کوئټه (مالک اچکزئى) د بلوچستان نه د شمير څو اميداوارن د مقابلې په کليزو امتحانونو يعنى د سى ايس ايس يا سنټرل سپريئر سروسز د لارې د هيواد د سپريئر سول سروسز برخه جوړيږي ـ ماهران د دې ذمه وارى صوبه کښې د تعليم په پريوتونکى نظام وراچوى د کوم له امله چې د صوبې هم هاغه زده کوونکي د مقابلې په دې امتحانونو کښې بريالے کيږي چې د هيواد د نورو ښارونو له تعليمى ادارو تعليم ترلاسه کوي ـ
د تعليم د صوبائى محکمې د چارواکو ترمخه صوبه کښې ډير داسې سکولونه قائم دي چرته چې ماشومانو ته هيڅ تعليم نۀ شى ورکولے ،تش د نوم سکولونه هم دې ضمن کښې راځي چې وجودونه ئې يوازې د کاغذونو د خيټې ډکولو د پاره دي، د استاذانو غيرحاضرى او د وسيلو د کمى ترڅنګ په لويه پيمانه د “نقل” کيدونکے رجحان هغه څو لاملونه دي چې صوبه کښې د تعليمى نظام د غير مؤثر کيدو لورى ته اشاره ورکوي، د يادو واکمنو لخوا صوبه کښې د څارنې نظام رامنځته کړے شوے دے چې دا شان د استاذانو او زده کوونکو کلاس روم کښې حاضرى يقينى کړے شي ـ
د تعليمى واکمنو ترمخه ايجوکيشن مينجمنټ و انفارميشن سسټم (اى ايم آئى ايس) به سکولونو کښې د استاذانو او زده کوونکو په پخو بنيادونو د حاضرۍ يقينى کولو د پاره “په هغوي” نظر ساتى ـ
د وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ د تعليم د پاره صلاحکار سردار رضا محمد بړيڅ وائى:” زمونږ مقصد د صوبې نه د نقل رجحان له جرړو ويستل دي ځکه چې ډير صلاحيت لرونکي زده کوونکي په نقل د تعليم ترلاسه کولو له امله د مقابلې په امتحانونو کښې د ګډون کولو جوګه نۀ پاتې کيږي ـ”
جنورى ٢٠١٤ء کښې صوبه کښې هغه وخت تعليمى ايمرجنسى نافذ کړے شوې وه کله چې وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ صوبائى دارالحکومت کوئټه کښې د امتحانى مرکزونو دوره کړې وه او زده کوونکي ئې د امتحانونو په مهال په نقل کولو ليدلي وو ـ د امتحانى مرکزونو نه بهر موجودو خلقو امتحانونو ورکوونکو زده کوونکو ته “مرسته” ورکوله ، دا دې په نظر کښې ولرلے شى چې د دفعه ١٤٤ لاندې امتحانى مرکزونو سره خواوشا د غير اړونده خلقو په موجودګۍ بنديز دے ـ
سردار رضا محمد بړيڅ ووئيل چې د اى ايم آئى ايس لاندې د زده کوونکو او استاذانو د کوائف جمع کولو ترڅنګ هغوئ به کمپيوټرائزډ کولے شي چې له امله به ئې د زده کوونکو او استاذانو د حاضرۍ تناسب کښې زياتوالے راشى ـ هغۀ ووئيل چې امتحانى مرکزونو کښې د کيمرو په لګولو به سکولونو کښې د امتحانى عمل څارنه هم کولے شى ـ
سردار رضا محمد بړيڅ زياته کړه :” مونږ د استاذانو په ميرټ بهرتى کولو د پاره د نيشنل ټيسټنګ سروس خدمات ترلاسه کوو ـ د استاذانو په ميرټ بهرتى کيدو سره به سکولونو کښې د تعليم معيار غوره شى ـ دې سره سره سکولونو کښې د اساسى سهولتونو ورکولو په حقله هم کار کولے شى او په هغو سيمو کښې سکولونه جوړولے شي چرته چې ئې تر ټولو زيات ضرورت دے ـ”
