فاټا کښې پوليو مهم د کړمو ښکار، هيلتهـ ورکرز ته معاوضو ورکولو کښې ځنډ
12 years ago
جمرود ، خيبرايجنسى (اشرف الدين پيرزاده) د پاکستان په فساد ځپلو قبائلى سيمو کښې له دې وړاندې د عسکريت خوښو له لورى د ورپيښو خطرو له امله پوليو ورکرز په يوه داسې سيمه کښې پوليو مهم روان ساتلو کښې ستونزو سره مخ شول چرته چې تر اوسه د پوليو ګڼ شمير کيسونه مخې ته راغلي دي ـ پوليو مهم اوس د بيلابيلې بڼې د ګواښ لاندې دے ـ
خيبرايجنسۍ کښې د پوليو مهم راتلونکې مرحله د يکم مارچ ٢٠١٥ء څخه پيليږى، دا هغه سيمه ده چرته چې ٢٠١٤ء کښې د ټول عمرى شل کوونکى رنځ تر ټولو زيات کيسونه رامنځته شول ، ولې هغه پوليو ورکرز کومو ته چې معاوضه ورنۀ کړے شوه، هغوي د مهم څخه د لرې کيدو دړکه ورکړې ده ـ
خيبرايجنسۍ کښې کار کوونکي هيلتهـ ورکرز او پوليو رضاکار وائي چې کۀ هغوي ته د تير وخت ګڼو پوليو کمپينونو کښې د هغوي د خدماتو سمدستى معاوضه ورنۀ کړے شى نو هغوي به قبائلى سيمو کښې ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نۀ ورکوي ـ
د پوليو ډلې سپروائزر نويد شنوارى نيوزلينز پاکستان سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې هغوي عسکريت خوښۍ ځپلو سيمو کښې خطرو کښې دخپل ژوند په اچولو کار کوي ولې واکمنو هغۀ ته هيڅ معاوضه ورنۀ کړه ـ
هغۀ ووئيل :” پوليو کارمندانو ته د هره ورځ په اساس ورکړه کولے شى ـ مونږ خيبر ايجنسۍ کښې د پوليود مخنيوى په اوو کمپينونو کښې برخه واخسته خو تراوسه هيڅ معاوضه ترلاسه نۀ شوه ـ”
هغۀ ووئيل چې داسې هيلتهـ ورکرز کوم چې د اوږدې مودې راسې پوليو ويکسينيشن کمپينونو سره تړلي دي ، هغوي د اوسنى پوليو مهم څخه د بائيکاټ اعلان کړے دے ـ
د وفاق د انتظام لاندې قبائلى سيمو (فاټا) کښې د پوليو ويکسينيشن مهم نګران ډاکټر اختيار خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل چې د پوليو کارمندانو لخوا د معاوضو د ورکړې غوښتنه سمه ده ـ هغۀ ووئيل چې د صحت محکمې واکمن به هيلتهـ ورکرز ته زر تر زره معاوضې ورکړي ـ
ډاکټر اختيار ووئيل :” زۀ د صحت محکمې واکمنو سره رابطه کښې يم چې دا شان دا ستونزه خيبرايجنسۍ کښې د پوليو د مخنيوى د راتلونکى مهم د پيل نه وړاندې هواره کړے شى ـ “
هغه ويرې اخستے دے چې خيبرايجنسۍ کښې د پوليو وائرس د شتون له امله دا رنځ انديښمنې شرح څخه خوريدے شى ـ تير کال (٢٠١٤ء) دې لړ کښې ډير خراب ؤ کله چې يوازې خيبرايجنسۍ کښې د پوليو ٧٨ کيسونه رپورټ شول ـ
هغۀ ووئيل چې ٢٠١٥ء کښې د خيبرايجنسۍ جمرود تحصيل کښې يوازې يو کيس رپورټ شو ـ
د ډاکټر اختيار وينا وه :” د پوليو د مخنيوى راتلونکے مهم د مارچ په وړومبۍ اوونۍ کښې شروع کيږى ، مونږ به خيبر ايجنسۍ کښې خواؤشا اوو لکو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوو کوم د پاره چې د صحت محکمې د واکمنو په نګرانۍ کښې ٢٥٥٣ موبائل او په خاصو ځايونو د خدماتو ترسره کولو د پاره ٢٤٥ ډلې جوړې کړے شوې دي ـ”
د خيبرايجنسۍ باړې تحصيل سره اړوند پخوانى وفاقى وزير او قبائلى مشر ملک وارث خان نيوز لينز پاکستان سره د خبرو په مهال ووئيل چې خلق د پوليو څاڅکو له اهميته خبر شوي دي ـ
هغۀ تجويز ورکړو :” دا به غوره وى چې کۀ د پوليو د مخنيوى کمپينونه د ځائى مشرانو په مرسته او ملګرتيا وچلولے شي ـ “
بلخوا د فاټا هغو سيمو کښې د پوليو کيسونو لوے شمير رجسټرډ شوے دے چرته چې هيلتهـ ورکرز د تيرو بيلابيلو پوليو کمپينونو په مهال زرګونو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي نۀ وو ـ
باړه د خيبرايجنسۍ يو اهم تحصيل دے چرته چې فوځ د عسکريت خوښو په ضد کارروائيو کښې بوخت دے او د فاټا دې قبائلى سيمه کښې تير کال ٧٨ ماشومان د پوليو وائرس وځپل ـ
هر څو کۀ واکمن هغو سيمو کښې د پوليو د مخنيوى د منظم مهم پيل کولو په اړه چمتو دي چرته چې د پوليو کيسونو لوے شمير رجسټرډ شوے دے چې پکښې باړه هم شامله ده ـ د عسکريت خوښۍ ، فوځ عملياتو، د امن و امان د کړکيچنو حالاتو او پوليو کارمندانو ته د ورپيښو ګواښونو له امله د هغوي حوصله شکنى شوې ده چې هغوي دې دا مهم روان وساتلے شى او د پوليو د وائرس د مخنيوى د پاره د روان مهم په لاره کښې هم خنډان راولاړيږي ـ
خيبرايجنسۍ کښې د سول سوسائټۍ غړي او مور پلار دا غواړي چې حکومت دې هيلتهـ ورکرز ته په سمدستى توګه معاوضې ورکړي چې دا رنګ د هغوي بچو ته په وخت د پوليو څاڅکي ورکړے شي ـ
د هيلتهـ ورکر او د دوو بچو پلار نقيب شنوارى نيوز لينز سره د خبرو اترو په وخت ووئيل چې د دې سيمې د ناوړه رسد او فاټا کښې د امن و امان د خرابو حالاتو له امله منظم پوليو مهم پيلولو د پاره د هيلتهـ ورکرز او په خاص توګه د پوليو کارمندانو شمير پوره نۀ دے ـ
هغۀ ووئيل :” کۀ د پوليو کارمندانو دا ستونزه نۀ هواريږى نو مونږ به راتلونکى پوليو مهم کښې خپلو هدفونو ترلاسه کولو کښې بريا ونۀ موندے شو ـ مونږ ته دخيبرايجنسۍ تحصيلونو لنډى کوتل، باړه او جمرود کښې زرګونو ماشومانو له پوليو څاڅکي ورکول دي ـ دې مهم د پاره د هغو ټولو هيلتهـ ورکرانو ضرورت دے له چا چې په هر کوم ډول دې ستر ټاسک ترسره کولو کښې مرسته ترلاسه کيدے شى ـ “