د پاکستان کمزورے تعليمى نظام ، د سرکارى بجټ نور اثرناک کولو ضرورت

0
5025

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

کراچۍ (تهمينه قريشى) د هيواد ټولو صوبو خپل کليز بجټ کښې تعليمى فنډز زيات کړے دے خو د دې فنډز يوه لويه برخه د پرمختيائى هلو ځلو په ځائے د تنخاګانو ورکولو د پاره ځانګړې کړے شوې ده ـ

د انسټى ټيوټ آف سوشل اينډ پاليسى سائنسز د حکومتى مالياتى جائزې ترمخه د خيبرپښتونخوا لخوا کليز بجټ کښې د تعليم د پاره تر ټولو زياته ٢٦ سلنه، پنجاب کښې ٢٤ سلنه، سندهـ کښې ٢٢ سلنه او بلوچستان کښې ١٩ سلنه ځانګړې کړے شوې ده ـ

د انسټى ټيوټ اف سوشل اينډ پاليسى سائنسز د ليډريسرچر احمد على وينا وه چې څلورو واړو صوبو کښې د بجټ ٧٥ سلنه د تنخاګانو او الاؤنسز په مد کښې ايښودے شوې ده او ډويلپمنټ بجټ بيخى نظرانداز کړے شوے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د تنخاګانو د پاره ځانګړے کړے شوے بجټ د امروزه لګښتونو د پاره دے په کوم کښې چې د زياتوالى مطلب دا دے چې د ځانګړى کړے شوى فنډز يوه لويه برخه خرڅ کيږى نه په خصوصى توګه کله چې دا د تعليمى ادارو د آپريشنل خرڅونو د پاره کارولے شى ـ “

دې لړ کښې د سندهـ لخوا سږ کال تر ټولو زياته يعنى د بجټ ٩٠ سلنه د تنخاګانو په مد کښې ځانګړې کړے شوه د کوم نه وروستو چې پنجاب کښې ٨٥ سلنه، خيبرپښتونخوا کښې ٧٦ سلنه او بلوچستان کښې ٧١ سلنه فنډز ايښودے شوے دے ـ

احمد على زياته کړه :” د موجوده طريقه کار لاندې ايښودے شوے فنډز د مالى کال په پاې کښې پاتې کيږى چې د سکولونو د پرمختګ د پاره استعمالولے شى د کوم له کبله چې بجټ کښې دا غيرمعمولى زياتوالے هم د ماشومانو د تعليمى کارکردګۍ يا تعليمى شعبې د ترقۍ سؤب ونۀ ګرځيدو ـ”

د تير مالى کال (٢٠١٤ء – ٢٠١٣ء) په دوران سندهـ د ځانګړے کړے شوى فنډز ٢٣ سلنه د سره لګولې نۀ وه، خيبرپښتونخوا ١٦ سلنه، پنجاب ٩ سلنه او بلوچستان درې سلنه پورې فنډز خرڅ کړے نۀ ؤ ـ

د مبصرينو ترمخه د روان معاشى کال (٢٠١٥ء – ٢٠١٤ء) په دوران سندهـ حکومت د تنخاګانو د پاره ٢٥ سلنه او ډويلپمنټ د پاره د تعليمى بجټ په مجموعى توګه ٢٢ سلنه ځانګړې کړه ـ خو ولې د هيواد نورو صوبو کښې د تعليم د پرمختګ د پاره ايښودے شوے بجټ د ١٠ سلنه څخه هم کم پاتې شو ـ

د احمد على وينا وه :” ټول هيواد کښې په پرمختيائى منصوبو کيدونکي خرڅونه تر اوسه ډير کم پاتې شوي دي ـ د تير مالى کال په دوران د سندهـ خواؤشا ٦٧ سلنه پرمختيائى بجټ کارولے شوے نۀ ؤ او د خيبرپښتونخوا او بلوچستان په پاتى شوى نيم بجټ هم څۀ منصوبه پيل نۀ کړے شوه ـ”

هغه دا باور لرى چې سرکارى بجټ دې د زده کوونکو کارکردګۍ سره وتړلے شى چې دا شان د دې د ګټو مزے وغزولے شى ـ هغۀ زياته کړه :” د بيلابيلو شمير شميرو څخه د ترلاسه شوو پايلو او پاليسيو په رڼا کښې د جائزې اخستو ضرورت دے ـ په يادو ټولو اقداماتو د بيلابيلو خاميو له کبله عمل نۀ شى کيدے ځکه چې دا په يو بل اثر غورځوى ـ”

د لوستنې شرح

د پاکستان د لوستنې شرح ٥٨ سلنه ده چې د ٢٠١٥ء د پاره د ټاکلى شوى هدف يعنى ٨٨سلنې نه ډيره کمه ده ـ

د ملګرو ملتونو د پرمختيائى پروګرام ترمخه د ټول هيواد پرائمرى سکولونو کښې داخله اخستونکي څلورمه برخه زده کوونکي د لسم جماعت پورې رسد ترلاسه کولے نۀ شي ـ

