د سرائيکۍ ژبې د نوميالى شاعر شاکر شجاع آبادى د مرستې ټولې دعوې د خبرو تر حده پاتې شوې
Ihsan Qadir
لاهور (احسان قادر) سوئيلى پنجاب سره اړوند د سرائيکۍ ژبې نوميالے شاعر او دانشور شاکر شجاع آبادى د خپل علاج په حقله د حکومتى دعوو د ترسره کيدو لارې څاري ـ
شاکر شجاع آبادى د سرائيکۍ ژبې يو ستر شاعر دے او په سرائيکى شاعرۍ د هغۀ ګرفت غير معمولى دے چې مخ اړول ترې ممکن نۀ دي ـ هغه د سوئيلى پنجاب په ادبى حلقو کښې نۀ يوازې په مقبوليت کښې تر ټولو وړاندې دے بلکې د هغۀ ډير زيات احترام هم کولے شى ـ شاکر شجاع آبادى د ١١ کتابونو په ليکلو د قامى کچ په ګڼو انعامونو نمانځلے شوے دے ـ هغه دا وخت د يو ذهنى رنځ ښکار دے او لاهور جنرل هسپتال کښې ئې علاج کيږى ـ هغۀ اردو، پنجابۍ او نورو ژبو کښې هم شاعرى کړې ده ـ
نيوز لينز پاکستان سره ليکلو خبرو اترو کښې شاکر شجاع آبادى ووئيل :” زۀ د خپل ځان د پاره د څۀ څيز ضرورت نۀ لرم ځکه چې ما خپل ژوند تير کړے دے ـ خو زما د بچو راتلونکے دې خوندى کړے شى او حکومت دې زما د مرګ نه وروستو د هغوئ خيال وساتى ـ”
نيوز لينز پاکستان سره يوه مرکه کښې د شاکر شجاع آبادى زوئ نويد شاکر ووئيل چې د هغۀ پلار سرائيکۍ شاعرۍ او ادب کښې غير معمولى خدماتو باندې د قامى کچ په ګڼو انعامونو نمانځلے شوے دے ـ هغۀ ووئيل چې ولې په هغو ميډالونو او شيلډونو د هغۀ علاج ممکن نۀ دے بلکې دې د پاره دې ورته مالى مرسته ورکړے شى ـ