه د ذاتى مد څلور امنيتى سرتيري ذمه وارۍ ترسره کوي او د دې برعکس ناروزلے شوے او د انتهائى کمې تنخواه اخستونکے يو پوليس کارمند هم دا فرض سر ته رسوي ـ
د سندهـ پوليس او نجى سکيورټى کمپنيو نګرانې ادارې آل پاکستان سکيورټى ايجنسيز ايسوسى ايشن (اے پى ايس اے اے ) څخه د ترلاسه کړے شوې شميرې ترمخه د دوو کروړو ٢٠ لکو وګړيو د حفاظت د پاره د سندهـ پوليس ١٤،٤٣٣ کارمندان لګولے شوي دي او د دې په مقابله کښې د ذاتى مد د امنيتى سرتيرو شمير ٥٥ زره دے ـ
اے پى ايس اے اے سره اړوند کرنل توقير الاسلام ووئيل :” دا وخت سندهـ کښې خواؤشا ٢١٣ فرمونه کار کوي چې پکښې ١٩٠ مونږ سره رجسټرډ دي او دې سره د اړونده امنيتى سرتيرو شمير ٥٥ زره دے ـ د دې ترڅنګ ٢٠ زره امنيتى سرتيري ټول سندهـ کښې خدمات ترسره کوي ـ “
بلخوا د سندهـ پوليس له لورى د جارى کړے شوى يو راپور ترمخه د کراچۍ پوليسو کښې په مجموعى توګه د چوکيو شمير ٣١ زره دے چې پکښې ٢٦،٨٤٧ ډکې شوي دي ـ
ولې دې ٢٦،٨٤٧ پوليس کارمندانو کښې يو لوے شمير يعنى ٣١ سلنه سينئرسرکارى واکمنو او دفترونو کښې د امنيت په ټينګښت لګولے شوي دي ـ
دا ممکن ده چې د ذاتى مد د امنيتى سرتيرو شمير له دې ډير زيات وي کومه شميره چې بره يادو کرښو کښې بيان کړے شوې ده ځکه چې کرنل توقيرالاسلام دا خبره په ګوته کړې ده چې د نجى فرمونو يو لوے شمير له لائسنس ترلاسه کولو پرته په ازاده توګه کار کوى ـ دا امنيتى ادارې په عمومى توګه هغه دي چې په زياته معاوضه سرتيري ورکوي د کومو چې نۀ يوازې جامه بلکې ډير نور لاملونه هم د هغوي د سندهـ پوليس د ايليټ فورس په رنګ برابروي ـ
د اے پى ايس اے اے د قاعدو ترمخه ټولو امينتى سرتيرو ته نيلا يونيفارم اچؤل وي په کومو چې د هغوي د فرم نوم د يونيفارم په مخامخ اړخ ښکاره لګيدلے وى ، د “ايليټ” سکيورټى ګارډز يو لوے شمير هم د ذمه واريو ترسره کولو په مهال ليدلے شوے دے د چا خدمات چې اکثر او زياتره په لوړو چوکيو تعينات افسران او تر دې چې سرکارى واکمن د خپل ذاتى امنيت د پاره ترلاسه کوي ـ
کرنل توقيرالاسلام ووئيل:” دا زمونږ د قاعدو ډاګيزې خلاف ورزى ده او د ذاتى مد د امنيتى فرمونو د امنيتى سرتيرو د ورديانو د قانونو نافذونکو ادارو د کارمندانو سره يوشان والے غيرقانونى دے ـ هر څو که مونږ د داسې کمپنيو په اړه د سندهـ داخله محکمه کښې شکايتونه کوو چې دا شان د هغوي لائسنسونه له منځه يوړلے شي ولې په دې ډيره کمه څۀ کارروائى کولے شى ـ”
ولې داخله سکتر ډاکټرنيازعلى عباسى د دغې دعوې په رد کولو ووئيل چې ډيرو کمپنيو ته د داخله محکمې لخوا شوکاز نوټسونه جارى کړے شوي دي ـ هغۀ ووئيل :” د دې فرمونو لوے شمير ريټائرډ فوځى افسرانو قائم کړے دے خو هغوي ته په هر حال قوانينو باندې عمل کول پکار دي ـ “
خو هغۀ د کوم سکيورټى فرم د لائسنس له منځه د ويستلو په اړه څۀ غږ ونۀ کړو ـ
بهرنۍ مرسته
د ښار د حساس صورتحال په رڼا کښې او په خاص توګه ستمبر٢٠١٣ء کښې د ترهه ګرو او جرمونو کوونکو عناصرو په ضد د پيليدونکو عملياتو نه وروستو ښار کښې د سندهـ رينجرز شتون په ډاګيزې ډول ليدے شى ـ
د رينجرز د وياند ترمخه کراچۍ کښې دا وخت د اوو نه ١٠ زرو پورې رينجرز کارمندان خدمات ترسره کوي ولې هغوي په ازاده توګه کار کوي يا د پوليسو په درخواست د هغوي بيلابيلو کارروائيو يا نيونو کښې مرسته کوي ـ