د انسټى ټيوټ آف سوشل اينډ پاليسى سائنسز پرنسپل ريسرچر سلمان همايون نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” صوبو کښې د تعليم د پاره د ځانګړى کړے شوى فنډز حجم غيرمعمولى دے ولې پاکستان سيمه کښې د خپل جى ډى پى په مجموعى توګه تر ټولو کم يوازې دوه سلنه د تعليم په شعبه لګوى، د دې ترڅنګ د صنفى مساوات نيشتوالے او ښارى او کلى وال ويش هم د تعليم د ميدان د پرمختګ په لاره کښې خنډ جوړيږى ـ”

ولې د هغۀ په خيال د حکومت لخوا د تعليم د شعبې د پاره ځانګړې کړے شوے بجټ هم د دې کړکيچن صورتحال تر ټولو اهم لامل نۀ دے بلکې غير مؤثره منيجمنټ، د فنډز په سم ډول نۀ ايښودے کيدل او د څارنې د ميکانزم نيشتوالے هم هغه لاملونه دي چې د تعليمى شعبې د بدحالۍ سؤب ګرځيدلے دے ـ

سلمان همايون زياته کړه :” چونکې قانون جوړوونکي او اړونده ډلې د بجټ د منصوبه بندۍ د عمل څخه ويستلې شوې دي چې له کبله ئې د بجټ ويش، په وخت د فنډز نۀ جارى کيدل، درانۀ انتظامى خرڅونه، ټګى ټورى او د بد انتظامۍ په وجه هم حالات خراب شوي دي ـ”

د سرکارى نه د نجى شعبې لورى ته اوړيدل

د سلمان همايون لخوا چې د کومو ښارى او کلى وال ويش حواله ورکړے شوې ده، د هغې اندازه اوس اوس د جارى شوى تعليمى صورتحال د کليز راپور اسر (٢٠١٤ء) څخه لکولے شى ـ

ټول هيواد کښې د تير يو کال په دوران څلور سلنه ماشومان د سرکارى سکولونو په پريښودو د ذاتى مد تعليمى ادارو کښې داخله واخسته چې تر ټولو زياته شرح ئې سندهـ کښې وه ـ د تير کال په مهال د سندهـ کلى والو او ښارى سيمو کښې د نجى سکولونو شمير خواؤشا اووۀ سلنه زيات شوے دے، ١٠ سلنه نجى تعليمى ادارو کښې يو سلنه مدرسې هم شاملې دي ـ

له دې شمير شميرې نه دا هم په ډاګه کيږى چې سندهـ کښې د تعليم د ورکړے د پاره د موجوده ځاندرې ٩١ سلنه پرائمرى، پينځۀ سلنه مډل او يوازې درې سلنه هائى سکولونو باندې مشتمله ده ـ

بلوچستان کښې هم چټکتيا سره د ذاتى مد تعليمى ادارې جوړې شوې دي چې تناسب ئې د ١٠ نه ٢٠ سلنه پورې دے او څلور سلنه سکولونه او شپږ سلنه مدرسې دي ـ

د آسر پاکستان مشرې بيلا رضا جميل نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د دې بدلون يوه بنيادى وجه خو دا ده چې د پرائمرى سکولونو نه پس سرکارى تعليمى نظام کښې يوه ښکاره تشه رامنځته کيږى ـ

ټول هيواد کښې دا شرح څۀ په دې ډول ده، بلوچستان کښې د پرائمرى سکول نه مډل سکول پورې ٩.١ سلنه او د پرائمرى سکول نه هائى سکول پورې دا شرح ١٤.١ سلنه ده ـ خيبرپښتونخوا کښې دا شرح په ترتيب سره ٩.١ او ١٢.١ او پنجاب کښې ٤.١ او ٦.١ سلنه ده ـ

پاليسى جوړيدل او په هغې عمل درآمد

د تعليم نوموړې ماهره او د شهيد ذوالفقار على بهټو انسټى ټيوټ آف سائنس اينډ ټيکنالوجى صدره شهناز وزيرعلى دا باور لرى چې د تعليمى شعبې د دې خراب منيجمنټ ذمه وارى د صوبائى او وفاقى حکومت د پاليسى جوړوونکو د زمکنيو حقيقتونو په اړه خبرتيا نۀ لرلو سره تړلې ده ـ

د دې پاليسيو د ځپلو ډلو لخوا کۀ چرته کومه پاليسى جوړولے شى نو د دې بندوبست به نۀ يوازې اسان وى بلکې په دې عمل درآمد کولو کښې به هم څۀ کړمې نۀ پيښيږي ـ

ياد هدف په صوبائى حکومتونو د دروند کار کمولو د پاره تعليمى منصوبو باندې د عمل درآمد ذمه وارى په ضلعو وراچولو او تعليمى افسرانو واکمن کولو سره ترلاسه کيدے شى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here