د خاورې د لور ملاله په نوبيل امن انعام اخستو د خيبرپښتونخوا حکومت بې حسى
Tauseef Rehman
پيښور (توصيف الرحمان)د نړۍ تر ټولو کم عمر نوبيل امن انعام ترلاسه کوونکې ملاله يوسفزئى کۀ يو خوا له ګردې نړۍ ډاډګيرنه کيږي نو بلخوا د هغې د پلرنۍ صوبې خيبرپښتونخوا حکومت تراوسه د دې ډير اهم ايوارډ د اهميت ادراک ونۀ کړے شو ـ په ٩ اکتوبر ٢٠١٢ء د جينکو د تعليم د پاره اواز اوچتونکې کم عمره کارمنده د هغې په پلرنى ښار مينګوره، سوات کښې عسکريت خوښو په سر په ګولۍ ويشتو سره سخته ژوبل کړې وه ـ ملاله په ابتدائى توګه د علاج د پاره پيښور او وروستو بيا برطانيې ته منتقل کړے شوه ـ ملاله د ښۀ کيدو نه پس د ميرمنو د تعليم د پاره د نړيوالو لارښودانو نۀ يوازې حمايت ترلاسه کولو کښې بريالۍ شوه بلکې هغه د ګواښونو باوجود د هلو ځلو روانو ساتلو د نۀ ماتيدونکې ارادې له امله په ميډالونو هم ونمانځلے شوه ـ
د ملالې د جراء ت د اعتراف او د ميرمنو د زده کړې په اړه د هغې د پيغام عام کولو د پاره د روانې مياشت په پيل کښې د جارج واشنګټن وومن يونيورسټۍ ګلوبل وومن انسټى ټيوټ د هغې کتاب ” آئى ايم ملاله ” د هائى سکول د استاذانو او د پوهنتون د زده کوونکو د پاره د حوالې د ګائيډ په ډول منظور کړو ـ خو ولې له دې يو خوا ته چې د ملالې او د هغې د مقصد په ټوله نړۍ کښې ډاډګيرنه شوې ده ، د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د خيبرپښتونخوا اتحادى حکومت ته د شپږو اوونيو تيريدو باوجود دا مهال د دغه ميډال ملاله ته په ورکولو د خوښۍ اوخوشحالۍ څرګندونه کول دي ـ
د وزيراعلى پرويز خټک له لورى څۀ بيان جارى نۀ شو ، تر دې چې د صوبې د لور د نوبيل انعام او په نړيوال کچ د غيرمعمولى برياليتونو په ترلاسه کولو د خوشحالۍ او وياړ څرګندونې په توګه د څۀ ډول دستوره ونۀ کړے شوه ـ
د ايليمنټرى او سيکنډرى ايجوکيشن صوبائى وزير محمد عاطف وائى :” مونږ د اخبارى بيانونو د لارې د هغې ستائينه وکړه او د تعليم د ودې د پاره د هغې قربانۍ او هلې ځلې مو وستائيلې ـ”
د دې سوال په ځواب کښې چې آيا د خيبرپښتونخوا حکومت به د ملالې نوبيل امن انعام اخستل په غوره طريقه نمانځى ؟ صوبائى وزير دا دليل وړاندې کړو :” مونږ د خپل حکومت په برياليتوبونو هم د زياتې خوشحالۍ څرګندونه نۀ کوو ـ دا زمونږ انداز نۀ دے ـ”
هر څو کۀ د صوبائى حکومت وياند مشتاق غنى د ملالې د نوبيل انعام اخستو نه وروستو ميډيا سره د خبرو اترو په وخت وئيلي وو چې حکومت به د ملالې د دې غيرمعمولى کاميابۍ په غوره انداز د نمائځلو د پاره د پروګرامونو ترسره کولو په اړه منصوبه جوړوى ولې په دې عمل درآمد کيدل دا مهال پاتې دي ـ
د صوبائى حکومت په دننه حلقو کښې د ملالې په دې يادګارې کاميابۍ ولوله او جذبه په نظر نۀ راځى کله چې دې لړ کښې پوښتنه وکړے شوه نو محمد عاطف ومنله ولې سمدستى ئې ځواب ورکړو :” ولې مونږ خو په عامه توګه د حکومت د نورو برياليتوبونو او منصوبو مشهورتيا هم نۀ کوو ـ “