د امتحانونو په دوران په نقل د بنديز قانون به د صوبې په هره برخه کښې نافذولے شى ـ
د تعليم ميدان کښې د کار کوونکى يو پاکستانى تنظيم الف اعلان د شمير شميرنې ترمخه د بلوچستان په دريو کښې دوه برخې زده کوونکي سکول ته نۀ ځي ـ
بلوچستان کښې د تعليم په حالاتو د الف اعلان لخوا د جارى کړے شوې حقائق نامې ترمخه :” بلوچستان کښې د پينځو نه ١٦ کالو عمر پورې د ماشومانو شمير ٢٧ لکه دے چې پکښې ١٨ لکه يعنى ٦٦ سلنه او په خاص توګه جينکۍ تر زياتې مودې خپله تعليمى لړۍ روانه نۀ شى ساتلے ـ د پرائمرۍ په کچ د ماشومانو جينکو د داخلې تناسب ٣٥ سلنه دے کوم چې مډل کښې کميدو سره نهه سلنه او هائى سکول ته په راتلو يوازې څلور سلنه پاتې کيږى ـ”
د تعليم پخوانى وزير مولانا عبدالوهاب صديقى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل :” زما خيال نۀ دے چې ” د نقل کيدو په رجحان د قابو موندلو” د مهم به زمونږ په ځوانانو (زده کوونکو) مثبت اثرات پريوځي ځکه چې د تعليم معيار ناقصه دے په په ځانګړى توګه سکولونو کښې ليبارټرۍ او د پاکو اوبو اسانۍ شتون نۀ لري او استاذان اکثر او زياتره غيرحاضر وي ـ”
هغۀ پوښتنه وکړه چې د تعليم ورکولو د پاره د بنيادى اسانيو د نۀ شتون له امله به زده کوونکي په ځوابى پرچه څۀ ليکي ؟
مولانا عبدالوهاب صديقى زياته کړه :” موجوده حکومت دا دعوه کوى چې د بجټ ٢٤سلنه برخه ئې د تعليم د پاره ځانګړې کړې ده
ولې دا مهال د بلوچستان د ګڼې ګوڼې سيمو کښې د هلکانو او جينکو د پاره نوى سکولونه، کالجونه او تر دې چې پوسټ ګريجويټ کالج جوړول دي ـ د پاتې تعليمى ادارو (لرې پرتو ضلعو کښې) هم د څارنې نظام کښې د شاملولو ضرورت دے ـ “
تيره مياشت مارچ کښې د وزيراعلى ډاکټر عبدالمالک بلوچ په مشرۍ د بلوچستان حکومت د تعليم محکمې د خبرتيا د يو لاريون بندوبست کړے ؤ ـ لاريون کښې پورته کړے شوو اوازونو کښې ” امتحانونو کښې د کيدونکى نقل رجحان نامنظور” او ” د خدائے په امان نقل” شامل وو ـ
ډاکټر عبدالمالک بلوچ خپله يوه وينا کښې خپله دغه ژمنه يو ځل بيا ياده کړه کومه چې هغۀ تير کال کړې وه چې د هغۀ حکومت به امتحانونو کښې د نقل د رجحان مخه نيسى ـ
هغۀ ووئيل چې د هغۀ حکومت به ” د روښانه راتلونکى د پاره ” زلمى کهول ته د معيارى تعليم ورکولو د پاره تعليمى نظام کښې اصلاحات کوى ـ
تيره مياشت د صوبې ډيرو اهمو اخبارونو کښې يو اشتهار خپور شوے ؤ چې پکښې وئيلي شوي وو :” د نقل کولو رجحان د منلو وړ نۀ دے ” او ” د کيدونکى نقل په رجحان قابو موندل د موجوده حکومت پاملرنه ده ” ـ
دې اشتهاراتو کښې مخکښې وئيلي شوي وو :” د امتحانونو په مهال د کيدونکى نقل د رجحان په مقابله کښې زلمي بې وسه کيږي چې له امله ئې د هغوئ د سيمه ايزې او صوبائى قام پرستۍ جذبات هم اغيزمن کيږي ـ “
