بلوچستان: د قائمه کميټيو تشکيل تراوسه عمل کښې رانۀ غلو
Safiullah Shahwani
پيښور (صفى الله شاهوانى) روانه مياشت د بلوچستان حکومت لخوا وړاندې کړے شوى بجټ کښې د قائمه کميټيو تجويزونه شامل نۀ کړے شول چې مطلب ئې سپيځلتيا، ځواب ورکونه او غوره ګورننس دے او کوم چې د بيلابيلو محکمو د بجټ آډټ نه وړاندې او وروستو اهم کردار ترسره کوى ـ دا د بلوچستان داسې وړومبے بجټ نۀ دے ـ
د تيرو څو حکومتونو په شان دا صوبائى اسمبلى هم کومه قائمه کميټى نۀ لرى ـ موجوده حکومت هم دا روايت مات نۀ کړو کوم ته چې د دوه نيمو کالو د مودې تيريدو باوجود تراوسه قائمه کميټۍ جوړول دي چې له کبله ئې د محکمو د کارکردګۍ ښۀ کولو په حقله د تجويزونو او د هغې له احتساب پرته هم يو بل بجټ وړاندې کړے شوے دے ـ
قائمه کميټۍ د ټولې نړۍ په قانونى ډهانچو کښې تشکيل کولے شى چې دا شان قانون سازۍ سره د اړونده چارو ذمه وارى ځانګړې کميټيو ته وسپارلے شى ـ د برطانيې په لاندې ايوان برټش هاؤس آف کامنز او د امريکې قانون سازې منتخب اداره کانګريس کښې د قانون سازۍ د پاره خصوصى کميټۍ جوړې کړے شوې دي چې پکښې پارليمانى افيئرز، پبلک اکاؤنټس ، بهرنيو چارو وغيره باندې قائمه کميټۍ کار کوى، دا لړليک ډير اوږد دے ـ
د ١٩٧٣ء د پاکستان دستور کښې قامى او صوبائى اسمبليو کښې د قائمه کميټيو د قيام شق موجود دے ـ قام اسمبلۍ، سينيټ او نور دريو واړو صوبو کښې قائمه کميټۍ جوړې کړے شوې دي ولې بلوچستان کښې په دې اړه څۀ تګ و داؤ ونۀ شو ـ
بلوچستان اسمبلۍ کښې د پارليمانى ګيلرۍ چيئرمين عبدالخالق رند ووئيل چې د قائمه کميټيو معامله د ٢٠٠٤ء راسې د ځنډ ښکار ده کله چې مير جام يوسف وزيراعلى ؤ ـ د هغۀ حکومت د قائمه کميټيو څخه هم پرته کار کولو ـ څۀ دا رنګ روايت د هغې نه وروستو رامنځته شوى د نواب اسلم ريئسانى په حکومت کښې تکرار کړے شو کله چې د اپريل ٢٠٠٨ء نه مئى ٢٠٠٣ء پورې د پينځو کالو په دوران يوه قائمه کميټى هم جوړه نۀ کړے شوه ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” موجوده حکومت ستمبر ٢٠١٣ء کښې په اقتدار کښې راغے خو بلوچستان اسمبلۍ کښې تر اوسه کومه قائمه کميټى جوړه نۀ کړے شوه ـ “
عبدالخالق رند د قائمه کميټيو په جوړونه کښې د ځنډ ذمه وارى د پارليمان د غړيو په سره ورواچوله کوم چې د احتساب څخه ويريږي ـ هغۀ ووئيل چې بلوچستان حکومت په آئينى توګه د وزيرانو او وزيراعلى د احتساب د پاره د ١٩ قائمه کميټيو جوړولو پابند دے ـ
خو ولې هغۀ ووئيل چې د قائمه کميټيو جوړولو په معامله بحث روان دے او دا وئيلے شى چې نهه قائمه کميټۍ به د مسلم ليګ نواز، پينځۀ د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ او درې د نيشنل پارټۍ د غړيو په مشرۍ کښې جوړيږي ـ دا دريواړه ګوندونه صوبائى حکومت کښې اتحاديان دي ـ حزب اختلاف به دوه کميټۍ جوړوى ـ
عبدالخالق رند زياته کړه :” داسې ښکارى چې حکومت د احتساب نه بچ کيدو د پاره د قائمه کميټيو تګ ؤ داؤ خپلو اتحاديانو ته سپارى ـ پاکستان کښې دا په اوسنو ورځو کښې آئينى روايت جوړ شوے دے چې د پبلک اکاؤنټس کميټۍ مشرى اپوزيشن لارښود سنبالوى ـ”