پيښور سره اړونده د بشرى حقونو يو کارمند د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل :” پاکستان تحريک انصاف چې د روشن خيالۍ او ترقى پسندۍ ادعا کوى ولې کله چې د ميرمنو د حقونو خبره کيږى نو په دې د هغوي فکر ملاله سره سمون نۀ خورى يا دا ممکن ده چې صوبه کښې د ښى لاس د خپل اتحادى ګوند جماعت اسلامى لخوا د انتهاخوښ ردعمل څخه د څنډې کولو د پاره د خپل نقطه نظر څرګندولو په اړه ويرې اخستے دے ـ “
د پاکستان تحريک انصاف وزير د اعتدال خوښو نظرياتو وړ خپل اتحادى ګوند جماعت اسلامى له لورى د هر کوم ډول د دباؤ ترديد کولو سره ووئيل چې هغوي چرته په دې معامله خبره نۀ ده کړې ـ هغۀ ووئيل چې حکومت ملالې ته د ايوارډ په ترلاسه کيدو د دستورو ترسره کولو په حقله د عسکريت خوښو ډلو لخوا هم څۀ خطره نۀ لرى ـ
ولې پيښور سره تعلق لرونکې د ميرمنو د حقونو کارمنده رخشنده ناز يادې دعوې سره متفق نۀ ده ـ هغه دا باور لرى چې د پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامى په نظرياتو کښې ډير زيات فرق نشته ـ
هغې ووئيل :” دا دواړه ګوندونه حکومت کښې اتحاديان دي او دا يو حقيقت دے چې حکومت ملالې ته په ترلاسه شوى نوبيل امن انعام سم انداز کښې د خوشحالۍ څرګندونه ونۀ کړه ـ “
د رخشندې وينا ده چې د ملاله په حواله د انتها خوښو تنظيمونو په بيانونو په رڼا کښې د ملالې د ستائينې او پيرزوئنې د پاره ډيره زياته مړانه پکار ده ـ هغې ووئيل :” خلق ډير زيات هيله من وو کله چې هغوي پاکستان تحريک انصاف ته ووټ ورکړو خو موجوده حکومت هم له مايوسۍ پرته هيڅ ورنۀ کړل ـ هغوي ملاله ته په نۀ زړۀ مبارکى ورکړه چې له امله ئې د حکومت تاثر خراب شوے دے ـ”
د روان کال په جنورۍ کښې صوبائى حکومت د ملالې په کتاب ” آئى ايم ملاله ” په جارى کيدو بنديز لګولے ؤ ـ وروستو له دې ئې د يو قدم په وړاندې اخستلو ملاله د نوبيل امن انعام حقداره ګرځولو او د هغې د هلو ځلو د منلو په حقله قرارداد هم منظور نۀ کړو ـ دا قرارداد د عوامى نيشنل پارټۍ د صوبائى اسمبلۍ غړى جعفرشاه وړاندې کړے ؤ ـ
وفاق کښې د پاکستان مسلم ليګ نواز حکومت ملاله ته د پيرزوئنو وړاندې کولوپه خاطر ورځپاڼو کښې د خصوصى ضميمو خپرولو د پاره په خاص توګه مرسته ملاتړ وکړو ـ قامى اسمبلۍ، سينيټ، سندهـ اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ قراردادونه وړاندې کړل چې پکښې د ملالې په نوبيل انعام ترلاسه کولو ډاډګيرنه شوې وه ـ
روشن خيال سيکولر ګوندونو لکه پاکستان پيپلز پارټۍ (پى پى پى )، عوامى نيشنل پارټۍ (اے اين پى)، متحده قومى موومنټ(ايم کيوايم) او نورو جماعتونو ملالې ته مبارکى ورکړه او د جينکو د تعليم د پاره د هغې د هلو ځلو په لړ کښې د ملاتړ کولو د لوظ پخلے وکړو ـ
رخشنده ناز وائى :” ملاله د خاورې لور منل اصل کشاله ده او په دې اړه حکومت د ويرې ښکار دے ـ حکومت ته به په پرانستې سينه ملاله نۀ يوازې د پښتنې خاورې لور منل وى بلکې د هغې د هلو ځلو اعتراف به ورته هم کول وى ـ”
هغه هيله منده ده چې د صوبائى حکومت د ملاله د نوبيل امن انعام اخستو په اړه د مايوسۍ رويه به د هغې هلې ځلې اغيزمنې نۀ کړي او هغه به د هيواد لکونه ماشومان د اغيز لاندې راولي ـ