د قانون ماهرې او د ماشومانو د حقونو کارمندې سلما بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ما اوس اوس د براهوى سيمو لکه څنګه چې د حضدار دوره وکړه چرته چې د سکولونو په کوټو کښې څاروي ساتلے شوي وو او ځيني سکولونه د استوګنې د پاره کارولے شول ـ هيڅ يو استاذ يا طالب علم موجود نۀ ؤ ـ تر دې چې د ښار په منځ و مانه کښې د ماشومانو د پاره ضرورى اسانۍ شتون نۀ لري ـ”
سلمى بلوچ پوښتنه وکړه :” کوئټه کښې د کيدونکى نقل په رجحان د قابو موندلو د پاره د ګامونو اخستل صحيح دي ولې آيا وزير اعلى يا د هغۀ د تعليم صلاحکار د بلوچستان ضلعو کښې د تعليم له حالاتو خبر دے ؟ دې ضلعو او لرې پرتو سيمو کښې د سکولونو استاذان د ښودنې ذمه وارۍ نۀ ترسره کوي ـ دې حالاتو کښې زده کوونکي د نقل کولو څخه څۀ رنګ منع کولے شى کله چې دا په غير مؤثره تعليمى نظام کښې د ډګرۍ ترلاسه کولو يوازينۍ طريقه پاتې کيږى ـ”
هغې ووئيل چې کوئټه پوره بلوچستان نۀ دے او دې لورى ته ئې پام راواړولو چې حکومت د ټولې صوبې پاملرنې کولو ته اړتيا لرى ـ
سلمى بلوچ زياته کړه :” لرې پرتو سيمو کښې هيڅ تعليمى اسانۍ ورنۀ کړے شوې ـ جينکۍ له دې حالاتو ترټولو زياتې اغيزمنې کيږي ځکه چې هغوئ د سماجى دباؤ له امله سکول ته د تللو نه منع کولے شي ـ بلخوا د چارواکو له لورى ماشومانو ته د معيارى يا بنيادى تعليم ورکولو د پاره څۀ کيدونکې هڅه په نظر نۀ راځى ـ ظاهره ده چې ناوړه تعليم ترلاسه کوونکي ماشومان به امتحانونه نۀ ورکوي ـ دا هغه رجحان دے د کوم له امله چې به مونږ د نوى نسل د تعليم په کاليو سينګارولو کښې له نورو صوبو پاتې کيږو ـ د کيدونکى نقل په رجحان بنديز لګول د دې ستونزې يوازينے هوارے نۀ دے ـ”
د ماډل هائى سکول چمن ١٧ کلن طالب علم نجيب الله اوس اوس د لسم جماعت امتحانونه ورکړي دي، هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې دا ځل امتحانونه انتهائى ګران وو ـ
د جينکو ماډل هائى سکول چمن کښې تعليم ترسره کوونکې د لسم جماعت زده کوونکې ناديه خان خوشحاله ده ځکه چې هغې په امتحانونو کښې د غوره کارکردګۍ څرګندونه کړې ده ـ هغې ووئيل :” ما ډيره خوارى وکړه او په باعده توګه سکول ته تللم د کوم په وجه چې دا ځل هم امتحانونه ښۀ وشول ـ په نقل د بنديز له امله به اوس هيڅ يو طالب علم له محنت کولو پرته پاس نۀ شى ـ زۀ به حکومت ته خواست کؤم چې دې لړ کښې خپل دباؤ په حال وساتى ، او باور لرم چې زده کوونکي به د راتلونکى کال امتحانونو د پاره سخته خوارى کوي ـ”
سائنس کالج کوئټه کښې د ايف ايس سى طالب علم ٢٠ کلن سميع الله نيوز لينز سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پبلک لائبريرۍ ته د مطالعې په غرض د راتلونکو شمير زيات شوے دے چې زيات شمير کښې د ايف ايس سى او ايف اے د امتحانونو د تيارۍ د پاره د لائبريرۍ مخه کوي ـ هغۀ ووئيل :” هغۀ ته پته ده چې د بلوچستان د حکومت لخوا د سختو اقداماتو کولو له امله به دا ځل د هغوئ د پاره امتحانونو کښې نقل کول اسان نۀ وى ـ”