پيښور (احسان داوړ) د پيښور پوهنتون قبائلى هاسټل کښې ميشتۀ د قطبى وزيرستان اړوند زده کوونکى رحيم الله د تعليمى لړۍ د ختميدو انديښنې زياتې شوې دي ـ
هغه چې جون ٢٠١٤ء کښې د عسکريت خوښو په ضد د پيل شوو ضرب عضب عملياتو نه ورورستو کله د قطبى وزيرستان نه د يو زده کوونکى په توګه کډې کولو سره پيښور ته راغے نو واکمنو د رحيم الله په شان زده کوونکو ته د تعليم د بې معاوضې اسانيو ورکولو وړانديز وکړو ـ
رحيم الله او نور زده کوونکي د قبائلى سيمو د کالجونو نه د پاکستان نورو تعليمى ادارو ته د اوړيدو ستونزمن طريقه کار څخه تير شول کوم نه وروستو چې د هغوي نۀ يوازې داخله ممکن شوه بلکې هغوي څو مياشتو پورې کالج ته هم لاړل ـ
اوس د مارچ مياشت روانه ده ، کله چې زده کوونکو ته کليز امتحانونو کښې د برخې اخستو د پاره فارم جمع کول وى ـ ولې د پوهنتون انتظاميې رحيم الله او نورو کډوالو زده کوونکو ته وئيلي دي چې هغوي دې امتحانونو کښې د ګډون د پاره فيس جمع کړي ـ
رحيم الله وائى :” زۀ نۀ پوهيږم چې ما ته اوس څۀ کول دى ـ آيا ما ته تعليمى لړۍ ختمول پکار دي يا بايد د احتجاج لاره خپله کړم ـ زۀ دومره وسيلې نۀ لرم چې د پوهنتون دروند فيس ورکړے شم ـ” هغه د قطبى وزيرستان هيډ کوارټر ميرانشاه سره تعلق لرى ـ
رحيم الله ووئيل چې هغه بيلابيلو مدونو کښې واجبات ورکولے نۀ شي چې پکښې د هاسټل، امتحانونو، مائيګريشن او نور فيسونه شامل دي ـ
د قطبى وزيرستان څخه کډوال شوو زده کوونکو چا چې نيوز لينز سره خبرې اترې وکړې، هغوي کښې امتياز وزير هم شامل ؤ چې د قبائلى سيمې د اړونده زده کوونکو مشر او استازے دے ـ هغۀ ووئيل چې د پوهنتون د انتظاميې د پريکړې له امله قطبى وزيرستان سره اړوند زده کوونکي فکرمندۍ سره مخ شوي دي ـ
هغۀ ووئيل :” مونږ دې حالاتو کښې تعليم ته پاملرنه نۀ شو کولے ځکه چې مونږ څخه هره ورځ د فيس غوښتنه کولے شى او دا زمونږ د پاره ممکن نۀ ده ـ قطبى وزيرستان سره اړوندو زده کوونکو د پاره تعليمى لړۍ روانه ساتل له وړاندې راسې ګرانيږى او کۀ انتظاميه په دې پريکړه نظرثانى ونۀ کړى نو دې سره به د قبائلى سيمو د اړوندو زده کوونکو په اعلى تعليم د سخې بڼې اثرات پريوځي ـ”
هم دې ډلې سره اړوند يو بل زده کوونکى افتخار داوړ ووئيل چې ستمبر ٢٠١٤ء کښې د وائس چانسلرانو په غونډه کښې دا پريکړه شوې وه چې د کډوالو زده کوونکو نه به هيڅ يو پوهنتون کښې هم د داخلې څۀ فيس اخستے نۀ شى ـ
هغۀ د غونډې د اهمو نکاتو حوالې ورکولو سره ووئيل :” د پوهنتون انتظاميې اوس يو بل نوټيفيکيشن جارى کړے دے کوم کښې چې کډوالو زده کوونکو ته د هاسټل او امتحانونو د فيس جمع کولو وينا شوې ده ځکه چې پوهنتون معاشى ستونزو سره مخامخ دے ـ “
ولې د نفسياتو د ايم ايس سى زده کوونکى عادل داوړ ووئيل چې د هغۀ د شعبې لخوا هغۀ ته ټول فيسونه معاف کړے شوي دي ـ
هغۀ ووئيل :” د نفسياتو د شعبې مشر ما ته ووئيل چې ستا نه به کوم فيس نۀ شى اخستے خو زۀ اوس ويرې اخستے يم ځکه چې ما د بيلابيلو شعبو صورتحال ليدلے دے ـ کۀ د نورو شعبو زده کوونکو ته د فيس د ورکړې وينا کولے شى نو مونږ ته هم د داسې کولو غږ کولے شى ـ “
د قانون يو زده کوونکى ووئيل چې هغۀ او قطبى وزيرستان سره اړوندو نورو زده کوونکو د خيبرپښتونخوا د تعليم صوبائى وزير مشتاق غنى سره ليدل کتل وکړل او هغه مو د پوهنتونو د دوه رنګه پاليسۍ په اړه خبر کړو ـ
احمد الله ووئيل :” د تعليم وزير ووئيل چې صوبائى حکومت ته د وفاق او نۀ هم د نړيوالو مرستندويه ادارو له لورى د کډوالو زده کوونکو د مرستې د پاره څۀ فنډز جارى کړے شوي دي ـ”
د معاشياتو زده کوونکى عطاء الله ووئيل :” مونږ ته پته نشته چې هغوي زمونږ په نوم کوم څۀ ترلاسه کړي دي ولې اوس هغوي انکار کړے دے ـ”
ډله کښې شامل زده کوونکي فکرمند دي ،هغوي کښې زياتره بې وزله کورنيو سره تعلق لري او د فيس ورکولو توان نۀ لري ـ