ډى آئى خان (فاروق محسود) د وزيرستان عسکريت ځپلو سيمو سره د نزديکت له امله ډى آئى خان ضلع د خطرو په ولقه کښې ده ، عسکريت خوښي د اوږدې مودې راسې دې سيمه کښې فعال دي او اوس ښار او د هغې خواؤشا کښې خپل سليپر سيل منظم کوي ـ
ولې د ملا فضل الله په مشرۍ تحريک طالبان د ډى آئى خان ضلعې په کلاچۍ تحصيل کښې خپله نوې څانګه پرانيزى د کومې په اړه چې ځائى خلق له ډير پخوا راسې خبر وو خو اوس دا په باضابطه توګه کار کوى ـ
د تحريک طالبان پاکستان د مرکزى کمانډ مشرى ملا فضل الله کوى، هغه يو عسکريت خوښے لارښود دے چې افغانستان کښې ميشتۀ دے او له دې وړاندې ئې د قطبى پاکستان په سوات وادۍ کښې د طالبانو د فساد قيادت کړے دے او اوس هغۀ هارون عرف ضرار د تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) يا ټى ټى پى (کے جى) مشر ټاکلے دے ـ قارى اکرام، به کلاچۍ کښې د دې نوې فعال څانګې د مرستيال په توګه کار کوى ـ
تحريک طالبان پاکستان کښې يوې سرچينې د امنيتى لاملونو په وجه د خپل نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل :” د کمانډر ضرار په مشرۍ کښې به خواؤ شا د پينځو سوو نه اوو سوو پورې د لوړ کچ روزلے شوي عسکريت خوښي کارروائۍ ترسره کوي ـ “
د يو پوليس افسر ترمخه ډى آئى خان کښې د امن و امان د کړکيچن صورتحال او د پياوړتيا د نشتوالى له امله سيمه کښې به حالات خراب شي ځکه چې دا درې صوبې بلوچستان، خيبرپښتونخوا او پنجاب خپلو کښې تړي ـ
ډى آئى خان د ګوادر بندرګاه څخه منځنيو ايشيائى رياستونو ته د وړلي کيدونکى سامان د ګودام په توګه تجويز کړے شوے دے ـ
ضلعى پوليس افسر (ډى پى او) صادق بلوچ نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې تحريک طالبان پاکستان (کلاچۍ ګروپ) د کلاچۍ په چاپيره سيمو کښې له تيرو خواؤشا اتو کالو راسې فعال دے ـ ” ډير عسکريت خوښي جرمونه کوونکو هلو ځلو کښې ککړ او بيلا بيلو مقدمو کښې مطلوب دي ـ “
صادق بلوچ ووئيل چې پوليس د ډلې په ضد ” د کلاچۍ تحصيل بيلا بيلو سيمو کښې هدفى عمليات او ډير عسکريت خوښي نيولي دي او پوليس مقابلو کښې د ګڼو غړيو په وژلو ” کارروائۍ کړي دي ـ
د روان کال پيل کښې د کلاچۍ سيمه کښې عسکريت خوښي کمانډران سليم شاه جى او حکمت الله دوو بيلا بيلو پوليس مقابلو کښې وژلي شوي وو ـ صادق بلوچ ووئيل :” د پوليس د کارروائيو شمير زيات شوے دے او کلاچۍ کښې د عسکريت خوښو کورونه ړنګ کړے شوي دي ـ “
هغۀ ځائى خلقو ته خبردارے ورکړو چې هغوي عسکريت خوښو ته پناه ورنۀ کړي يا بل صورت کښې به د هغوي په ضد پوليس کارروائى عملى کولے شى ـ هغۀ ووئيل :” مونږ چې کله هم سيمه کښې د عسکريت خوښو په ضد کاروائى کوو نو هغوي د قبائلى سيمو اړخ ته تښتي چې له امله ئې د پوليس د پاره خپلو خدماتو ترسره کولو کښې ستونزې راولاړيږي ـ”